ورزش

سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو په وړاندې په ۱۶۵ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې عربستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې د اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلې د عربستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته په ۱۶۵ منډو سخته ماتې ورکړه.

اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلې په ټاکل شوي پنځوسو اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۸ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لپاره هولمز په ۱۰۳ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۷، رابل په ۶۵ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۵ او ریان محمد په ۳۹ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۴۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د سعودي عربستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره عمر امتیاز او زین درې درې ویکټې، ارسلان دوه او عدنان خان یوه ویکټه واخیسته. د سعودي عربستان په توپ اچوونکو کې فیصل خان تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۲ اورونو کې یوازې ۶ منډې ورکړې.

په ځوابي توپ وهنې کې د سعودي عربستان د ۱۹ کلنو لوبډلې یو ځل بیا شرموونکې توپ وهنه وکړه. د سعودي عربستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په ۲۳.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۹۳ منډې جوړې کړې.

د سعودي عربستان ۱۹ کلنو لوبډلې شپږ لوبغاړي فیصل خان، فرقان سمیر، زین، عدنان خان، ابراهیم بیګ او سمیع موشي له کومې منډې جوړولو پرته وسوځیدل. محمد مدثر دوه، فرهان پټېل شپږ او عمر امتیاز یوه منډه جوړه کړه.

د سعودي عربستان لپاره یوازې محمد زیاد ښه وځلید او غوره لوبه يي وکړه. محمد زیاد په ۷۲ توپونو د نهو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۱ منډې جوړې کړې.

د متحده عربي اماراتو ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره پونجا څلور، کاوي او رابل دوه دوه ویکټې او احسن علي خان یوه ویکټه واخیسته. د اماراتو په توپ اچوونکو کې کاوي تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۵ اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x