
مالیزیا د کویټ لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۴ل): نن د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې د مالیزیا د ۱۹ کلنو لوبډلې د کویټ د ۱۹ کلنو لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې مالیزیا د کویټ لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د مالیزیا د ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پریکړه يي وکړه. د کویټ د ۱۹ کلنو لوبډلې په ۴۹.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.
د کویټ د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره بلال طاهر په ۷۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۷ او محمد میزان علي په ۴۰ توپونو کې د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي شول.
د مالیزیا د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره مهاتر رضالي درې، ویراندیپ سینګ او سید عزیز دوه دوه ویکټې او محمد حفیظ، پلانیاندي او ساتش یوه یوه ویکټه واخیسته. ساتش په مالیزیايي توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۸ اورونو کې یوازې ۳۱ منډې ورکړې.
د مالیزیا د ۱۹ کلنو لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۳۷ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ویراندیپ سینګ غوره توپ وهنه په مرسته پوره او سیالې لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.
د مالیزیا د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره ویراندیپ سینګ په ۱۳۰ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د کویټ ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره مشتاق احمد او عبدالصادق یوه یوه ویکټه واخیسته. د کویټ په توپ اچوونکو کې ارش برکت علي تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۴ اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې خو د ویکټې په اخیستلو بریالی نشو.