نظــر

ملي پاڅون، یو رښتينی او بل جعلي، او د دواړو پایلې!

mujahideenڅه باندې یوولس کاله کې چې د یرغلګرو پر وړاندې د ملي پاڅون په بڼه مقاومت روان دي، خو څو میاشتې کیږی چې ځینې غرب پلوه رادیوګانې، رسنیز ارګانونه، او د کابل لاسپوڅې اداره د یو بل داسې پاڅون یادونه په ډېر زیات شد او مد سره کوی، چې د صلیبی یرغلګرو پر ځای يې، د هیواد د اصلیو بچیو (طالبانو) پر وړاندې پیل شوی بولي.

اوس راځم دې ته چې دغه دواړه پاڅونونه، يو اصلي (رښتينی) او بل جعلي سره پرتله کړو، او د هر یو لاسته راوړنې او پایلې پر ګوته کړو، نو بيا به قضاوت لوستونکي کوي، چې حقیقت څنګه دی.

اول: د صليبي یرغلګرو پر وړاندې روان یوولس کلن ملي پاڅون او پایلې يې:

څه باندې یوولس کاله کیږي چې صلیبي نواکګرو قواوو پر ګران هېواد افغانستان یرغل وکړ، خو د هیواد باتور اولس د خپلو دیني علماؤ کرامو په لارښوونه او مشرۍ د هیواد د ازادۍ، استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا، د اسلامي او ملي لاسته راوړنو په موخه پاڅون کړی، او د هاغو صلیبی لښکرو په ځپلو پسې یې مټې رانغاړلې دي چا چې په مرداره دیموکراسۍ ګران هیواد پلیت کړی او کنډواله کړې دی، وحشت او بربریت یې خپور کړی، د بې وسه مظلومو هیوادوالو وینې یې څښلې دي، په زندانو کې یې اچولي، په کورونو ورننوتلي عزت او عفت یې لوټ کړی، خلک یې هجرت ته مجبور کړي، لنډه دا چې مجاهد او باتور اولس دا ډول تکلیفونه او کړاوونه وګالل، د ویر او ماتم په ټغر کېناستل، سرښندنو او فداکاریو ته یې غاړه ایښي، داسې فداکاري چې د هیواد په تاریخ کې هم ساری نه لري، دوست او دښمن ورته حيران دی، د خپلو هډوکو او غوښو څخه یې داسې وسله جوړه کړې چې د اتومۍ بټۍ بڼه یې غوره کړې او یرغلګر یې په وړاندې ناتوانه ثابت شوي، ځان ورته په یو خطرناک دام کې ګیر څرګندېږي چې د خلاصون لپاره یې د سولې دروغینه ډرامه، او نورې غولوونکې هڅې توندې کړي، چې اولس پرې تېر باسي، ملي پاڅون زیانمن او ځان هدف ته ورسوي، خو دا ټولې هلې ځلې یې د اوبو د زګ په څېر ورته بې ګټې څرګندې شوې. دا ځکه چې دا د یو رنځېدلي، کړېدلي، زورېدلی ځوان اولس پاڅون دی څوک چې د یو سرکشه (روس) د وحشت له امله په لوږه او تندې روږدی شوی، کلونه کلونه کړیدلی او ناارامه وه لا یې د ارام ساه نه وه اخستې چې بل سرکشه او وینې زبېښونکی شرمېدلي یرغلګر (امریکا) پرې یرغل وکړ خو باتور اولس بیا هم پسې وسلوال پاڅون وکړ.

ټولو نړیوالو او هیوادوالو ته په ډاګه ده چې افغان باتور اولس چې هرڅومره د امریکایی وحشتونو له امله وکړول شي هغومره یې احساسات راپارېږي، او پاڅون یې لا غښتلی کېږي، یرغلګر د مسلمانانو ځورول او ورباندې وحشتونه په یو ډول نه ترسره کوي بلکې په پرله پسې توګه په بېلابېلو ډولو یې ترسره کوي، کله د مظلوم اولس په کورونو او د ودونو په محفلونو بمباري کوي، کله په یوه بهانه د اولسي وګړو د سورلۍ ګاډې ته د ټوپک خوله ورګرځوي، کله په کورونو او جوماتونو او نورو عامه ځایونو چاپې اچوي، څوک وژني او څوک د زندانونو د تورو تیارو مېلمانه کوي. د دې سره په څنګ کې د اسلامي شعایرو اوافغاني عنعناتو سپکاوی هم زیات تکراروي، چې له دې جملې څخه په جوماتونو کې یې د قرآن کریم د نسخو سوځول، د مسجدونو ملا امامانو بندیانول یا وژل، او د کورونو څخه د پتمنو افغاني خویاندو بېول او تالاشي کول، ډېرې دردناکې پېښې دي.

دا ډول کړنې په وار وار د دې باعث شوي دي چې د صلیبي یرغلګرو پر ضد د خلکو احساسات اوج ته ورسېږي، چې په ترڅ کې یې د هیواد په ګوټ ګوټ کي مظاهرې ترسره شي، او ډول ډول غچ اخستونکي برېدونه پرې وشي، په تېره بیا د قرآن کریم او ناموس بې حرمتي خو په هیڅ ډول هم افغانان نه شي زغملی اګر که کورونه یې بمباریږي، شتمني یې خاوري کیږي، په زندانو کې اچول کیږي اووژل کیږي.

