خبرتیاوی او پیغامونه

دهلمند مدني ټولني خبر: که په برېښنايې تذکرو کي د افغان او اسلام ذکر نه وي سوی د هلمند اوسېدوونکي يې نه غواړي‎

که په برېښنايې تذکرو کي د افغان او اسلام ذکر نه وي سوی د هلمند اوسېدوونکي يې نه غواړي .

د هلمند مدني ټولني د افغانستان ملي تحریک هلمند څانګي او افغان ملت ګوند استازو د یوې ګډي غونډي پرمهال له ولسمشر غوښتنه وکړه چي د ملي هویت ساتلو په برخه کي دي د ولس غوښتني ته مثبت جواب ووايي
د غونډي ګډونوالو وویل چي که يې غوښتنه ونه منل سي نو په لویو لاریونونو به لاس پوري کړي او تر هغه به دوام ولري ترڅو چي خپل ملي هویت ثابت نه کړي .

دغه غونډه چي په هلمند مدني ټولنه کي جوړه سوې وه ددې ټولني مشر او غړیو او د افغانستان ملي تحریک غړو دیوې جوړي سوي غونډي پرمهال وویل چي په برېښنايې تذکرو کي له اسلام او افغان کلمو څخه په هیڅ صورت نه سي تېرېدلای .

د هلمند مدني ټولني مشر سردارمحمد همدرد وویل چي یو شمېر پردي پالي کړۍ غواړي چي په لوی لاس د افغانانو ترمنځ ستونزي جوړي کړي او ملي هویت ته يې زیان واړوي خو په دې دي پوه سي چي دغه ارمان ته به ونه رسېږي .

هغه زیاته کړه چي ولسمشر دي دخلګو دغه مشروع غوښتنه چي په قانون کي حق ثابت دی ورکړي او په برېښنايې تذکرو کي دي د اسلام او افغان کلمې ، چي یو مو دین او بل ملي هویت دی راوړل سي .

بل خوا د مدني ټولني او ملي تحریک غړي هم وايې چي دوی به دخپل حق او ملي هویت په ساتلو کي خپل وس ونه سپموي .

دوی وویل چي ددې خاوري ټول اوسېدوونکي افغانان دي او هیواد مو افغانستان یعني د افغانانو د اوسېدو ځای دی .

په مرکز او ولایتونو ډېرو دا ډول مدني ټولنو او ګوندونو خپل چمتوالی ښودلی دی که چیري په برېښنايې تذکرو کي د اسلام او افغان کلمې رانه وړل سي دوی به په لاریونونو لاس پوري کوي او تر هغه پوري به نه کښېني چي خپل حق يې نه وي تر لاسه کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

دهلند له مدني تولني سخه يوه دنيا مننه خو دكندهار روزكان هرات زابل غزني خوست جلال اباد كونر لوكر كندز مدني تولني ولي خفل اواز نه فورته كوي اوكه فه يادو ولاياتوكي مدني تولني نه دي تاسس شوي يا سياسي جورشتونه نلري داموضوع دتولو افغانانو مشتركه مسله ده او فه اره يي بايد قوي او متحدانه تصميم ونيول شي

الحاج استاذ بیانزی

درنو ورونو تر هغی مه غوسه کیږی چه زما د تبصری سره زمونږ د هیواد حالات په نښه کړی او بیا زما تبصره وڅیړی : لمړی ، زمونږ هیواد د امریکا ، روس ، هند ، ګاونډی هیوادونو په شمول د نړی پنځوسو هیوادو له خوا مستقیم اسغال دی تانکونه او جنګی الوتکی یی پکی تعظیم قدم کی دی ، زمونږ دروازی ماتوی مونږ به خپله خاوره کی تړی ایله کوی ، مونږ وژنی مونږ د دوی له خوا مقرریږو او معزولیږو ، زمونږ د خاوری لاندی او باندی د دوی په واک کی دی زمونږ د چارواکو د کور… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x