افغانستان

امریکا: له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پخواني پلان ته ژمن يو

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې امريکا په کابل کې د خپل سفارت غړو ته د افغانستان پرېښودو امر وکړ، پنټاګون وویل چې دوی د خپلو پوځيانو د ایستلو پخواني پلان ته ژمن دي او د بدلون نیت يې نه لري.

دامريکا د دفاع وزير اشټن کارټر وايي چې افغان ځواکونه لا هم د دوی د ځواکونو ملاتړ ته اړتيا لري، ځکه خو د ایستلو د پلان د بدلولو تصميم نه لري.

نوموړي چې پرون په کلفورنيا ایالت کې خبريالانو ته څرګندنې کولې وویل چې پنټاګون د ولسمشر بارک اوباما اعلان شوي پلان ته ژمن دی.

بارک اوباما تېر کال اعلان وکړ چې دوی به د ۲۰۱۶ ميلادي کال تر پایه له افغانستانه خپل ټول جنګي او مشورتي ځواکونه وباسي، یوازې د سفارت د امنیت لپاره به زر تنه پرېږدي.

دم ګړۍ د ناټو تر چتر لاندې امريکايي پوځيان د افغان ځواکونو د ملاتړ، روزنې او مشورې دندې پرمخ وړي، که څه هم پنټاګون د خپلو عسکرو یوازې همدا دندې رسنیزې کړې دي، خو په ګڼو پوځي عملياتو کې لا هم امريکايي عسکر مستقیم برخه وال دي.

د امريکا د دفاع وزير په داسې حال کې د خپلو ځواکونو د ایستلو د پلان د نه بدلون خبره کوي چې څو ورځې وړاندې سپينې ماڼۍ په کابل کې د خپل سفارت غړو ته د « خراب امنیت » له امله د کابل د پرېښودو امر وکړ.

په ورته وخت کې پوځي کارپوهان وايي چې د امريکا په مشرۍ ناټو ونه وتوانېدله چې افغان امنیتي ځواکونه د دې وړ کړي، چې په یوازې ځان د امريکا ورسپارل شوې اداره او د هغې امنیت خوندي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x