نظــر
له ولس نه نا خبره ،او له پوهې نه پردی!

امریکايي اشغال ته دوستي او همکاري وايي، فساد، فحاشۍ، عریانۍ او بد اخلاقۍ ته پرمختګ وايي، درغلۍ، غلا، چور او چپاول ته حکومتداري وايي، لنډه دا چې څه یې په مغزو کې را وګرځي بس همغه سم ورته برېښې.
نوموړی چې ځان ولس ته ډېر ور لنډ ګڼي، او دولس په دردونو ځان خورا دردمن ښيي، دومره له ولس نه ليرې او پردی دی چې تصور یې نشي کېدای! نوموړي ګومان کړی یا یې خوب ليدلی چې دژېړۍ ولسوالي په هلمند کې ده!!! او په دې خو یو عادي افغان هم پوهېږي چې ژېړۍ په کندهار کې ده نه په هلمند کې، مګر دولس په درد دردمن غرب ځپلی دولس غمونو دومره په سر اخیستی چې اوس یې ژېړۍ له کندهار نه هلمند ته راوستلې ده!! او په دې هم نه پوهېږي چې دده په څېر غرب زده ګانو د کندهار په ژېړۍ کې لکۍ په سر اړولې دي او که دهلمند په ژېړۍ کې ؟!!
دا یې هم په هر صورت په بل ځای کې بیا ددې لپاره چې ځان په دین پوه وښيي هڅه یې کړې په خپل غرب زده فکر باندې خلک له دین نه آګاه کړي، نو ورته وايي چې دطالب شعار د( ولوله ) پر ځای ( ووژنه ) دی، مګر غرب زده له دې نه نا خبره دی چې ( اقرأ ) او ( قاتل ) دواړه د الله جل جلاله حکمونه دي، الله تعالی په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کریم کې خپلو بندګانو ته هم د (ولوله )امر کړی او هم یې ورته د ( جګړه وکړه)، او ( ووژنه )حکم کړی، او هر یو په خپل خپل ځای کې، کله چې مشرکینو پر مدینه منوره باندې یرغل راوړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته داسې نه ویل چې منډه کړۍ قلم او کاغذ راواخلۍ، قرآن کریم راواخلۍ چې درسونه ووایو، بلکې ټولو ته يې دتورې ، غشو اولیندیو د رااخیستو حکم وکړ، او ده مبارک خپله هم وسله را واخیسته.
دا سمه ده چې په اوس وخت کې ټول له یوې مخې توره او ټوپک نشي را اخیستلی، ځینې به ددښمن په وړاندې توره را اخلي، ځینې به قلم را اخلي، ځینې به خپله ژبه او علم د دښمن دځپلو او دخپل ولس دپر مختګ لپاره کاروي، خو دا چې دغرب زده په خوله ټول له یوې مخې قلم را واخلي، توره او ټوپک امریکایانو ته تسلیم کړي، په هېڅ صورت درسول الله صلی الله علیه وسلم له منهج او دقرآن کریم له مبارکو ارشاداتو سره اړخ نه لګوي.
هغه څوک چې ځان افغان ، بلکې ځان دافغان ولس استازی او په درد يې دردمن بولي، یا یې ښيي، په داسې حال کې چې دافغانستان ولایتونه او ولسوالۍ نه پېژني، نو د دا رنګه بیچاره ګي له علم او پوهې سره څه ؟
بس اوس دیموکراسي ده، هر څوک دپاک قلم او سپېڅلي علم پاک ټکي دخپلو عقدو لپاره کاروي، الله تعالی دې زمونږ په ګران وطن او ټوله نړۍ کې سپېڅلی رېښتینی اسلامي نظام چې دټولو ستونزو حل او هواری دی زر تر زره راولي. آمین.
ایمل صادق