نړۍ

مصر: د الجزيرې درې ژورنالېستان په درې درې کاله بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د مصر جنايي محکمې د الجزيرې تلويزوني شبکې درې ژورنالېستان په درې درې کاله بند محکوم کړل.

د مصر پلازمېنه قاهره کې جنايي محکمې نن د الجزيرې درې ژورنالېستان هر يو محمد فهمي، پيټر ګريسټي او باهر محمد د «تروريستانو» اخوان المسلمين د ملاتړ او درواغو خبرو خپرولو په تور په درې درې کاله بند محکوم کړي دي.

دغو درې واړو ژورنالېستانو د مصري چارواکو له لوري لګيدلي تورونه په کلکه رد کړي دي.

د الجزيرې دغه درې واړه ژورنالېستان مصر کې له پوځي کودتا وروسته نيول شوي وو او تېر کال باهر محمد په لس کاله، محمد فهمي او پيټر ګريسټي په اوو اوو کاله بند محکوم شوي وو.

د روان کال فيبروري مياشت کې باهر محمد محکمې په دې شرط خوشې کړ، چې د اوسېدو ځای به يې معلوم وي او په دې اړه يې محکمې ته ضمانت هم ورکړ.

بل ژورنالېست پيټر ګريسټي هم له زندانه ازاد شو او خپل هېواد ته ولاړ او فهمي اړ شو، چې له خپل مصري تابعيته تېر شي او اوس يوازې کاناډايي تابعيت لري او له زندانه خوشې شو.

الجزيرې تلويزوني شبکې پر خپلو ژورنالېستانو لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي او وايي، چې دغو ژورنالېستانو يوازې خپل ژورنالېستيک فرض ادا کړی او هېڅ جرم يې نه دی کړی.

د الجزيرې مشر مصطفی سواق وايي، چې د مصري محکمې دا پرېکړه په قانون نه ده ولاړه او مصري ولسمشر دوی ته ډاډ ورکړی و، چې دی غواړي د دغو درې واړو ژورنالېستانو قضيه پای ته ورسيږي.

سواق په خپلو خبرو کې وويل، چې مصري چارواکو د الجزيرې د ځينو نورو ژورنالېستانو په اړه هم غيابي پرېکړې کړي، په داسې حال کې چې ځينو ژورناليستانو له سره مصر ليدلی هم نه دی.

د نړۍ لر و بر کې د ژورنالېستانو اتحاديو د مصري محکمو دغه پرېکړې غندلي او له مصري چارواکو يې غوښتنه کړې، چې د ژورنالېستانو په اړه دې له تاوتريخوالي لاس واخلي او هر څوک بايد د خپلو اصولو په رڼا کې کار ته پرېښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x