
د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) په اړه زما د ژوند څو خاطرې
ملا عبد السلام ضعیف
په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر
بسم الله الرحمن الرحیم
مشرملاصاحب زه له هغه وخته پېژنم چې هغه د جهاد په دوران کې د مرحوم حفیظ الله اخندزاده صاحب په جبهه کې یو عادې مجاهدو، داسي مجاهد چې دمرحوم ملا نیک محمد اخند سره چې د روسانو په مستقیم برید کې یې سر د تنه جلا سو یو ځای او دوی دواړه جهادې ملګرې و، د نوموړي جهادي کارنامې د پنجوايې او میوند ډیرو پخوانیو مجاهدینو ته معلومیدې.
ملا نیک محمداخند د ارزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ اوسیدونکی و، ډیر متواضع، ارام ، خاموش او د لوی زړه لرونکی انسان و، هغه کله کله په یواځې ځان سره د روسانو د سرو لښکرو په وړاندې جګړه او عملیات کول، په یو وخت کې به یې درې ډوله سلا له ځان سره عملیاتو ته وړله، او په یواځي ځان به یې د روسانو او کمونسټانو سره داسي جګړه کوله لکه د یوې لويې جبهي جنګ ، د ده سره په عملیاتو کې ډیر لږ کسان شریکېدل، ځکه چې دهغه سره عملیاتو ته تګ داسي و لکه فدای حمله کول، او دا ډول جګړې ته زړه ښه کول یقيني ګران کار دی.
محترم مشر ملا صاحب یو له هغو کسانو څخه و چې د ملا نیک محمد اخند سره به یې يو ځای په ډیرو عملیاتو کې برخه اخسته.
مرحوم ملا صاحب درې ځله زما تر قوماندې لاندې د روسانو په وړاندې په عملیاتو کې برخه اخستي او څو ځلې په ګډو عملیاتو کې موږ يو ځای د افرادو په توګه له روسانو او د هغوی پلویانو کمونسټانو سره جګړه کړې ، وروسته د طالبانو په وخت کې زه د مرحوم ملا صاحب عسکر سوم او په دې سره افتخار کوم.
مرحوم ملا صاحب د ډیرې زیاتې حوصلې او پوره اطاعت څښتن و، لوی جرئت یې درلودی، نورو مجاهدینو ته یې به يې لوړ مورال ورکاو، د جګړې په میدان کې چې به هر طرف ته هغه مرحوم سنګر ونیو، دهغه طرف څخه به سړی پوره ډاډه و، هيڅکله یې وارخطایې نه درلوده او نه یې دښمن ته سنګر پري ايښی دی.
محترم مشر ملا صاحب د جهاد په وخت کې د طالبانو او د هغوی سره نږدې نورو جبهاتو د مجاهدینو په منځ کې ډیر محبت درلودی، د هغه جرئت، اخلاق او صداقت هر ملګری دیته لیواله کاو چې د هغه سره انډیوالي او ملګري وکړي،
محترم مشر ملا صاحب چې کله د ځينې موضوعاتو پر سر د حفیظ الله اخندزاده له جبهې څخه ولاړی، خپلو ملګرو مجبوره کړ چې د مجاهدینو یوه وړه دلګۍ جوړه کړي، هغه دکندهار – هرات دسړک غاړې سره د سنګحصار سېمه د اډي په نامه کلي کې یو کوچنی اوطاق (د مجاهدینو ټولی) جوړ کړ، د اطاق مصارف به یې دخپلو مجاهدو ملګرو دامامتونو د زیرو (له کلي څخه د ډوډۍ راټولول) او زکاتونو د پیسو څخه پوره کاو، تر څو يې وروسته خپل د مجاهدینو کوچنی ګروپ (ټولی) د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم سره رسمي کړ، خدای سته چې ښه چڼل سوې او با احساسه ملګرې یې درلودل، چې ملابرادر، غازي، ملا عبد السلام، یارانه او نور…
د مرحوم مشر ملاصاحب یوه سترګه په سنګحصار کې د جهاد په وروستي وخت کې د عملیاتو پر مهال دالوتکو د بمبارد له کبله شهیده سوه، د ده سره یو ځای په هم هغه ورځ مرحوم ملا نجیب الله اخند هم زخمي سو، ملاصاحب مرحوم په همهغه زخمي حالت کې د پاشمول په عملیاتو کې برخه واخسته، یوه ورځ یې هم استراحت ونه کړ.
د ډنډ ولسوالۍ په تیموریانو سېمه کې مرحوم مشر ملاصاحب د روسانو اوه ۷ ټانګونه په داسي حال کې په راکټ وویشتل چې په نوبت به د روسانو ټانګونه د مجاهدینو د سنګرونو پر لور د جګړې له پاره را مخکې کيدل، په هغه جګړه کې مرحوم مشر ملا صاحب او مرحوم ملا عبید الله اخند چې بیا د ملي دفاع وزارت وزیر سو، مجاهدینو ته يې نجات ورکړ، د روسانو مجهزه قوه یي د پوره شکست سره مخ کړه، مرحوم حاجې ملا عبید الله اخند داخرني ټانګ د ويشتلو سره يو وخت کې سخت زخمي سو.
