نظــر

د طالبانو پرمختګونو د داخلي عسکرو وړتیا وننګوله

لیکوال: سید شریف

له هغه وخته چي یرغلګرو ځواکونو داخلي عسکرو ته په اصطلاح د واک د انتقال پروسه بشپړه کړې، کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ دافغان پوځ د پیاوړتیا پر موضوع ډیر فوکس کوي، دوی د داخلي عسکرو د پیاوړتیا په اړه داسي راپورونه او تحلیلونه خپروي چي ډير لږ د واقعیت او په پراخه پیمانه له مبالغه څخه پکي کار اخیستل شوی وي، د داخلي عسکرو پیاوړتیا د واقعي حالت څخه څو چنده زیاته ښودل تر هر چا او هر څه وړاندي خپله همدغه اردو ته لوی زیان دی، ځکه د خپل واک او ځواک څخه ناخبره ساتل د اردو د غولولو داسي پروسه ده چي ګټه یې په ماڼیو کي د ناستو جنرالانو او قوماندانانو جیبونو ته لویږي او سرونه پکي د اردو له منځه ځي .

روزمره ډیر داسي راپورونو اورو چي داخلي عسکرو په فلان فلان سیمه کي په یوازي سر له طالبانو سره جګړه کړي، ډیري سیمي یې ځني نیولي او د سیمي پرېښودلو ته یې اړایستلي دي او داسي نور ، اما په واقعیت کي طالبانو له ډیرو مهمو سیمو څخه کورني عسکر شړلي او همدغه نیول شوي سیمي یې بیا تر کلونو کلونو ساتلي هم دي .

طالبانو سږ کال د عزم په نوم د عملیاتو له اعلان سره د هیواد په مختلفو سیمو او سمتونو کي پراخي سیمي او آن د ځینو ولسوالیو مرکزونه هم ونیول، په کندوز کي طالبانو د دښت ارچي ، امام صاحب، چهار درې ولسوالۍ او دګورتېپې او تیلاوکه سیمو څخه د حکومت لمن ورټوله کړه او خپله ولکه یې داسي پرې ټینګه کړې چي د پرله پسې تعرضي عملیاتو وروسته یې هم زیاتره نیول شوي سیمي په خپله ولکه کي ساتلي دي.

په فاریاب کي طالبانو د جنرال دوستم په مشري د الماس په نوم عملیاتو سره سره د قیصار، المار، پشتونکوټ، استانه بابا او چهلګزي ولسوالۍ له څو محدودو کلیو پرته نوري ټولي سیمي په خپل ګورت کي نیولي دي .

دسرپل د کوهستانات ولسوالۍ څخه طالبانو د یو ورځني تکتیکي شاتګ وروسته دغه ولسوالي بیرته ونیوله او د حکومتي ځواکونو څخه یې زیاتي وسلې او مهات هم ونیول .

په روزګان کي د سطان محمد ناوه اوشالي ناوه چي ډیري ګڼ میشتي سیمي دي طالبانو په دې وروستیو کي په بشپړه توګه ونیولې چي تر اوسه یې حکومت د بیا نیولو خبره پر خوله هم نه ده راوړې .

هلمند کي د نوزاد ولسوالي یوه میاشت وړاندي طالبانو مکمله ونیوله د بیرته نیولو په موخه یې حکومت دوه ځله پراخ تعرضي عملیات ترسره کړي خو لا هم ددغي ولسوالۍ پر مرکز او اړونده سیمو باندي د طالبانو سپین بیرغ رپیږي.

د طالبانو وروستۍ لویه لاسته راوړنه دموسی کلا د مهمي ولسوالۍ نیول دي، دغه ولسوالي خورا ستراتیژیک اهمیت لري، ددغي ولسوالۍ د نیولو پرمهال طالبانو ډیري وسلې ، ټانګونه او موټر ترلاسه کړل اوحکومتي ځواکونو ته یې د سر او مالي درانه زیانونه واوړل .

د موسی کلا د اهمیت او دلته د شدیدي جګړې په اړه په ولسي جرګه کي د هلمند استازي عبدالحي اخند زاده ازادي راډیو ته وویل چي : « د موسی کلا غوندي سخته جګړه به دا پنځلس کاله چیري نه وي شوې، په دې جنګ کي پولیسو او ملي اردو ته ډیر تلفات اوښتي دي او اخر یې له ناچارۍ څخه دغه ولسوالي پرې ایښې ده، موسی کلا اوس د طالبانو په ولکه کي ده، دا ډیره مهمه ولسوالي دي، دموسی کلا سقوط د هلمند سقوط دی ».

د طالبانو له خوا دموسی کلا د نیولو په اړه غربي مطبوعاتو هم خپل تاثرات بیان کړي دي، د بریتانیا څخه خپریدونکي ټایمز ورځپاڼي لیکلې چي طالبانو هغه ولسوالي (موسی کلا) یو ځل بیا نیولې چي د دفاع لپاره یې ډیر بریتانیایې عسکر وژل شوي دي، ورځپاڼه لیکي چي : د افغان عسکرو سره د هوایې ملاتړ سره سره دطالبانو په لاس کي ددغي ولسوالۍ سقوط د افغان حکومت لپاره لوی شکست دی، ټآیمز لیکي چي امریکایې الوتکو د طالبانو د پرمختګ ډب کولو په موخه د موسی کلا په مربوطاتو کي ډیر هوایې بریدونه وکړل خو ددغي ولسوالۍ د سقوط مخه یې ونشوای نیولی، ټایمز زیاتوي چي : د موسی کلا له نوم سره ډیر برتانیایان اشنا دي ځکه دا دهغه ولایت (هلمند) یوه مشهوره ولسوالي ده چي ۴۵۳بریتانوي پوځیان پکي وژل شوي دي .

په مجموع کي د هیواد په شمال ، او جنوب ختیځ او لویدیځ کي د طالبانو پراخو سږنیو عملیاتو او لاسته راوړنو یرغلګر ځواکونه او د کابل حکومت ډیر ناارامه کړی دی، دوی ډیر کوښښ وکړ او لاهم لګیا دي چي د تبلیغاتو په مټ د طالبانو پرمختګونه کم ارزښته وښیې او په همدې ډول د خپلو عسکرو مورال اوچت وساتي، خو مځکني واقعیتونه (دطالبانو پیاوړتیا) تر ډيره پټ نه شي پاته کیدلای .

دولس سره سوال دی چي دا څرنګه پیاوړی پوځ دی چي د هوایې او توپچي ځواکونو د ملاتړ سربیره یو په بل پسې لویې لویې سیمي پریږدي ا وطالبان چي وسایل یې په هیڅ صورت د حکومتي عسکرو د امکاناتو سره د پرتلې وړ نه دي ورځ تربلي پر مخ روان دي، ګڼي سیمي نیسي او بیا په دې هم توانیږي چي ولکه پرې ټینګه وساتي .

په پای کي دې پایلي ته رسیږو چي د طالبانو وروستیو پرمختګونو د داخلي عسکرو وړتیا وننګوله ، رسنۍ او حکومت چي دافغان پوځ کومه وړتیا ښیې تر ډيره له واقعیتونو څخه لیري یوازي تبلیغاتي جنبه لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zubairgaznawi

ماشاالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x