څرنګه چې د صلیبي نیواکګرو یاد شوي ظلمونه، وحشتونه او کړاوونه د هېواد یوه فرد، ټولني او قوم پورې اړه نه لري نو ځکه د اسلامی شعایرو او ملي ګټو څخه ننګه کول د یوه فرد او قشر دنده نه شمېرل کېږي، بلکې د هېواد هر وګړی یې په خپل ځان لازمی بولي، نه ترې نر بې برخې پاتې دی او نه ښځینه پتمنې پیغلې ،دیني عالم دی که بې سواده دهقان. د مدرسې طالب دی که د پوهنتون محصل، یا د لیسې شاګرد، پښتون دی که تاجک، ازبک دې که ترکمن، هزاره دې که پشيي ټول د یوه سپين بېرغ او یو مشر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد –حفظه الله- تر مشرۍ لاندې سره راټول شوي او هر چا ترخپلې وسې په دغه پاڅون کې برخه اخستې چې دا د دې پاڅون د ملي څرګندوالي ستره نخښه ده. نو ځکه دا پاڅون کله داسلامي امارت اتل مجاهدين په خپلو سرښندونو او فداکاريو په څپو راولي، او کله بیا د دافغاني غیرتي ولس په رګونو کې د غيرت، او یرغلګرو څخه د غچ اخستنې سمندر په څپو شي، او په خالي لاس پردښمن ورپاڅي. د ملي پاڅون د لاسته راوړنو د ځینو بېلګو لنډیز په لاندې ډول وړاندې کوم:

۱ـ په ابتکاري ډول، خالي لاس د افغان بې وزله اولس له خوا د صلیبي یرغلګرو څخه غچ اخستل او له هغوی سره د کرکې څرګندول د ملي پاڅون، په زړه پورې لاسته راوړنه ده. لاندې څو بېلګې یې ولولئ!:

رسنیو په ۱۴ / ١٢ /١٣٨٨ هـ= ۲۰۱۰/۳/۷م نېټه خبر ورکړ چې د هرات د پشت کهنه په سیمه کی د بهرنیو عسکرو یو زهرپوش د بارانونو له امله په خټو کی بند شو چی تر زیاتو هلو ځلو وروسته یې د سیمی د خلکو څخه کومک وغوښت . د خلکو له منځه یو پوخ عمره سړی د خپل بېل او کلنګ سره راووت او یو بهرنی عسکر یې په کولنګ سخت وواهه او ځای پر ځای یې وواژه. نوموړی په ګڼه ګوڼه کی تری تم شو .د یادونې وړ ده چې د دې څخه یو کال وړاندې (۱۳۸۷) د کندهار په میوند کی هم یو ۱۲ کلن ځوان (اختر محمد) یو برطانوي عسکر د تیلو په شیندلو او اور اچولو وژلی وه.

همدارنګه د عبدالکریم په نامه یو بل ۱۶ کلن ځوان چې د همدې ولایت د شاه ولی کوټ په ولسوالۍ کې د يو بېوزله موچي زوی وه، یو کاناډایی عسکر په تبر وهلی او وژلی وه. کاناډايي سرتېرو سمدلاسه په باتور ځوان ډزې وکړي او د شهادت سپېڅلې موخه یې ترلاسه کړه.

په ٢٨ / ١٠ / ١٣٨٩ = 2011-01- 18 نېټه د اسلامي امارت ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی وه چی د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د ساروان کلا د زیدانانو په سیمه کی یو قومی مشر (مامور معراج الدین الکوزي) د ځان سره درې ډبری واخیستې او امریکایي او افغاني ګډې قرارګاه ته ورغی او د خبرو اترو لپاره یې د امریکایی قوماندان سره ملاقات وغوښت. کله چی یو امریکایی افسر ورته راغی نو دغه قومې مشر هغه پر سر په هماغه ډبرو تر ګوزار لاندې راوست او ځای پر ځای یې وواژه څو چې وروسته نورو پوځیانو دغه قومی مشر هم وویشت او په شهادت یې ورساوه. احمدی زیاتوی چی معراج الدین الکوزي د زراعت رشته لوستلې او مامور وه .

د ۲۰۱۱م کال د جون په ۴مه نېټه ماښام مهال د پنجشېر ولايت د خنج ولسوالۍ په دره مُکني سيمه کې ولسي خلکو یو امریکایی په وهلو او ټکولو وواژه.

د ۲۰۱۲م کال د جون په ۲۱مه نېټه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو د ولسوالۍ مرکز کږې سره نیژدې د سرمۍ په کلي کي یو تنکي ځوان د بهرنیو عسکرو پر یوه تن چي په سیمه کې د نورو عسکرو سره په پلي ګزمې بوخت وو، د لور وار وکړ، چي له کبله یې بهرنی عسکر ووژل شو. د خوګیانو د ولسوالۍ څخه د لاسپوڅې ادارې رسمي چارواکو رسنیو ته د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چي د برید له امله بهرنی عسکر ووژل شو، او بااحساسه ځوان په تیښته بریالی شو.