مرحوم ملا صاحب یو د هغو مجاهدینو څخه و چې په کندهار کې یي په زړه ورتوب شهرت درلود، په کندهار کې یو شمیر مجاهدین و چې د زړورتوب له کبله ډیر مهشور و، چې اوس هغه ټول شهیدان سوې، د مرحوم مشر ملا صاحب په شمول دغه کسان لکه شهید ملا خواص اخند، مرحوم ملا محمد اخند، مرحوم ملا فدا محمد اخند، مرحوم ملا معاذ الله اخند، مرحوم ملا نیک محمد اخند، مرحوم ملا بور جان اخند، مرحوم طالب جان، مرحوم ملا عبید الله اخند، شهید ملا رحمت الله او ځينې نور…
د مجاهدینو تر بریالیتوب وروسته مرحوم مشر ملا صاحب خپل اطاق په مدرسه بدل کړ، دیني درسونو ته یې مخه کړ، خپله يې هم دینې درسونه ویل او هم يې ملګري مکلف کړي وه چې درسونه ووايې، له دې سره سره يې د کلي کوچنیو ماشومانو ته هم دینې درسونه ویل، ،تر څو حالت دیته ورسیدی چې خلکو ملا صاحب په دې مجبوره کړ چې د خلکو ته د ظالمانو او نامسؤله وسلوالو د نجات له پاره د یوه سپيڅلي غورځنګ (دطالبانو اسلامي تحریک) رهبري په غاړه واخلي.
د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د مشرتابه انتخاب
محترم ملا صاحب خپله ځان مشرتوب یا امارت ته نه دی انتخاب کړی، نه هم د قوم پر بنیاد، نه د تعلیم د سویې د اوچتوالی له کبله، نه د مالداري او شتمني له کبله او نه هم د نظامي او بل قوت له کبله هغه مشر سوی ، د هغه د مشرتابه د انتخاب معیار یواځي ښه او پاکه جهادي سابقه، د قومیت او قوم پرستي څخه پاکوالی، د هغه پاکې، رښتنولي او لویه تقوی وه، او دا ټول د هغه هغه خواص و چې د جهاد په جریان کې مجاهدینو تجربه کړی وه، او هغه د همدې درانه مسؤلیت له پاره وړ او مناسب کس وبلل سو، د مرحوم ملا صاحب انتخاب د ډیرو خت او زیاتو سلا او مشورو وروسته رامنځ ته سو، ځينو قومندانانو کوشش کاو چې انتخاب بل لور ته واړوي، دغو قومندانو له انتخاب مخکې او وروسته پوره تلاښ وکړ چې مشرتوب بل لورته واړوي، ولي د مجاهدینو د بې کچې مينې چې له مرحوم ملا صاحب سره یې درلودله، دوی ونه توانېدل.
د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد درانه خواص
تر ټولو لوی صفت د مشر ملا صاحب دا و چې شریعت یې د ټول ژوند،کړنلارو او کارونو معیار ټاکلی و، هره فیصله او موضوع چې به ورته ورسېده، تر هر څه لومړی به یې د شریعت په رڼا کې پریکړه او عمل کاو، هغه پریکړه او مسئله چې د شریعت موافق به وه، هغه به یې عملي کوله ، اوکه به د شریعت خلاف وه هغه به یې سمدستي ردوله.
دوېم : دهغه د ټول پرسونل او کارکوونکو انتخاب د تقوی او یا هم د لیاقت پر بنیاد وو، تر هغه ځایه چې د ده علم ورته رسیدلای وای تقوی لرونکې او یا هم لایق کسان يې ګمارل، که څه هم ډیرو خلکو ته به دا معیار د سوال خبره وه.
درېم: لکه څنګه چې عمر نومیدی همداسي هغه د حضرت عمر (رض) غوندي د پوره صداقت خوی درلود، نه یې چاته دوکه ورکوله او نه خپله تر پایه د چا له خوا څخه دوکه سو. او دښمنانو د دوستۍ او دښمنۍ په دواړو حالتو کې پوره کوشش وکړ چې هغه ته دوکه ورکړي، ولي ونه توانېدل.
څلورم: هغه رښتونی او پاک انسان و، هیڅ نوعه اخلاقي او لساني کمزورتیا یې نه درلودله ، هغه دروغ ویل نه خوښول، او نه يې له چا سره چل او دوکه خوښېدله، نه یې بې ځایه او بې مانا خبرې کولې او نه یې بې ځایه وخت تیراوه.
