ټولنیزه برخه

د نورو په غلط ثابتولو د ځان لپاره برأت حاصلول ـ د کفري دعوت نوی میتود ـ

احمد ارشاد سعید

د الله جل جلاله له خوا د ( قُم) په لفظ و انذار ته د رسول الله صلی الله علیه و سلم د امر کولو وروسته چې کله د اسلامي دعوت سلسله پیل شول، مشرکینو کوښښ کوی تر څو ددې دعوت مخنیوی وکړي.. ددې لپاره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت مخه ونیسي، رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحاب کرامو ته به یې ډول ډول تکلیفونه ورکول او د ډول ډول فکري فعالیتونو څخه په کار اخستلو سره به یې هم صحابه کرام پر خپل دین شکمن کول او هم هغه څوک چې ایمان راوړلو ته یې زړه نرم شوی وو له خپلې پریکړي نه اړوی. کله به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د شاعر نسبت کوی، کله به یې د ساحر په تور تورنوی او حتی کله کله به یې د ډیري کرکي او ناپوهۍ له امله هغه سپیڅلي بشر ته د لیوني خطاب کوی. په قرانکریم باندي د أَسَاطِيرُ الاولین حکم کول، یا کله کله هغه د بنده کلام بلل، د عربو قبیلو لکه أوس او خزرج او نورو قبیلو پس له پخلایني یو ځل بیا په جنګ سره اخته کول ټول هغه څه وه چې د هغه وخت یهودو، نصاراوو او مشرکینو د خپلو ګټو د ساتلو، د اسلام د تورنولو او اسلامي دعوت د مخنیوي لپاره په فکري لحاظ استعمالول.

خلاصه دا چې دوئ غوښتل د اسلام په غلط ثابتولو سره یهودیت، نصرانیت او بت پرستي یو معقول دین ثابت کړي، یعني د اسلام تورنول یې د بت پرستۍ لپاره دعوت ګرځولی وو. حال دا چې که اسلام غلط هم وي( العیاذ بالله) نو دا په دې معنی نه ده چې بت پرستي، یهودیت او نصرانیت دي د پیروۍ وړ ادیان وي. بت پرستۍ، یهودیت او نصرانیت ته د دعوت ددې میتود مثال اوس موږ په خپل وخت کې هم لیدلای شو. هغه داسي چې اوس کفري ملتونه لګیا دي تر څو د اسلام، جهاد او مجاهدینو په تورنولو سره مسلمانان خصوصاً د اسلامي امت ځوانان په خپلو صفونو کې ودروي او په نرمو خبرو او دروغجنو وعدو سره یې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره وکاروي. د کمونیستانو د اشغال نه وروسته هغه څه چې ددوئ د نظریاتو د مقبولیت او خپریدو خنډ وه، ټول هغه عقائد وه چې افغان مؤمنانو یې د ساتني په لار کې په خپلو سرونو قرباني کولو هم صرفه نه کول. دا عقائد ددوئ په وینه کې مخلوط شوي وه او خپل پیروي کوونکی یې له هري پردۍ نظرې څخه په امان کړی وو.

کمونیستانو د دې وسپنیزي دایرې د ماتولو لپاره د پلانونو ډیر اشکال وکارول او د هغو میتودنو څخه یې کار واخیستی چې افغان مؤمنان یې د علم نیستي والي له امله د دفع کولو څخه عاجز وه. په اسلام او دیني احکامو باندي یې ګمراه کوونکي نیوکي وکړې او په دې ډول یې،د مسلمانان په اسلام د بد ګمانه کولو لپاره مختلفي لاري جوړي کړې. د لمانځه څخه د منع کولو په خاطر يې په ساده ژبه په هغه باندي د سپورټ په حال کې د عربي واژو ویلو نوم کېښودی. د فرضي حج نه د خلکو د منع کولو لپاره یې پر هغه باندي د عربو د تجارتي پروژې نوم کښېښودی . خو په مقابل کې یې ځان ورته پیشرفته، متمدن او پرمختللي معرفي کړی. د کمونیستانو لومړۍ تجاوز پر دې دوو سترو احکامو ځکه وو چې هغه وخت افغانان د جهاد سره په پوره توګه اشنایي نه درلودل او دا نه تعرف د کمونیستي اشغال نه مخکي پر افغانانو د هغه دور د پریمانه تبلیغاتو او ګنګوسو اثرات وه چې غربیانو پکښې په نړیواله سطحه د خلافت د تصور د له منځه وړلو لپاره د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو په خاطر کړی وه.

