
ویتنام: د ازادۍ د ورځي په ویاړ ۱۸ زره بندیان وبخښل شول
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه ۱۳۹۴ل): ویتنامي چارواکو پرون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ازادۍ د ورځې په ویاړ به ۱۸۵۰۰ څخه زیات بندیانو ته عامه عفوه اعلان کړي.
په بخښل شوو بندیانو کې هغه ۱۳۵ سیاسي بندیان چې د ویتنام حکومت نیولي، شامل نه دي.
ویتنام حکومت چارواکو ویلي چې د ولسمشر ترونګ تان سانګ د رسمي حکم پر اساس به ۱۸۵۳۹ بندیان خوشې کړي.
د ویتنام د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کیم نجوک ویلي چې ددغو بندیانو له منځه چې د دوشنبې په ورځ به خوشې شي، ۳۴ بهرنیان دي چې له منځه یې ۱۶ چینايي، ۶ مالیزیايي، ۶ لاوس او ۲ استرالیاوي اتباع دي.
ویتنام د ستمبر په دوهمه ورځ د فرانسې څخه د ازادۍ ورځ لمانځي. دغه هېواد دغه ورځ د فرانسې څخه په ۱۹۴۵ز کال کې د فرانسې څخه ازادي ترلاسه کړې وه.