پنځم: هغه د غریبو او ساده خلکو سره مینه درلودله، د یتیمانو او معیوبو خلکو د حال څخه یې ځان خبراوه، پخپل ځاني او کورني ژوند کې ساده او هم یې ساده ژوند ته ترجیح ورکوله
شپږم: هغه د بل چا خبره په ډیرو سړو مغزو او پوره حوصله سره اوریدله، بیا يې د هو یا نه جواب مقابل لوري ته ورکاو، په خبرو کې یې د چا سره ډیره مشاجره نه کوله، په وعده باندې یې وفا کوله، دخولې او زړه خبره یې هر وخت یوه وه. د متین عزم څښتن و، په هر کار کې به یې پریکنده عمل کاو.
اوم: د ښو او متدینو خلکو سره یې زیاته مینه کوله، دعلماء کرامو احترام به یې کاو، د هغوی خبرو او مشورو ته به يې ځانګړي پاملرنه کوله
تر کومه ځایه چې زه مرحوم ملاصاحب پېژنم، د یوه مؤمن مسلمان په توګه دهغه په حق کې دخدای پر وړاندې په لاندې څو شیانو شاهدي ورکوم:
اول: د الله جل جلاله سره د هغه په اخلاص او رښتنولي باندې. هغه خپل ځان هر وخت دخدای جل جلاله شریعت ته تسلیم کړی و، د دین د شرایعو او د دین دعلماء کرامو عزت یې کاو د الله جل جلاله کتاب قران کریم یې دځان او ملت له پاره دستور او قانون ګرځولی و، ټولو ملګرو ته یې د خیر توصیه کوله.
دوېم: هغه د هر ډول قومي او منطقوي تعصباتو څخه پاک انسان و، د هر چا سره یې معامله په تقوی باندې وه.
درېم : هغه د هیچا پر وړاندي، درواغجن، دوکه باز او خاین نه و.
څلورم: هغه پاک نفس او پاک لمن انسان و.
پنځم : د هغه دوستي اودښمني په شخصي تعصب نه، بلکي د خدای جل جلاله د دین او شریعت پر بنیاد وه.
شپږم: هغه خپله مباشر ظالم نه و، او نه یې بل چا ته په ظلم سره امر کاو، نه یې د ظالم دفاع کوله.
د هغه ټینګ عزم
کوم وخت چې امریکایانو پر افغانستان د برید تکل کړی و، په سېمه کې د امریکا په مرسته او لمسون سیمېز مخالفتونه او تحرکات زیات سوې و، ګاونډي هيوادونه هم د وخت او موقع څخه د پوره استفادې په فکر کې و، د امریکايې استخباراتو پر له پسي وفدونو به د پاکستان او ایران د پټو اجنسیو سره لیدنې کتنې کولي، او معلومات به يې یو بل سره تبادله کول، د همدې مجلسونو ځينې معلومات به د مرحوم ملاصاحب پوري هم رسیدل، هم د سیاسي معاملو خبره کیدله او هم د زور او جنګ خبره ګرمه وه، متاسفانه چې کله هم صادق قاصد د ستونزې د حل لارې د لټولو له پاره ونه موندل سو، تر څو سالم او د فاصلو د کموالي پېغام د طرفینو تر منځ تبادله کړي، تر دې چې د امریکا له خوا د حملې او جګړې خبره د شک څخه یقین ته ورسیده، له مطبوعاتي ډګر څخه عملا نظامي برخورد ته خبره ورسیده.
که څه هم حالت ډیر ترینګلی سو، ساحه پر طالبانو تنګه سوه، تصامیم یقیني سول، بیا هم مرحوم ملا صاحب خپله حوصله د لاسه ورنه کړه، د خپل عزم څخه په شا نه سو او نه یې هم هیڅ ډول معاملې ته سر ټیټ کړ، خپله يې هم د مقاومت لاره غوره کړه او خپلو اتباعو ته یي هم د مقاومت توصیه کوله، تر دې چې دده دغه لوی عزم او په افغاني غیرت توکل ډیر لوی تغیرات هم راوستل.
د هغه مرحوم وفات او له دي فاني دنیا څخه د تل له پاره کوچېدل
دا به د نړۍ په تاریخ کې ډیر شاذ او نادر واقعات وي چې د داسي لویو چلنجونو او نړیوالو څارګرو ادارو په موجودیت کې دي داسي یو انسان چې پرته له الله ج بله هیڅ اسره ونه لري، داسي یو انسان چې د غلیمانو له پاره تر ټولو لومړی مطلوب وي، داسي یو انسان چې پنځه ویشت ملیونه امریکايې ډالر یې پر سر باندې جایزه ايښودل سوې وي، یواځي دا نه چې هغه ژوند وکړي بلکې د مقاومت دومره لوی قوي صف هم په متحده توګه رهبري کړي، او تر دیارلسو کلونو پوري دا مبارزه جاري وساتي.