همدارنګه څه وخت مخکې الاماره ویب پاڼې د قاري محمد یوسف احمدي په حواله يو خبر خپور کړ، چې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالي د لوچار راهي په سیمه کې یوتن بااحساسه افغان (نانبای سردارمحمد) دخپل اسلامي اوافغاني احساس له مخي په یاده سیمه کې پنځه تنه یرغلګر په خپل سراچه ډوله موټر ووهل چې په پایله کې یې 3تنه ځای په ځای ووژل شول اودوه نورسخت ژوبل شول، وروسته بيا د يرغلګرو په متقابلو ډزو سردارمحمد او یو بل کلیوال په شهادت ورسیدل، انالله واناالیه راجعون.

۲ـ لکه څنګه مو چې مخکې ورته اشاره وکړه چې په دې ملي پاڅون کې د هیواد د هر توکم څخه نر او ښځه ونډه لري، چې د یوې مجاهدې خور د میړانې لاندې کیسه یې یوه ښه بېلګه ده:

د ۲۰۱۰م کال دفبروري میاشتې په ۱۲مه نېټه د نادعلي ولسوالۍ اړونده د مارجې پرسیمه پنځلس زره صلیبي بې رحمه عسکرو برید وکړ، او مقابل کې یې د مارجې مجاهد اولس ښه په مېړانه وجنګېده‎، او د صلیبي ټلوالي پنځلس زره کسیز لښکر د سختې ماتې سر مخ شو او د تیښتې لار ورڅخه ورکه شوه .ماتې خوړلي صلیبي لښکرو د خپلې ماتې د غچ اخستلو په موخه د سیمې د ملکي خلګو په وژلو او ځورلولو لاس پورې کړ، څوک یې وهل ټکول، څوک یې په مرګ او زندان تهدیدول، آن تر دې چې د ځینو بې وزله هیوادوالو سینو ته یې د ټوپک شپېلۍ ورواړولې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې دولس تنه اولسي وګړي په وینو ولمبول، د دې دردوونکي خبر اورېدل ، دمارجې دلوې څلور لارې یوې اوسیدونکې مجاهدې خور ونه شو زغملی ،دنوموړې دکورشاوخوا سیمه کې پرمیشتو وګړو دیرغلګرو ځواکونو وحشت او ظلم دې ته مجبوره کړه چې دخپل سر په قربانۍ دبې وزلو افغانانو دشهادت انتقام له یرغلګرو واخلي ،دې میړنۍ مجاهدې خور د۲۰۱۰ م، د فبروري پر۱۶مه نېټه د خپل کور مخکې پرمېشتوعسکرو باندې دخپل ټوپک خوله ورسیخه کړه او ناڅاپې بریدیې پرې وکړ او د نیواکګرو عسکرو څخه یې درې تنه ووژل اوپنځه نور یې ټپیان کړل چي وروسته ددښمن به متقابلو ډزو کې نوموړې مجاهده خور هم په مرمیو ولګیده او دشهادت لوړ مقام ته ورسیده .

۳ـ همدارنګه په تېرو لسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي افغانانو بې رحمانه وژنې د دې سبب شوې دي چې ځينې افغانان په دې خاطر د پولیسو او اجیرې اردو په لیکو کې ځان ځاي کړي چی یوه ورځ له موقع نه په استفاده له یرغلګرو ځواکونو نه د خپل سر په قربانۍ د عامه وژنو انتقام واخلي ،وخت په وخت یې په صلیبي یرغلګرو ډزې کړې، او ګڼ شمیر یې د جهنم کندې ته ټیل وهلي دي ، تردې چې په ځېنو دا ډول بریدونو صلیبي ځواکونو پخپله هم اعتراف کړی، او خپله اندېښنه يې ترې څرګنده کړې ده.

د بااحساسه عسکرو دغو بريدونو د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو ترمنځ سخته بې اعتمادي رامنځته کړې ده. همدا وجه ده چې مونږ او تاسو په خپلو سيمو کې ګورو چې د اجيرې اردو ډير پخواني عسکر په کورونو ناستې اړ شوي، علت یې دا دی چې لاسپوڅې اداره د خپلو بادارانو د غوښتنې په اساس ترې ضمانت غواړي، او د دوی ضمانت څوک نه کوي.

همدارنګه د بهرنیو عسکرو په خدمت کې هاغه لاسپوڅي افغانان چې تر اوسه پخپله سزا نه دي رسېدلي، د هغوي یو شمېر په حقیقت پوهېدلو په ترڅ کې په اصطلاح د ملي اردو او پولیسو څخه، کم ترکمه د دولتي دندو څخه تښتې، او يا د اسلامي امارت د مجاهدینو لیکو سره یو ځای کېږي او خپلې وسلې ورته ږدي چې الحمد لله دا لړۍ په دې وروستيو کې د اسلامي امارت د دعوت ارشاد د کميسون په هلو ځلو ډېره په چټکتیا روانه ده، او د مجاهديڼو له خوا يې ګرم استقبال تر سره کېږی، چې د بېلګې په ډول یې د یو څو پېښو یادونه په لاندې ډول کوم:

د ۲۰۱۰م کال د فبروري په ۱۹مه نېټه، څوارلس تنه پوليس ، د ميدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د خپلو وسلو او دوه رینجرو سره، مجاهدينو ته تسليم شول.

