دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام د بري زېري – (څلورمه او وروستۍ برخه)

ليکوال: ډاکټر محمد بن عبدالله الدويش

لیکوال: عبدالمالک همت
لیکوال: عبدالمالک همت

ژباړن: عبدالمالک « همت »

په دې باندي د پوهېدو اغېز چي  راتلونکې د اسلام ده

په دې باندي پوهېده چي راتلونکې د اسلام د سپېڅلي دين ده، ډېره لويه ګټه لري. که يې ګټه نه در لوداى نو به په قرآ ن کريم او نبوي احاديثو کي په دونه پراخه پيمانه څرګندوني نه پر کېدلاى. له دې ګټو څخه يوه داده چي انسان کار او د الله د دين په لار کي ښندنو ته هڅوي او چمتو کوي. دا ځکه که دى پوه سي چي حق به ژر بريالى سي ، نو هغه به ډېر ژر خپل ژوند او کوښښونه د حق پلوي ته وقف کړي، څو د دې وياړ ورپه برخه سي چي دى هم له هغو کسانو څخه دى چي د خداى د دين ملاتړ يې کړى وو.

داعي ته ښايي چي له دغه شعور او فکر او پوهي څخه هيڅکله بېل ونه اوسيږي. او په دې لار کي بايد قدوه او لارښود حضرت محمد مصطفى صلی الله علیه وسلم وګڼي، لکه چي په مکه مکرمه کي يې هغو مسلمانانو ته چي کفارو زورول وفرمايل:

   «وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ هَذَا الْأَمْرَ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ لَا يَخَافُ إِلَّا اللَّهَ أَوْ الذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ» (بخاري، کتاب المناقب، باب علامات النبوة، ٣٦١٢ حديث).

ژباړه: په خداى قسم چي دا دين بريالى کيږي . تر دې چي يو سپور به تنها له صنعا څخه حضر موت ته ځي او له لوى څښتن پرته به له هيچا څخه نه بېريږي. او چوپان به د خپلو پسونو په هکله له شرمښ پرته له بل چا څخه نه بېريږي.

   دلته نو دوې چاري دي چي بلونکى (داعي)  يې بايد په پام کي ونيسي.

لومړۍ: دا شرط نه ده چي داعي به پر کفر باندي د اسلام نصرت او برى په خپلو سترګو ويني . په دغسي مواردو کي د دغسي کسانو نهايت او انجام د هغه حکمت له مخي چي لوى څښتن په پوهيږي
د اصحاب الاخدودو غوندي کيږي. خو اجر او ثواب يې هدر او بې ځايه نه ځي او د لوى څښتن سره خوندي دى.

دا د زمانو او پړاونو  له پلوه دي. اما په عامه توګه دا خبره حتمي ده چي د اسلام مبارک دين خامخا بريالى کيږي، او د خداى لور ته دعوت هرو مرو لوړتيا مومي، صرف مسأله د وخت ده .

دوهمه : داعي ته نه ښايي چي وګڼي چي هغه اسلام ته برى ور په برخه کړى او دين ته يې عزت بخښلى دى. ځکه که دى دې کار ته ملا ونه تړي نور کسان به پيدا سي چي دې چاري ته ملا وتړي، خو کله انسان د دين څه خدمت کوي د ځان لپاره يې کوي او خداى تعالى د ده له خدمته غني او بې نيازه دى، لکه چي لوى څښتن فرمايي:

    ﴿وَمَنْ جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ﴾[ العنکبوت: ۲۹:٦]

ژباړه: هر څوك چي مجاهده وكړي دخپل ځان دښېګڼي لپاره به  يې وكړي ، يقيني ده چي الله له مخلوقاتو څخه بې نيازه دى .

     ﴿ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ (4)﴾ [ محمد: ۴۷:۴]

ژباړه: دغه دى ستاسي دكولو كار . كه الله غوښتي واى نو په خپله به يې له هغو څخه غچ اخيستى واى خو ( دغه كړنلاره هغه د دې لپاره غوره كړې ده ) څو تاسي يو د بل په وسيله وازمايي ، او كوم كسان چي د الله په لار  كي ووژل سي الله به دهغو عملونه هيڅكله ضايع نه كړي .
په پاى کي ښايي يو پوښتونکي وپوښتي او ووايي چي  څنګه به را تلونکې د اسلام وي په داسي حال کي چي د هغه دښمنان له هره لوري پر را چاپېره سوي دي ؟ او د اسلامي  غورځنګونو  پر مشرانو  او د خداى د لاري پر بلونکو يې داسي بده ورځ راوستې او ډول ډول عذابونه يې پر مسلط کړي دي؟  او څنګه به راتلونکې د اسلام وي چي دښمنان اټومي او نوري ډول ډول پر مختللي وسلې ولري او مسلمان يې  نه لري او خلع سلاح دي؟
د دې پوښتنو جوابونه:

*    دې پوښتونکي دا هېره کړې ده چي هغه څوک چي مسلمانان  بريالي کوي ،  هغه الله پاک دى،  نه د مسلمانانو جد او جهد او ځواک او نه  نور څه. الله فرمايي:

    ﴿ قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ (14)﴾ [ التوبه: ۹:١٤]

ژباړه: د هغو سره وجنګېږئ ، الله به ستاسي په لاسونو هغو ته سزا ورکړي او هغوى به ذليل او خوار کړي او د هغو په مقابل کي به ستاسي مرسته وکړي او د ډېرو مومنانو زړونه به يخ کړي .