موږ په اوسني تاریخ کې د عراق او ليبیا دوه رئیسان ولیدل چې د مقاومت وروسته د لږ وخت له پاره هم ونه توانیدل چې ځانونه وساتي او یا هم مقاومت وکړای سي.
د مرحوم ملا صاحب کوچېدل د ابو ذر غفاري رضي الله عنه غوندې هم نه وه ، هغه په خپل دیارلس کلن مقاومت کې نه د وطن څخه وتلی او نه یې د خپلو دوستانو او قریبانو حتی دخپلو ازواجو او اولادونو سره ملاقات سوی دی، په داسي حال کې یې له دنیا څخه سترګې پټې کړي چې نه د هغه د صحت درملنه وسوه، نه چا ورسره د مرګ په وخت کې څه ډول چې لازم و خواخوږې کولای سوای، نه چا د هغه سره د اخري سلګۍ په وخت کې چې د مظلومیت سترګي ور اوړي تلقين ورکړ، او نه هم چا ورته تسلي ورکړه.
ابي ذر غفاري رضي الله تعالی عنه که څه هم یوازي سا ورکړه خو د هغه میرمن او لور یې د مرګ په وخت او صحابه کرام یې د تدفین او تکفین په وخت کې حاضر و، ملا صاحب مرحوم چې دنړۍ د د جالي قوت په وړاندې يې د مقاومت ږغ پورته کړی و، د ډیر مظلوميت، پرديسۍ، تنهایې، مایوسي او محرومیت په وخت کې يې خپله مبارکه روح د مرګ داعي ته وسپارله، انا لله وانا الیه راجعون، نه چا ورسره غمرازي وکړه، نه یې څوک تکفین او تدفین ته حاضر سوه، الله دي جنة الفردوس ورته نصیب کړي. آمين
د هغه د ټینګ عزم نتیجه
ډیر خلک به وې چې د هغه سره به دښمني ولري، د هغه د نوم له یادولو سره به حساسیت ولري ، دلته څو ډوله تضادونه وجود لري، ډیری تربګنۍ هم تیري سوی دي، د هیواد د اشغال اړوند هم د تعاون او تردید موضوع شتون لری، د نه تعرف او نه علم ، دا ډول شخصي تعصباتو لړۍ هم ګرمه ده، له هم دې امله ده چې ځينې کسان به ما پر دې لیکنه هم ګرم وبولي، نیوکې او اعتراضونه به راباندي وکړي. زما جواب به سر له اوسه هم داوي چې له مرحوم ملاصاحب سره زما مینه او محبت د هغه په رښتنولي او حقانیت باندې و او وې به. کیدای سي زه تر ډیرو هغو خلکو مرحوم ملاصاحب ښه پېژنم چې دده سره نږدي اوسیدلي وي، کار یې ورسره کړی وي، زما تعرف تر هغه هم وړاندې وه، ماد ډیر غربت او سختي په وخت کې د هغه سره ملګرتیا کړی وه، هغه مې په سختو حالاتو کې تجربه کړی و، د همهغه وخت څخه مې پیژانده، د هغه په انتخاب کې مې خاص د الله جل جلاله د رضا او د وطن د نجات له امله ډیره هڅه هم کړی وه، بل دا چې که کوم معترض وي ، لومړی دي خپل په ګریوان کې سر ټيټ کې، د خپل ځان سره دي خپل قضاوت وکړي، چې دکومې لارې پلوی دی، او د بل سره یې دښمني یا تضاد پر څه دی.
لکه څنګه چې ما وړاندې ذکر کړه، د ده دپاک او قوي عزم په نتیجه کې هغه الله پاک د ظاهري او ښکاره ذلت څخه وساتی ، الله پاک هغه په ژوندون د خپلو دښمنانو په لاس ورنه کړ، نه یې هم د دښمنانو د ملګرو په لاس ژوندی ورکړ، سمه ده چې شهادت ډیر لوړ مقام دی، خو د دښمنانو پر وسایلو خدای جل جلاله هغه ته مرګ هم ور نه کړ، نه یې د دښمنانو زړونه ورباندې یخ کړل، او مرحوم ملا صاحب تر اخیرې سلګۍ پوري د دښمنانو شومو اهدافو ته ښه راغلاست هم و نه وایه.
دا چې کلیدي او مهمې رسنۍ د امريکا او د هغوی د متحدینو په مالي لګښت متکې ده، د هغوی د اهدافو له پاره کار کوې، په ډیر تکرار سره د سپین څخه تور او د تور څخه سپین جوړوي، ګرانه به وې چې د داسي دروند شخصیت کوم چې دنړیوال ښکیلاک پر وړاندې یې سرټيټ نه کړ د هغه د شخصیت حق دې په ځای پاته سي، ولي زه مطمئن یم چې ناپېلی تاریخ به د هغه د درانه شخصیت حرمت وساتي.