۲۰۱۱م کال د جون د مياشتې په ۲۳مه نېټه (د زمري لومړۍ نېټه ۱۳٩٠)  په اروزګان ولایت د  خاص اروزګان ولسوالۍ د توشکانو په سيمه کې، يوولس سيمه ييز پوليس له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د اسلامي امارت مجاهدينو ته تسليم شول .

د ۲۰۱۲م کال د اګست په ۶مه د دوشنبې په شپه ( د زمري ۱۶) په هلمند ولایت كې د محمد خان قومندان په مشرۍ ۱۱ تنه اربکيان، له خپلو درنو او سپکو وسلو او درې موټرسايكلونو سره مجاهدینو ته تسليم شول.

د دې څخه مخکې  د فراه  ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې هم د زمري په  ۵ مه  ديارلس (۱۳) تنه پوليس د خپلو وسلو او دوه رنجر موټرو سره مجاهدينو سره یو ځای شوي وه.

اوس تازه (۲۸/۸/۲۰۱۲ م) د نورستان په کامديش ولسوالۍ کي 15 عسکر له خپلوسپکو او درنو وسلو سره مجاهدينو ته تسليم شوي دي. په تسليم شوو عسکرو کي 6 تنه د پتيګل، 5 د بازګل او4 تنه د ګاورديش د کلي اوسېدونکي دي.
سيمه ييزمجاهدين وايي چې يادو عسکرو ورسره وعده کړي چې نوربه په ګوډاګۍ اداره کي هيڅ کارنه کوي او له مجاهدينوسره به اوږه په اوږه مقاوت وکړي.

۴ـ ځینو هیوادوالو خو لا بیا پر هیواد د صلیبي ټلوالې د برید سره سم په لاریونونو پیل وکړ. او کله چې طالبان د ملکې تلفاتو د مخنیوي پر اساس تکتیکی شاتګ ته اړ شول، نو په ۱۳۸۰ لمریز کال د روژې په مبارکه میاشت کې د کابل پوهنتون زړورو او په اسلام مینو بااحساسه محصلینو تاریخي لاریون وکړ چې امریکایی مزدورو او وحشي لاسپوڅو پکې په لسهاوو بې ګناه محصلین د نیولو څخه وروسته په شهادت ورسول او ځینې یې ژوندي په کوهي کې هم اچولي وه، چې زیاتره یې تر اوسه بې درکه دي. د ذکر شوي تاریخي لاریون څخه وروسته هیوادوالو وخت په وخت د وسلوال مقاومت ترڅنګ د صلیبي نواکګرو له خوا د ملکیانو د وژنې او د اسلامي مقدساتو اوافغاني عنعناتو ته د سپکاوی سره سم د دوی پر وړاندې نور ستر ستر لاریونونه کړي خو په هر ځل د کرزي د لاسپوڅې ادارې د عسکرو له خوا د سخت عکس عمل سره مخ شوي او په کړېدلی اولس یې د ویر او ماتم وريځ لا نوره هم ورخوره کړې،

لنډه دا چې افغان اولس دومره کرکه او نفرت له دوی سره لري، چې مازې یوه بهانه په لاس ورشي نو ورپسې ورپورته کېږي، او د زرګونو کونډو رنډو، یتیمانو، شهیدانو او معیوبینو غچ ترې اخلي. دا ډول لاریونونه تراوسه د لاندې پېښو له امله ترسره شوې:

د بهرني، ځواکونو د وحشيانه عملياتو، ځوروونو، او بمباريو  پر ضد لاریونه.

د قرآن کريم سپکاوۍ او نورو وحشیانه کړنو پر ضد لاريونه.

په دغو لاريونو کې د هیواد بااحساسه محصلینو ستره ونډه درلوده، لکه د ننګرهار پوهنتون محصلين، او د کابل پوهنتون محصلين او نور.

د نظامي بریاوو خو هیڅ اندازه نشته، مجاهدين چې هرځای د بريد کولو هوډ وکړي ترسره کولی یې شي او دښمن یې هیڅ مخه نه شي نيولی. د بېلګې په ډول: د بګرام امريکايي اډې په شمول د یرغلګرو په نورو ګڼو بيسونو او د لاسپوڅو په ځالو هم څو ځلې مجاهدين ورننوتلي، او درانده تاوانونه يې وراړولي دي، په خوست کې د سي ای ای هاغه مرکز چې ډرون حملې به یې هم تنظيمولې، د یو اتل بريد ښکار شو، چېرته چې د سي ای ډير غټ غټ افسران ووژل شول، په تېرو کلنو کې د امریکایانو ډېر زیات نقلیه وسایل له منځه تللي، د امریکا د لوی درستيز د الوتکې ويشتل، او دې ته ورته نورې ډېرې الوتکې هم راغورځول شوي، چې یوه بېلګه يې تېر کال په وردګو کې د امريکایانو د هاغې الوتکې راغورځول دي، چې د خاصو فوځي زده کړو درلودونکي، په ماډرن وسلو سمبال ۳۲ امریکايی عسکر پکې ووژل شول، د کندهار زندان په شمول څو زندانونه مات شوي، او داسې نورې ډېرې برياوې دي، چې دلته یې یادونه ليکلو څخه پاتې ده.

