ورزش

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې خپل پیاوړی سیال ته نه هیریدوونکې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۴ل): نن د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نیپال د ۱۹ کلنو لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نیپال لوبډلې ته په ۱۰ ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۱۵۰ توپونه پاتې ول سخته او نه هیریدوونکې ماتې ورکړه.

د نیپال لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه خو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پیاوړو توپ اچوونکو د نیپال دغه پریکړه چټکې ویکټې اخیستلو سره غلطه ثابته کړه.

د نیپال لوبډلې په ۴۷.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د دمالا غوره توپ وهنې په مرسته ۱۲۳ منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته يي د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه.

د نیپال لوبډلې لپاره دمالا په ۸۶ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې توپ اچوونکو یو ځل بیا پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ټول ښه وځلیدل. د افغانستان لپاره ضیاء الرحمن او پرویز ملکزی درې درې ویکټې، نوین الحق دوه او کریم جنت یوه ویکټه واخیسته. مسلم موسي په افغان توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۷ اورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې خو د ویکټې په اخیستلو بریالی نشو.

د ملي لوبډلې توپ وهوونکو هم یو ځل بیا خپله وړتیا ثابته کړه او د سیالې لوبډلې توپ اچوونکو ته يي د بریا هیڅ ډول فرصت په لاس ورنکړ.

ملي لوبډلې د نیپال له خوا ټاکل شوی هدف یوازې په ۲۵ اورونو کې د کوم لوبغاړی له لاسه ورکولو پرته پوره او سیالې لوبډلې ته يي سخته ماتې ورکړه.

د ملي لوبډلې لپاره توپ وهنه حضرت الله او ناصر خان پیل کړه او همدغو لوبغاړو له بریا ترلاسه کولو سره لوبه پای ته هم ورسوله. حضرت الله په ۷۱ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۸ او ناصر خان په ۷۹ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې.

د نیپال لوبډلې هیڅ یو توپ اچوونکی په دې بریالی نشو چې د حضرت الله او ناصر خان پیاوړی ملګرتیا له منځه یوسي او بریا ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x