اوس چې هغه هسته وکوچېدله ډیر مهم او لوی سوال دادی چې ده دغه ناخوالي د کوم هدف له پاره تیري کړي؟ ولي يې دیارلس کاله دخپل ژوند خواږه ملګري یواځي پری ایښي و؟ ولي يې د داسي غربت او تنهايي مرګ ته ځان سپارلی و؟ دا هر څه يې د یو لوی اسلامی او شرعي هدف له پاره پر ځان منلي و، د یوه لوی کور ( افغانستان) دبچ کولو له پاره و، د یوه لوی پیغور (دښمن ته د خپل ځان یا مسلمان تسلېمول) څخه د ځان او خلکو ساتلو له پاره و، او د مسلمانانو د تیر تاریخ د ژوندي کولو، ساتلو او جوړولو له پاره، او داسي نور….
اوس چې دهغه دنده په بریالتوب سره پای ته ورسیده، د ساحل لمن ته رسیدلی و ، تر ډیره هغه په خپله دنده کې بریالی اوکامیاب پاته سو، هدف ته په میړانه ورسیدی، د استبدادې، چلباز، چالاکه او شیطاني دښمن پر وړاندې نه سر ټیټی تسلیم او نه یې تر پایه تنزل وکړ.
د نړۍ شیطاني نیواکګرو او د هغوی متحلفینو او خادمانو به د مرحوم ملاصاحب په مرګ سره خوشالي کړي وې، په ذم ویلو سره به یې ژبې ستړي سوې وي، ډیرو محبینو به یې د شریرو د شر له ویرې په سکوت اکتفاء کړې وې، خو په حقیقت کې هغه د تاریخ یوه ځلانده میړنۍ څیره وه، الله جل جلاله دي ورته مغفرت وکړي.
د امیر المؤمنین رحمه الله تر وفات وروسته یو څو د خواخوږۍ توصیې
د محترم امیر المؤمنین رحمه الله تر وفات وروسته یو څو د خواخوږۍ توصیې:
دا چې امیر المؤمنین رحمه الله خپله دنده په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د رحلت داعي ته يې لبیک ووایه نور د هغه مسؤلیت د ده ورسره بشپړ سو، الله پاک دې د اخرت دغه لوی سفر وهغه ته روښانه او اسانه کړي، دهغه د دې رحلت سره اوس نو دښمنانو ته یو لوی فرصت په لاس ورغی، منافقانو ته د نفاق زمینه برابره سوه، رقیبانو ته د انتقام اخیستو دروازه خلاصه سوه، او ځان غوښتونکو او شخصیت پرستانو ته د خیانت چانس پیدا سو، لنډه دا چې هرې بلا سر را پورته کړی، او د فتنو دروازې خلاصې سوې.
په داسي وخت کې دوستانو مخلصو، په ځانګړي توګه مسؤولیت لرونکو کسانو ته څه په کار دي:
لومړی: هر ډول اختلافاتو ته د پای ټکی اېښودل او په دغه اور اوبه تویول.
دوېم: هر کار کې مشوره کول او د خپلو ملګرو د نظرونو احترام او درناوی کول.
درېم : په ملګرو حسن الظن کول او د هر ډول تخریب ، افترا، او تورونو څخه ځانونه ساتل.
څلورم: د خود خواهی، جاه طلبۍ او تکبر څخه ځانونه ليري کول.
پنځم: د قوم، سیمې، او ژبې په نومونو د مرداریو، بدبویو او تعصباتو څخه تېښته کول.
شپږم: د صف د یووالي له پاره هرې قربانۍ ته تیاریدل او په دې لاره کې تحمل ، زغم او تواضع کول.
اووم: باید دې ته د ټولو پام وي چې په دې وخت کې به دښمنان او منافقین د نفاق اچولو له پاره ډیري تیزي منډي پېل کړي او هر مهم سړي ته به د خواخوږي او دوست په نامه ځانونه ور نږدې کوي، د همدوی د دامونو څخه ذهنونه او مغزونه خوندي ساتل.
اتم: د هر ډول مشکل او ستونزو دحل له پاره باید د خپلو افغاني علماء کرامو او بانفوذو اشخاصو څخه استفاده وشي او د دوی په منځګړيتوب سره ستونزې حل شي، ځکه افغانان زموږ د ټولنې په درد او درمل ښه پوهیږي، د ستونزو تشخیص ښه کولای شې، او ښه نسخه هم ورته موندلای سي.
نهم : اصلاحي اختلاف او یا هم اختلاف نظر ته په اهمیت سره کتل ضروري ده، تر څو د قناعت لاره وموندل سي، کنه نو د کوچنیو اختلافونو څخه هر وخت لویې ستونزې جوړیدلای سي، البته که توجه ورته ونه سي.