په عمومي ډول د امریکایانو وژل کېدل خو الله ته معلوم دي چې څومره به وي ځکه امریکایانو خپل تلفات تراوسه پټ ساتلي خو په همدې اونۍ کې ځينو امريکايي رسنيو د دوه زرم امریکایی پوځي وژل منلي، نیویارک ټایمز لیکي ، په افغانستان کې لومړني ۱۰۰۰ امریکایی عسکر او مرین پوځیان په تقریبأ نهو کالو کی وژل شوي دي ، خو متباقی ۱۰۰۰ پوځیان بیا صرف په تقریبأ دوو کالو کی ووژل سول .

دا ټولې بریاوې، او لاسته راوړنې اسلامي امارت سره د اولسي خلکو د پوره خواخوږۍ او د سر او مال په بدل کې د نیواکګرو پر وړاندې د مجاهدینو کلکه ننګه او د ملي وحدت په سمبولیز صف (اسلامي امارت) کې د اودرېدو ښکارندويي کوي. ځکه د افغان مسلمان ملت، دغه ملي پاڅون په ورځنيو مصالحو او ژرتېرېدونکو ګټو باندې نه دی ولاړ، بلکې د اصولي او اساسي موخو پر بنسټ ولاړ پاڅون دی، نو خکه دا پاڅون د صلیبي وینه څښونکو درنده ګانو د سولې په وړاندېز نه له دوی سره او نه له دوی د لاسپوڅو سره یو ځای د دیموکراسۍ په ټغر ګونډه وهلی شي. او د خپلو موخو او هدفونو ترلاسه کولو څخه مخکې د سولې په نامه څه نه پېژني.

ــــــــــــــ

دوهم، جعلي پاڅون (د اندړو ملي؟! پاڅون)، پایلې او لاسته راوړنې!

کله چې صلیبي یرغلګرو د هیواد په هر ګوټ کې د افغان باتور ولس یوولس کلن ملي پاڅون سره خپله ماتې په سر سترګو وليده، هغه دا چې د مجاهدینو د بې سارو سرښندنو او بريدونو مخه یې ونه شوه نیولی، او نه یې د مجاهدینو ترمنځ درز پیدا کړی شو، نه یې د سولې د چل او دوکې جال واچولی شو، او نه یې اسلامي امارت سره د مذاکراتو په لړ کې، هغوی (مجاهدین) د کلک دريځ او د خپلو اهدافو څخه د نه تېرېدلو له وجې تېر ويستلی شول، او نه په تبلغاتي او کلتوري یرغلونو کې بریالي شول، نو د نړيوالو او هيوادوالو څخه ورته د اسلامي امارت په وړاندې هر اړخيزه نظامي او سیاسي سخته ماتي پټول هم ناشوني وبرېښېدل،  نو یو څه وخت یې هاغه متل چې «په تا مې زور نه رسي مړ به دې ابا کړم» په ځان تطبيق کړ او د ناتوانۍ له امله يې خپل ټول فوځي ځواک، یوازې په ملکي وګړو وکارولی شو، نه په مجاهدينو، د ملکي خلکو د کورونو په بمبارولو او په شپنیو عملیاتو کې يې زيادت راووست، خلکو ته يې د سر، مال او عزت تاوانونه ورواړول، په عامه ځایونو کې چاودنې، د مکتبونو سوځول، د زده کوونکو مسمومې کول يې ترسره کړل، چې په دې وژنو او جنایاتو سره یې ستره موخه دغه وحشتناکې پېښې په مجاهدينو وراړول وه، په دې تمه ول که چېرې خلک د مجاهديڼو پر ضد هم داسې پاڅون وکړي لکه چې د یرغلګرو په وړاندې يې چې کړی دی، خو لکه څنګه چې د لمر په څېر څرګنده ده، چې افغان کړېدلي ولس خپل دښمن پېژني، چا چې روان ويرجن حالت او وحشت ګران هيواد افغانستان ته راوړي دي. او خپل دوستان هم پېژني چې د اسلامي امارت اتل مجاهدين دي، چا چې د اولس د دفاع او ژغورنې په موخه د هيڅ ډول سرښندنو او فداکارۍ څخه مخ نه دی اړولی، نو همدا وجه وه چې د صلیبي یرغلګرو یادو دسيسو او جالونو هم نتيجه ورنه کړه.

