شعـــــرونه

غزل – منيب

رحمت الله منيب

لکه ورځ چی له سهاره څرګندېږی
ښه او بد مو له کرداره څرګندېږی

دا پتنګ چی ځان په سره اور کی ستی کړ
دا د عشق له کاروباره څرګندېږی

هر مرغه د خپلو بڼو مرغه ګوری
د هر چا کړنی له یاره څرګندېږی

دا د پلار نیکه په سر تړلی ګوره
عنعنه مو له دستاره څرګندېږی

چی د زاڼو په قطار کی ټپوس نه ځی
نور یی هر څه له رفتاره څرګندېږی

له چناره څوک انار خوړلی نه شی
هره ونه له خپل باره څرګندېږی

زه منیب زکه خواږه بیتونه لیکم
چی خواږه له خوږ ګفتاره څرګندېږی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x