هره ټولنه یا مقاومت چې دیوه فکر او هدف له پاره متعهد وي هیڅ کله نه خرابیږي، په دې شرط چې یوازې فکر او هدف ورته مهم وي ، نه شخص او اشخاص، ځکه شخص د فکر په تړاو ارزښت لري او بس، او که په دغه ټولنه کې شخص یا اشخاصو تر فکر زیات ارزښت وموندی هغه وخت به ټولنه دخرابۍ خوا ته روانیږي ، که داسي اثار ولیدل سي باید مخه یې بیرته د فکر یا فکري محتوی سره سم ونیول سي، ځکه هر کله چې شخص یا اشخاصو ته تر مفکورې اهمیت ورکول سي هغه یا هغوی به ضرور فکر یا فکره د خپلو منافعو یا اغراضو قرباني کوي، لکه څنګه چې د شخص عمر لنډ دی نو همدومره به د هغه فکرې / فکر عمر هم لنډوي، ځکه چې دده د شخصیت دا ډیر اهمیت به د فکرې یا فکر اهمیت تر خپل سیوري لاندې راولي او داسي مثالونه اوس په دنیا کې خورا ډیر دي، او بېساري ناخوالې یې هم راولاړي کړي دي، د یوې فکرې ټولنې له پاره متعهد شخص یوازي د فکرې سمبول په توګه کارول کیږي، نه د هغه شخص د اهمیت په توګه، او دا شخص باید هیڅ کله هم دومره مهم نه سي چې دی یا نور خلک فکر وکړي چې دا وړۍ بې له ده نه شړۍ کیږي. که خبره همداسي سوه بیا نو د هغه د بې ځایه کیدو او بېلارې کیدو سره ټول ارمانونه خاورې کیږي، هیڅ وخت باید یوه فکرې ټولنه دشخص یا اشخاصو تر وجود پوري محدوده نه وې ، او نه هم دهغوی د خواهشاتو قرباني سي.
زما په نظر په دغه مهم او اساس وخت کې اختلاف ته لمن وهل، یا د اختلاف اصل ته وده ورکول، داسي مانا لري لکه خپل د سنګر ملګرې چې د دښمن طرفته يې مخه وې او د حراست یا مقاومت په حال کې وي، دښمن یي هم تيښتې ته اړ کړی وي، خو د شا له خوا يې خپل ملګری پرې حمله وکړي او په څټ کې يې پر برچه ووهي، په دې کار سره به دښمن دوې ګټې لاسته راوړي، یو دا چې دشکست مخه به يې ونیول سې او بل دا چې په ده پسې تعقیبونکی دښمن به په خپله له منځه ولاړ سي.
هیڅ یوه ټولنه که څه هم وړه وې تر هغه پورې له منځه نه ځي تر څو چې خپلې پولې ( د پښتو پوندې) په خپله ونه وهي، او له خپل دننه څخه ونه وهل سي، همدا وهل اختلاف او د یوه او بل د پښوو هل دي، هيڅ حکومت له منځه نه ځي تر څو چې له خپل منځه تخریب نه سي، هیڅ مقاومت نه سي ختمېدلای تر څو چې په خپلو ملګرو باندې یې باور ختم نه سي.
او که مسؤل شخص او یا اشخاص داختلاف د ورکولو له پاره، د صف د توحید له پاره یا د قدرت په تمه، یا د قدرت څخه د لیري کیدو د قربانۍ په خاطر تقصیر کوې نو الله جل جلاله به یې دعزت پر ځای خامخا د ذلت سره لاس او ګریوان کړي، او د دنیا او اخرت دروند مسؤلیت به یې هم په ذمه باندې پاته سي.
د منځ خبرې وړونکي ، غوړمال او حقیقت منحرف کونکي ته دې الله جل جلاله هدایت وکړې، دوی هم باید د هغه خدایه څخه وبیریږي چې سبا ته ورتلونکې دي، دبل له پاره او د کومې تمې په خاطر دي ددې لوی صف د وېشلو سبب نه کیږي.
دا ځکه چې د صف توحید ساتل د سولې او امنیت له پاره خورا مهم او د هرې فیصلې ضمانت کولای سي، موږ د افغاني قضیې ژوندي شاهدان یو چې د صف تفرق مو ګټلي ګټې د لاس څخه وایستي او ناخوالي يي تر اوسه هم ګالو، د ټولو افغانانو په اختلاف کې په ځانګړي توګه د طالبانو په اختلاف کې د دین او وطن د دښمنانو ګټې او زموږ د ټولنې تباهي نغښتي ده.
الله جل جلاله دي ټول افغانان په دې باندې متحد کې چې د اختلافاتو پر خلاف سره یو شي، او د نفاق جنازه په مهارت سره د خپل ټاټوبي څخه وباسي.
