افغانستان

هلمند چارواکي: شپږ پولیس له خپلو وسایلو سره طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې د یوې پوستې شپږو پولیسو خپل اشپز وژلی او دوی له ګڼو وسایلو سره طالبانو ته ورغلي دي.

اریانا نیوز د هلمند يوې امنیتي سرچېنې له خولې وايي چې دې پولیسو په شریکه په یوه پوسته کې دندې درلودې، چې تېره شپه يې خپل اشپز وژلی او له رینجر موټر سره طالبانو ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو بیا ويلي چې د دوی دوو نفوذي ملګرو په دې پوسته کې یو پولیس وژلی او نور ترې په تېښته بريالي شوي دي.

طالبان وايي چې دم ګړۍ د امیر بلند اغا په سیمه کې دغه پوسته د دوی په لاس کې ده، چې په نیولو کې يې د دوی نفوذي ملګرو مرسته کړې ده.

خو د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې تښتېدلي عسکر هم ټول طالبانو ته ورغلي او ګڼ مهمات يې هم له ځانو سره وړي دي.

د پوځي شنونکو په باور په هلمند کې د طالبانو له لوري د موسی کلا ولسوالۍ نیولی په ټول هېواد په تېره بیا هلمند کې په مېشتو امنیتي ځواکونو بد تاثیر کړی دی، چې له امله يې ښايي د تسلیمۍ او تېښتۍ لړۍ ګړندۍ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x