نو سمدلاسه، د یوه جعلي ملي پاڅون په لټه کې شول، او د هېواد په بېلا بېلو څنډو کې يې په خپلو تالي څټو او ډالر خورو باندې هم تر خپلې وسې کوشش وکړ، خو ماتې خوړلو لاسپوڅو کې هم د خپلو بادارانو په څېر د مجاهدينو په مقابل کې په ښکاره ډول د جنګېدلو توان ناشونې څرګند شو، بلاخره د سختو درندو مصارفو په زور يو څه په دې وتوانېدل چې د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ یو څو پخواني ټوپکمار پاټکيان، او له سيمې څخه شړل شوي جنايتکاران او اوسني اربکيان (د اسد خالد، مامور جبار او لونګ فیضان په مشرۍ) تر اندړ ولسوالۍ راورسوي، او او د دوی په همکارۍ پر مجاهدينو «د اندړو ملي پاڅون» په نوم د پراخو عملياتو تابيا ونيسي، که څه هم د صلیباینو له خوا په عملياتو باندې نوم ايښودل څه نوې خبره نه وه، خو نوې خبره پکې دا وه چې دا ځل يې په خپلو عملیاتو په لومړي ځل د ولسي پاڅون نوم کېښود، خو څرنګه چې دغه جعلي پاڅون د دوی د تمې خلاف نورو سيمو ته په غځېدو نه شو، نو دې ته اړ شول چې د ولسي پاڅون نوم هم يوازې د «غزني پاڅون» په نوم بدل کړي، بيا چې کله د دغې دسیسې جوړوونکي د اتلو مجاهدینو له خوا وځپل شول، نو بیا په ډېره ناتوانۍ د نوموړې ولسوالۍ شپږو کلیو ته ورټول شول، کوم چې د پخوانیو ټوپکمارو، پاټکیانو لوټمارانو په نيمه واک کې وه، او دایره یې نوره هم تنګه شوه، چې همدې امله يې د «غزني پاڅون» نوم هم د «اندرړو پاڅون» په نوم بدل کړ.

د جعلي پاڅون پیل په څه ډول وه؟

داندړو ولسوالۍ چې د غزني په ولایت کې، د صلیبي یرغلګرو پر وړاندې يو پوخ سنګر بلل کېږی، چې د افغانستان د اشغال له پيله راهسي بهرنيو نیواګرو ځواکونو او د هغوی لاسپوڅو پرې د وسې وتلی فوځي ځواک استعمال کړ، خو هیڅ ګټه یې ورته ونه کړه، نو همدا لامل وه چې امریکایان د خپلو لاسپوڅو سره  د دوه نيم کالو راهيسې د دغې ولسوالۍ د نيولو لپاره په دسیسو جوړولو بوخت وه، بلاخره يې سږ کال په پسرلي کې خپله ناکامه دسيسه په لاندې ډول پیل کړه:

امریکایانو په غزني کې د خپل لاسپوڅي والي په مټ، د یوې اعلامیې په ترڅ کې په اندړو، او مرکز کې د بي اسناده موټر سایکلونو په ګرځولو بندیز ولګاوه، نو څرنګه چې د اندړو اولسي خلک د ژوندانه اړتیاوو د پوره کولو، او د مریضانو ډاکټر ته د رسولو لپاره موټرسایکل کاروي، نو ځايي خلکو ځکه د دغه بندیز پر وړاندې د غبرګون په ترڅ کې ښوونځي وتړل، ترڅو یاد بندیز پورته کړل شي، خو لاسپوڅې ادارې يې وړانديز قبول نه کړ.

که څه هم د ښوونځيو په بندولو کې طالبانو هيڅ لاس نه درلود بلکې په موټر سایکلو د بندیز د لیرې کولو په موخه د ځایي خلکو یوه هڅه وه، خو صلیبي یرغګرو ته، ورڅخه د پلمې جوړلو تمه درلودله، ځکه دوی (امريکايان) په دې سوچ کې ول چې که څه هم د اندړو خلکو ته دا حقیقت څرګند دی چې نه طالبانو ښوونځي بند کړي، او نه دغه پاڅون د ولس لخوا دی، خو داسې ورته ښکارېده چې د هیواد نورو ولایاتو او په خاصه توګه د غزني ولایت د نورو لرو ولسوالیو خلک به پرې تېر ايستلی شي.

د اندړو ولسوالۍ باتور ولس هم د دغې جګړې او جعلي پاڅون پر وړاندې چپ پاتې نه شوه، د اسلامي امارت هر ډول ننګه او مرسته یې وکړه، او خپل دريځ یې د رسنیو له ليارې د خپل استازي، پخواني جهادي قومندان او قومي مشر خیال محمد حسيني، په خوله اعلان کړ، نوموړي د یاد پاڅون په اړه د اندړ مجاهد ولس غبرګون د طلوع تلویزون او ازادۍ راډيو له لیارې د خلکو غوږونو ته ورساوه، همدارنګه یې له افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې د خپل وروستي غبرګون په ترڅ کې داسې وویل:

«په اندړو کې چې څه کیږي هغه د امریکایانو یوه پروژه ده چې له تیرو دوه نیمو کلو راهیسې یې د سرحداتو وزارت ترنظارت لاندې تنظیموله او دادی اوس یې په پلي کولو لاس پورې کړی ، داخلک ټول غله او داړه ماران دي د سیمې خلک د هغوی ملاتړ نه کوي ، او دوی د بهرنیانو او حکومت د اربکیانو په څير کار کوي ، زه نه دا خلک تاییدوم او نه یې ملاتړ کوم دوی دنورو په لمسون جګړه پیل کړې یوڅو کلي چې دوی له طالبانو څخه نیولې هلته هم حالات ښه نه دي». http://www.afghanislamicpress.com

اوس به راشو دې ته چې ایا دغه جعلی پاڅون، صلیبی یرغلګرو ته څه لاسته راوړنې درلودلې او که ټولې هیلې یې په اوبو لاهو شوې؟

