دیني، سیرت او تاریخ

له محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه – درېیمه برخه

راټولونه او ژباړه: م. حمد الله دانشمند

له نبي علیه السلام سره د مینې او محبت سپېڅلې لړۍ د صحابه وو رضی الله عنهم په ریښتیني محبت نوره هم غزوم . كله چې “ابو قحافه” د ابو بکر الصدیق رضی الله عنه پلار د مکې مکرمې د فتحي په ورځ په ایمان مشرف شول، دا مهال نوموړي د کلان سني تر څنګ خپل دید هم بایللای وو… . د اسلام لومړي خلیفه په ژړا پیل وکړ، ترې و پوښتل شول، دا خو څه د ژړا خبر نه دی، دا د سترې خوښۍ ورځ ده، چې پلار دي له”جهنم ” نه خلاصون و موند . هغه رضی الله عنه وویل:( کاش چې نن ځما د پلار پر ځای ابو طالب (د نبی علیه السلام اکا) په ایمان مشرف شوی وای! څو د نبی علیه السلام د خوښۍ لامل وای) . دا هم له نبي علیه السلام سره د مینې ځانګړی مقام دی، چې د هغه علیه السلام و خوښۍ ته یې تر خپلې لومړیتوب ورکاوه . نبي علیه السلام “سواد ابن عزیة” ته د احد د غزوې په ورځ په صف کې د سم سیده درېدو سپارښتنه وکړه، خو هغه د څه مصلحت له مخې څه څنډ و کاوه، نبي علیه السلام په خپل مسواک په نس کې و ټونګل، ویلې: (اې سواد سیده شه) .

هغه زیاته کړه اې د الله پاک ریښتینی پیغمبره ماته دې د مسواک په ټونګلو درد و رساوه، اوس د بدلې غوښتونکی یم؛ هغه مبارک خپله لمن ور پورته کړه، خپل نوراني نس یې لڅ کو، ویې فرمایل: (اې سواد خپله بدله رانه واخله!) هغه مبارک ور و خوځېد، د نبي علیه السلام با برکته نس یې ښکل کړ، او ویې ویل: همدا مې ارمان وو، چې تر سره مې کړ، هغه رضی الله عنه زیاته کړه:( يا رسول الله أظن أن هذا اليوم يوم شهادة فأحببت أن يكون آخر العهد بك أن تمس جلدي جلدك) ژباړه: اې د الله رسوله، داسي انګېرم چې نن ورځ ځما د شهادت ده، دا خوښوم چې د ژوند وروستۍ شیبې مې له تا سره داسی تر سره شي، چې ستا نورانې تنې ځما له بدن سره تماس کړی وي . (قال الألباني : قلت : و هذا إسناد حسن إن شاء الله تعالى ). “زید بن الدثنه” رضی الله عنه، چې کله په “غزوة الرجیع” کې اسیر شو، مکې مکرمې ته یووړل شو، هغالته صفوان بن امیه په قیمت واخیست، د دې له پاره چې د خپل پلار(امیه) په بدل کې یې په شهادت و رسوي!

هغوی ظالمانو تنعیم ته را ووست، ابو سفیان هم په دې ټولۍ کې شتون لاره، کفارو له هغه مبارک نه په قسم سره و پوښتل ( أتحب أن محمدًا عندنا الآن في مكانك نضرب عنقه و انک في اهلک) ژباړه: اې زیده ایا خوښوې، چې “محمد” دلته ستا په ځای قرار لرلای، مونږ یې مرۍ غوڅولای، او ته کور بېغمه ناست وای؟ هغه رضی الله عنه، چې نبوي مینې هرڅه ترې ګاڼه کړي ول، زیاته کړه: قسم په الله جل جلاله که مې دا خوښه وي چې هغه مبارک ته دي اغزی و رسي، او زه دي په کور ناست یم! . ابو سفیان و وېل: قسم په الله که له یو چا سره خپلو ملګرو دومره محبت لرلی وي، لکه له “محمد” (صلی الله علیه و سلم) سره چې خپل ملګري محبت لري .

“عبدالله بن مسعود” رضی الله د مسجد په لوري روان ول، د نبي علیه السلام غږ یې واوريد، ویلې:أيها الناس اجلسوا) اې خلکوکېنئ، هغه مبارک په لاره کي کېناست، چا ترې و پوښتل: څنګه دلته ناست یې، ویلې: د نبي علیه السلام غږ مې واورېد، وېل: خلکو کېنئ . “عبد الله بن مسعود” نور نشي کولای، چې قدم واخلي . د “شام” د فتحي په ورځ زیات صحابه، تابعین (رضی الله عنهم) را غونډ ول، ویې ِغوښتل: یو ځل بیا هغه اذان واوري چې نبي علیه السلام به اورېد، ویې ویل: اې “ابو عبیده” رض بلال بن رباح ته امر وکړه ترڅو مو د تکبیر په ملکوتي اواز د مدني جانان یاد را تازه کړي! ابو عبیده رضی الله عنه بلال رضی الله عنه ته کړه: اې بلاله! نن د مسلمانانو د فتحي یوه شانداره ورځ ده، په خپله داودی نغمه مو مدني نړۍ ته بوزه، هغه مبارک سمدستي وخوځېد، د لومړي (الله اکبر) په ویلو سره سویو کړیکو په فضا کې انګازې وکړلې؛ کله چې و (اشهد ان محمدا…) ته و رسېد خپل هوښ یې هم له لاسه ورکړ . له داسي عشق نه لوګی شم، چې د محبوب د خوښۍ په پار له خپلو دردونو نه خوند اخلي . المأخذ: “كتب السير وغيرها” . نور بیا … .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمد دانيش

درنو لوستونکو، کتونکو، خوښوونکو! تاسو او د دې سپېڅلې “پاڼې” مدیر او واړه همکارانو ته له لوی څښتن نه د رښتیني نبوي محبت غوښتونکی یم! .

پد یادې پاڼې له “مدیر” نه د زړه له کومي منندوی يم، چې د نورو اسلامې لیکنو تر څنګ، زموږ لیکنو ته هم ځای ورکوي . الله پاک دي دا د خپلواکۍ په ښکلا سنګار پاڼه نور هم په رسنیز ډګر کې د لمر په څېر و ځلوي .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x