د خپلواک او ازاد هیواد په هېله
ملا عبد السلام ضعیف
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! ښاغلی ضعیف صاحب الله مو له مونږ او د ګردی دنیا مسلمانانو سره په خپلو نیکو هدایاتو پابند ژوندی لره! ښاغلیه پردی باندی له ما څخه تاسی بهتر د پوهی او د ژوند تجربی او له بل هر اړخه ښه پوهیږۍ چې هر څوک مسلمان ده د اسلام الهی دین له ټولو شعایرو سره مینه لري او په خپل سر او مال يې ملاتړ کوي، خو دلته بیا ځيني د شخصي ناپوهی له امله او ځینی هم د شک(چې دا هم د ناپوهی سبب، او ډېر دی دمنافقت تبلیغاتو اوریدو او لیدو سبب) ددی له… نور لوستل »
مجترم ضعیف صیب له تاسونه یوه دنیامننه. په زره پوری اوپرحقیقت ولاره لیکنه موکریده. الله جل جلاله دی آباد لره
محترم ملا صاحب الله رب العزت دي ژوندی لره. ټولي پر واقعیت ولاړي خبري دي، خو په بیا بیا ویلو چي ارزي او سړی يي باید ګردان صغیر تري جوړ کړي هغه دا خبره ده. اتم: د هر ډول مشکل او ستونزو دحل له پاره باید د خپلو افغاني علماء کرامو او بانفوذو اشخاصو څخه استفاده وشي او د دوی په منځګړيتوب سره ستونزې حل شي، ځکه افغانان زموږ د ټولنې په درد او درمل ښه پوهیږي، د ستونزو تشخیص ښه کولای شې، او ښه نسخه هم ورته موندلای سي. ډیر مفادپرست مي په خپله ولیدل چي پردیو ته وايي… نور لوستل »
الله دی یی دابوضر رض سره جنت پیردوس په نصیب کی
د مرګ په هکله یی خبری ګنګی دی ستاسی په لیکنه کی هم وضاحت په سمه توګه نه دی ورکول شی – چی چیرته او څنګه او ولی پټ پاتی شو؟؟؟؟ هیله ده اصلاحی معلومات بل وار واچوی
سلام علیکم وروره تاسو ډیر شه وفرمایل د ملاصاحب په باره کی موژ پدی وطن کی ډير شه شه کسان درلودل او وس یی هم لرو موژ افغانان داسی یو خاصیت لرو کله چی کوم قهرمان ژموژ ژوندی وی هغه په بل نوم یا قبیله یا دبل چا لپاره کار کولوباندی نومو چی بیا کله مړ شی بیا یی افسوس کو د ملا عمر شهید یوه ناکامی داوه چی دی تنها په قندهار یا ارزکان کی شه زړه ور او قوی جهادی وه او یایی شه کارونه کړی ول اما که چیری ده داحمدشاه بابا د مور نصیحت ته فکر… نور لوستل »
مختر ضیف صاخب سلام هیله کوم یوه خاطره د باکستان پولیس راته ولیکه کله چه امر یکا یانو ته سپارلی
ماشاءالله ضعیف صیب،یقینً ډیره تاریخی لیکنه ده. ضعیف صیب تاسی ته به معلومه چی پیغمبر ص فرمایلی:یو مسلمان د بل مسلمان شیشه (mirror)ده،نیوکه نه کوم د یو مسلمان په هیس خپل حق اداء کوم، هغه داسی چی اکثریت لیکنو کی مونږ مرحوم(رحم پری شوی) حال داچی رحم کول یا نه کول د الله تعالی کار دی،د مرحوم پر ځاي چی ماشاءالله ضعیف صیب،یقینً ډیره تاریخی لیکنه ده. ضعیف صیب تاسی ته به معلومه چی پیغمبر ص فرمایلی:یو مسلمان د بل مسلمان شیشه (mirror)ده،نیوکه نه کوم د یو مسلمان په هیس خپل حق اداء کوم، هغه داسی چی اکثریت لیکنو کی… نور لوستل »
ماشاءالله ضعیف صیب،یقینً ډیره تاریخی خاطري مو شریکی کړی دي.
ضعیف صیب تاسی ته به معلومه چی پیغمبر ص فرمایلی:یو مسلمان د بل مسلمان شیشه (mirror)ده،نیوکه نه کوم د یو مسلمان په هیس خپل حق اداء کوم، هغه داسی چی اکثریت لیکنو کی مونږ مرحوم(رحم پری شوی) استعمالوو، حال داچی رحم کول یا نه کول د الله تعالی صفت دی،د مرحوم پر ځاي چی رحمه الله (الله دی پری رحم وکړی ) کلمه به ډیره مناسبه وی او بل داچی دعا ده الله پری خوشحله کیږی.باید ښادی او غم کارتونو کی هم د مرحوم پر ځای رحمه الله استعمال کړو.مننه
الله دی خیر درکړی جناب ضعیف صاحب په زړه پوری لیکنه وه اګر چی وخت راسره کم وو خو بیا می هم مطالعه کړه
ضعيف صيب ته الله تعالي اجرونه دركړی
د مشر ملا صیب د نورو ملگرو خخه هم هیله لرو چی خپل خاطرې مونژ سره شریکه کړی.