لوى څښتن خپل تدبير په کار اچولى دى او مسلمانان د لوى څښتن د ارادې او مشيت د پلي کېدو لاملونه او اسباب دي.

   ﴿فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَاءً حَسَنًا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (17) ﴾ [ الانفال:۹:١٧]

ژباړه: (اى مومنانو!) حقيقت دادى چي تاسي هغوى (مشرکان) ونه وژل، بلکي الله هغوى ووژل او (اى پيغمبره!) تا ونه ويشتل، بلکي الله وويشتل ( او د مومنانو لاس چي په دې کار کي په کار واچول سو ) نو دا د دې لپاره وو چي الله مومنان له يوې ډېري ښې ازمويني څخه په بري سره تېر کړي ( او په جهاد سره يې لوړو درجو ته ورسوي).، په باوري توګه الله اورېدونکى او پوهېدونکى دى .

*   دغه راز دې پوښتونکي دا هېره کړې ده چي ټول هغه موجودات چي په آسمانونو او مځکه کي دي د لوى څښتن په تسبيح ويلو بوخت دي. په دې ډله کي د دغو کفارو اټومي وسلې او بندي خانې  او داسي نور هرڅه د لوى څښتن ثنا وايي.

*   همدا شان دغه پوښتونکي هېره کړې ده چي کله چي لوى څښتن د يوه شي د رامنځ ته کولو يا کار د تر سره کېدو اراده وکړي، نو ور ته ووايي چي سه! نو هغه همدستي  رامنځ ته يا ترسره سي. لکه چي فرمايي:

    ﴿ وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ (50)﴾ [ القمر:۵۴:٥٠]
ژباړه: او زموږ حكم يوازي يو حكم وي او هغه دسترګي په رپېدو کي عملي كېږي .

*    او همدغسي پوښتونکي هېره کړې ده چي زموږ د دين دښمنان د پرمختګ او لوړتيا دغي کچي ته په خپلو بشري هلو ځلو رسېدلي دي او دا يوازي د يوې ډلي په برخه نه د ي، بلکي د تاريخ حرکت نه دريږي. مسلمانان هم کولاى سي چي د اسلامي اصولو د خوندي کېدو سره سم د علمي او مادي پرمختګ لار ووهي ، بلکي کولاى سي چي هماغسي چي له دوى پرته نور د تمدن او تعالۍ لوړ مقام ته رسېدلي دي، دوى هم ورسيږي.

نو هر څوني چي دښمنان اسلام ته دسيسې جوړي کړي او د هغه سره جګړې ته يوموټۍ او چمتو سي او هرڅوني چي د اسلام د بلونکو په وړاندي خنډونه رامنځ ته کړي او ويې کړوي، آوازونه يې خفه کړي او ويې وژني بيا هم لوى څښتن د خپل دين ساتونکي او بريالى کوونکى او د خپلي کلمي (اسلام) لوړونکى دى.  او  هغه اسلام چي  د قريشو، يهودو، د عربو د مشرکينو او د فارس او روم او صليبيانو او مغولو له هولناکو تېريو او بريدونو او ناتارونو څخه بريالى را ووتى، نن مهال د ختيځ او لوېديځ د ځواکونو د ډول ډول تېريو  سره مخامخ دى او همدا راز د هغو دښمنانو سره هم مخامخ دى چي زموږ له توکمه څخه دي او زموږ په ژبه خبري کوي.

     ﴿ كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ (21) ﴾ [ المجادله:۵۸:٢١]
ژباړه: الله ليكلي دي چي زه او زما پېغمبران به هرومرو لاسبري سو په واقع كي الله لاسبرى او  زورور دى .

لوى څښتن په خپله وعده کي رشتينى دى او د توري شپې روڼ سهارد هغه ليدونکي ته ډېر نژدې دى:

﴿ وَقُلْ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَامِلُونَ (121) وَانْتَظِرُوا إِنَّا مُنْتَظِرُونَ (122) وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الْأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (123) ﴾ [ هود: ۱۱:۱۲۱ – ۱۲۳]

ژباړه: هغو خلكو ته چي ايمان نه راوړي  ووايه چي تاسي په خپله كړنلاره فعاليت كوونكي اوسئ او موږ به يې پر خپله كړنلاره كوو ،
دچارو پاى ته تاسي هم سترګي پر لار  اوسئ او موږ هم سترګي پر لار  يو .  په آسمانونو او مځكه كي چي څه پټ سوي ( رازونه ) دي ټول دالله په وس او واك كي دي او ټوله معامله دهمغه لوري ته ورګرځول كېږي . نو ته د هغه بندګي وكړه او پر هغه توكل ولره ، څه چي ته كوې ستا رب له هغو څخه بې خبره نه دى .

پاى
————–
ددې لیکني د نورو ټولو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x