بالاخره، صلیبي یرغلګرو د دغه جعلي پاڅون په تعبیرولو سره هیڅ نظامي يا سیاسي ګټه ترلاسه نه کړی شوه، نور هم رسوا او له سختې ماتې سره مخ شول، هاغه څلور کلي (غونډو، عبدالرحیم ، صاحب خان ، ګنډیر، کنصف او قدم خیل) چې د اربکیانو او نورو لاسپوڅو تر ولکې لاندې وه، هغه یې هم د جنګ په میدان بدل شوه، اوسیدونکي يې له ډیرو اقتصادي اوټولنیزو ستونزوسره مخ شول، اربکیانو به هغوی ته ویل چې یابه له مونږسره د طالبانو خلاف وسله اخلئ او یا به له دغو کلیو بارېږئ .

د بیلګې په توګه دګنډهیر دکلي اصلي اوسیدونکي سید معصوم ،شیر محمد، شاګل اوشمس الحق اخنذاده چې د اندړو د ولسوالۍ په کچه د سیمي مشهوره کورنۍ او د نسب له لحاظه دنومیالي تاریخي شخصیت ملا مشک عالم (اندړ) په علمي متنفذې کورنۍ پوري اړه لري چې ټول اندړ یې له همدي امله خاص درناوی کوي ، خو هغوی ټول د جنګ له پیله د جعلي پاڅون د مشر لونګ فیضان لخوا چې د همدي کلي اوسیدونکی دی، د سختو ستونزو په ګاللو سره نورو کلیو او بانډو ته په کډه کولو اړ کړل شول.

د دغو پېښو رښتينوالی د اندړ مسلمان ولس ته پوره څرګند او سترګې ترې نه شي پټولی، هغه دا چې کله د ۲۰۱۲م کال د اګست په ۱۵مه نېټه لاسپوڅې ادارې د علي جان کلي ته دشپې مهال اربکيان ننه ايستل، هلته يې د کلي په مرکزي کلا کې ځای ونيو او ځايي اوسيدونکي يې له کلي ايستلو ته اړايستل. اربکيانو غوښتل چې د پوستو په افراز سره د شهاب خيلو او علي جان ترمنځ لاره هم بنده کړي، خو څرنګه چې د اربکيانو او د اندړو جعلي پاڅون مخکښان چې د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا له دې مخکې سخت ځپل شوي وه، د جنګ ساحه ورباندې محدوده شوې وه، د زیاتو اقتصادي او لوجیستیکي ستونزو سره مخ ول، نو دا ځل یې هم د مجاهدينو په وړاندې هیڅ بریالیتوب ترلاسه نه شو کړای، ځکه مجاهدينو په دې وروستي ځل مخکې لدې چې اربکيان په سيمه کې پښې ټينګي کړي، په ذکر شوې نېټه يې د شپې په يوه بجه د  دوی په لاس کې پاتې وروستيو دوه وو کليو کې د اربکيانو پرضد منظم برېدونه پيل کړل. دغې جګړې د سهار تر اوو بجو پوري دوام وکړ، ۲۴ اربکيان پکې ووژل شوه او ګڼ نور ټپيان شول، چې په علي جان کې اوه تنه، په شهاب خيلو کې اته تنه او نهه تنه نور اربکيان د مجاهدينو له لوري پر یوه خښ شوي ماين د اربکيانو  د جګړه ايزي وسيلې د ختلو پرمهال ووژل شول. په داسې حال کې چې د هغوي يو عراده جګړه ايزه وسيله له منځه تللي او زیاته اندازه وسله او مهمات (پنځه ميله آرپي جي ۷ راکټونه، دری پيکاوې او ۱۸ ميله سپکې وسلې)  مجاهدینو ته په لاس ورغلي دي.

دغه جعلي پاڅون که پخپله پاڅونوالو ته کومه نظامي یا سياسي لاسته راوړنه نه درلودله، خو بالمقابل د دې ګټه هم اسلامي امارت ته ورسېدله، ځکه نړيوالو ته څرګنده شوه، چې د صلیبی یرغلګرو پر وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ روان یوولس کلن ملي پاڅون، يو رښتینی، ملي اسلامي پاڅون دی، چې نه یې جعلي پاڅونونه مخه نيولي شي، او نه د دښمن نورې دسېسې د مجاهدينو پرمخ خنډ واقع کېدلی شي.

ګرانو لوستونکو!

د صلیبي یرغلګرو پر وړاندې د روان یوولس کلن ملي پاڅون، او د صلیبيانو لخوا د غزني په اندړو کې د هغو وحشي اربکيانو او لاسپوڅو جعلي پاڅون په اړه پورتنۍ پرتلیزه څېړنې څخه څرګندېږي چې د یرغلګرو پرخلاف ملي اسلامي پاڅون نه نیمګړی پاڅون دی، او نه په نیمګړو لاسته راوړنو بسنه کوي، بلکې داسې هر اړخیز او پوره پاڅون دی چې د اسلامي اهدافو، ملي ګټو او د ګران هيواد د ازادۍ، استقلال، او ځمکنۍ بشپړتيا په موخه رامنځته شوی، تر څو چې خپل هدف او منزل ته نه وي رسېدلی تر هغه به لا غځېږي او پیاوړی کېږي به، هیڅ ډول ستړیا، سستي او شاتګ ته به غاړه کښېنږدي. ځکه هاغه پاڅون چې په ناپوره هدفونو او نیمګړې لار کې پای ته رسېږي، ملی نه ګڼل کېږي.