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته محترم ضعیف صاحب ستایوی جملی حیران کړم “ډیر خلک به وې چې د هغه سره به دښمني ولري، د هغه د نوم له یادولو سره به حساسیت ولري ” ایا داسی مسلمان به هم وی چی د محترم عالیقدر جناب صاحب ملا محمد عمر مجاهد رح سره به دښمنی ولری ؟ زه خو د هغه په ایمان کی کمزوری وینم ، ځکه په دونیا کی دوی ډلی دی یا د الله ج ډله او یا د شیطان ډله چی مسلمانان د الله ج ډله او کفار د شیطان ډله ده د هری یوی خوا سره… نور لوستل »
سلامونه او نیکی هیلی! جناب ضعیف صاحب ښکلی اوږده او په زړه پوری لیکنه مو کړی وه خو ټوله په حقایقو نه وه ولاړه ځکه د مرحوم لوی ملاصاحب امارت هم مونږ ولید تاسو لیکلی چی هغه ملی فکر درلود یعنی خود خواه نه وه خو هغه د امارت په څو کلونو کی ونشوای کولی چی یوه داسی طرحه را مینځ ته کړی چی ټول مجاهدین یا حد اقل هغه چی په کمونستی ایتلاف کی نه وه شامل سره نږدی شی او د مقاومت یا مخالفت لاره پریږدی ——- د امارت په هغه اوږده موده کی هغه نه ولس ته… نور لوستل »
نوشته برادر محترم ملا عبدالسلام ضعیف را در سایت وزین نن به تکرار خواندم ، در این نوشته که بخشی از خاطرات ضعیف صاحب را در مورد زنده ګی مرحوم ملامحمد عمر رهبرطالبان بیان میدارد ؛ به بعضی ازمطالب مهم تارخی کشور طور ګنګ و مبهم اشاراتی شده است مانند ؛ در یک مقطع مشخص تاریخ یعنی بین ۱۱ سبتمبر و ۷ اکتوبر هئیت های کشورهای همسایه چون پاکستا ن وایران بارهبرطالبان تماس میگیرند ولی درعمل صادق نمیباشند ، امید درمورد با جرات تمام ووضاحت کامل صحبت نموده ، تارهنمای خوبی برای محققین و موریخین کشور عزیز ماگردد . ازجانب… نور لوستل »
أمرخیل:په مجاهدینوکی داسی څوک نه وه چی په امارت کی نه وو،ألبته یوڅودګوتوپه شمیردکمونستانوائتلافیان،أوپه قدرت،جاه،أوځان مین تس په نوم مجاجدین وولکه ګلبدین أوأمثاله چی دامارت په ضدیی وسله أخیستی وه أوأوس هم په همدی روانی ناروغی أخته دجهالت په کنده کی لالهانده ګرځی(فی طغیانهم یعمهون)ق،ضعیف)
السلام علیکم :
محترم ضعیف صاحب :
خیر یوسی کور مو ودان ښه جامعی او په زړه پوری خبری مو لیکلی .البته ریښتیا هم ځینی خلګ ومحترم شهید امیرالمومنین ملاصاحب ته داعتراض ګوته نیسی او دتنقید په نظرورته ګوری .خو که همدغه مذکور افراد واقعا دده دژوندانه و حالاتو ته وګوری او هغه ښه مطالعه کړی کیدلای سی چی هغه سوالونه چی دده سره پیداسوی او یا بل چا ورسره پیداکړی وی خپله حل سی .ستاسی په لیکنی کی دهغه دژوند دحالاتو څه نمونی سته که پر همدغه اکتفا وکړی هم کیدلای سی ددوی اعتراضونه ورباندی حل سی . والسلام
ښه معلومات دې
محترم ضعیف صاحیب خی
مننه وروره د خایسته معلوماتو سخه دی ، که غواری چی تاریخی نفاق ختم کری ، یو سو سوالونه لرم ، او د هغه جواب که مو پیدا کر ، نو د بیا د تدبیر علائم هم لازم کری پر زان ! اول : د هزاره گانو د مشر عبدالعلی مزاری سره مو تعهد وکر چی وژنو دی نه زان او توله اسلحه دی مونگ ته تسلیم کره ، هغه هم همداسی وکرل ، بیا چا غدر ورسره وکر په لاره کی یی مر کر او د هزاره گانو مهران چی قندهار ته درغلل ، چی ولی ؟ بیا مو… نور لوستل »