اوس چې همغه سور مخي خو په نوي رنګ یو ځل بیا ددې خاوري د اشغال لپاره را ترېدلي دي، غواړي د هغو تیرو تبلیغاتو په وسیله یو ځل بیا مسلمانان د جهاد او اسلام ساتني له تصوره محرمه کړي او د نبوي دور د یهودو، نصاراوو او مشرکینو د میتود په توګه چې د اسلام د بدنامولو په وسیله به یې خپله ډله ډیرول او مسلمانان به یې د اسلام نه متنفره کول، د هغې طریقې نه په ګټه اخیستلو ددې زمانې یهود هم مسلمانان په خپل کتار کې و دروي.افغان مجاهدین پاکستان ته منسوبول او د مصري، یمني،عراقي او د دنیا په نورو برخو کې د مجاهدینو کریډیټ امریکا، انګلیس، روسیې او نورو هیوادونو ته منسوبول هغه څه دې چې غواړي د دعوت ددې میتود په وسیله د مسلمان ملت ځوانان د اسلام او خاوري ساتني او جهاد له سپیڅلي فریضې څخه منع کړي او په مقابل کې یې ځان لپاره د برأت یو دلیل جوړ کړي.

د کمونیستانو د طریقې خلاف د غربیانو په وسیله د اسلام د نورو احکامو پر ځای د جهاد بدنامول ځکه دي چې د لمونځ، روژه، حج په پرېښولو خطر یوازي نه کوونکي ته پیښیږي او نه شې کولای د غربي نړۍ لپاره خنډ رامنځته کړي، خو جهاد ددوئ خلاف که پریښودل شي ټول مسلمان ملت ته یې تاوان رسیږي او همدا یوازنۍ حکم دی چې د غرب گټو ته د خنډ جوړېدو سره سره په سل هاوو کیلو متره لیري غربیان ورڅخه په ویره کې دی. تنها لمونځ کول، روژه نیول او حج کول نه شي کولای ملت د کفر له قید نه وژغوري او ټول په یوه ټغر راټول کړي. خو که جهاد وروسره ملګری شي نو دا نتیجه سل په سله کې شوني ده. نن ورځ چې غرب په سلګونه مؤسسې، ټلویزونونه، راډیوګاني، مجلې، اخبار او نور فکري وسایل د اسلام، جهاد او مجاهدینو د بدنامولو لپاره وقف کړي لامل یې همدا دی چې غواړي ددې طریقې په وسیله خپل ځان ته دعوت وکړي او د ځان تر څنک یې د اسلام په خلاف ودروي. خو مؤمن ولس دي دا زړه ته شوه کړي چې که بالفرض اوسني مجاهدین ټول کافران هم وي ( العیاذ بالله)، بیا هم ددوئ لار او منهج په قطعي توګه غلطه او ګمراه کوونکی دی.

د دوی باطل والی د مجاهدینو د حقانیت له امله نه دی، بلکي ددوئ د بطلان لامل د اسلام نه منل او په مقابل کې یې راپورته کیدل، اسلام، قران او پيغمبر ته سپکاوی او د شیطان په لاره تلل دي.
و من الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ف.ا

ارشاد سعید صاحب دا ووایه چه پردی دنیا جنتی تحریک طالبان مشران چه پنجاب . منسوب ندی نو بیا سنگه پاکستان کی علنی غوندی کوی؟ سنگه په پاکستان کی آذاد ژوند کوی؟ کوتی شار کی به یی تا هم د تحریک د کسانو کور ونه او اوسیدو زایونه لیدلی وی. هعه مشرف چه په وازه خوله ویل چه موژ طالبان د خپل گتو لپاره جنگول. دیته ورته نور شواهدو په مورد چه د تحریک طلبان مینه له جنت نظیر پاکستان سره رسوا کوی. په هعه مورد سه نظر لری؟ هههه سعید صاحب یا خو درته زان دیر هوشیار شکاره شوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x