دا هم ترې څرګندېږي چې افغان اولس ټول اسلامي امارت سره پوره ملاتړی دی، او ټول د صلیبي ټلوالې مخالف دي، ځکه چې په دې يوولسو کلونو کې تر اوسه داسې نه دي شوي چې د هېواد په کومه سیمه کې د صلیبي یرغلګرو د ډالر خورو څخه پرته ولسي خلک د طالبانو پر ضد راپورته شوی وي، او یا یې پرې برېدونه کړې وي بلکې په هر ځای کې د مجاهدينو ټولې جهادي اړتیاوې اولسي خلک پوره کوي او پوره همکاري ورسره کوي، خو بالمقابل د صلیبي نواکګرو لښکرو او د هغوی لاسپوڅو پر وړاندې افغان باتور اولس له پیله راپاڅېدلی دی، چا په ټوپک خپله مېړانه ورښودلې ده، چا د خپل ځان په غوښو او هډوکو فولادي ګذار ورحواله کړی دی، چا کوم خارجي عسکر په تبر یا کولنګ وهلی او چا پرې تېل شيندلي، او چا په ډبرو وژلی، که د چا دا ډول سرښندې او فداکارۍ یوه هم له وسې پوره نه وه نو بیا یې په قلم، ژبه او لاریونونو سره په ملي پاڅون کې ونډه اخستې ده.

خو بالمقابل د اندرړو جعلي پاڅون نه کوم سالم او مشخص ملي اهداف درلودل، او نه يې ملي بڼه درلوده، بلکې د امريکایانو پکې دوه ستر هدفونه وه، يو دا چې د صلیبي یرغلګرو پر وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د روان یوولس کلن ملي پاڅون کمزوري کول، او که دا هدف يې هم ترسره نه شي، نو لکه چې د هر یرغلګر دا عادت وي چې کله په کوم هیواد کې ماتي وخوري نو هلته یوه لانجه پرېږدي، بیا تښتي. نو ځکه امریکا او ملګرو یې هم د پخوانيو پاټکيانو او اوسنيو وحشي اربکيانو په يو ځای کولو او پیاوړي کولو سره وغوښتل ترڅو افغانستان څخه د امريکایانو تر وتلو وروسته د خپلمنځي جنګونو ډبره کېږدي، د همدې هدف لپاره يې، په کابل کې د خپلمنځي جنګونو پخوانيو تجربه کارو ډلو، د ځينو پلاوو سره اوږدې پټې خبرې اترې ترسره کړې، د دغو پټو خبرو نتيجه يې څو مياشتې وروسته د غزني د اندړو د پاڅون په نوم راښکاره شوه. چې الحمد لله د اتلو مجاهدينو له خوا يې ټولې دسیسې تس نس شوې.

خو ځينې اسلامپاله او وطنپاله سياسي شنونکي په دې باور دي چې صلیبي ټلواله به هيڅکله یادې دواړه ناوړه موخې ترلاسه نه کړی شي، ځکه اوسني مجاهدين د تېر دور د مجاهدينو سره دا توپیر لري چې په تېر جهاد کې ډېرو ګوندونو شتون درلود، چې همدا د ګوندونو ډېروالی د خپلمنځي جنګونو ستر لامل جوړ شوی وه، او په اوسني جهاد کې –الحمد لله- مجاهدين د یو تيار جوړ حکومتي نظام (اسلامي امارت) په درلودلو سره ټول سره یو موټی دي، د يووالي سمبولیز پیاوړی صف او کلک دریځ لري، چې د همدغه واقعیت په شته والي سره به –ان شاء الله- د صلیبي یرغلګرو یادې ټولې هڅې په سیند لاهو شي.

نو اوس دې  نړيوال، او د پردیو تراغیز لاندې ناخبره ليکوالان پخپله قضاوت وکړي  چې دغه جعلي پاڅون په کومه تله تلي اوکوم  مشروعيت ورکوي، د مزدورې کرايي رسنیو، وار له مخه جوړې شوې تبصرې او له ځانه جوړ شوي خبرونه څومره له واقعیته لیرې ګڼي، او څرګنده دې کړې چې افغان مجاهد ولس د چا ملاتړی دی،  د اسلامي امارت ، او  که د صلیبي یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو.

ماخذونه:

د افغانستان په پاک حريم د تيري په اړه په کابل کې د ۱۴۲۲/۷/۳ ه‍‍‍‍‍‍‍ـ ق نېټې د علماء کرامو د سترې غونډې پرېکړه ليک او شرعي فتوی، چې د دغې فتوا په پای کې د امیر المؤمنین پیغام هم دی.

الاماره ویبپاڼه، ټول افغان ویبپاڼه، نن ټکی اسیا ویبپاڼه، صدای افغان ویب پاڼه، روهي ویبپاڼه. بېنوا ویبپاڼه. افغان اسلامي اژانس، پژواک خبري اژانس.


لیکوال: اجمل غښتلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x