طنــزونه

بــي بـــي ګـــلـــتانده

دایوه داسي ترکیبي کلمه ده چي تاسویې په لمړي ځل وینئ دا ترکیب خلاف القیاس خو یو نوعه معقولیت هم لري مخکي له دې چي داترکیب درته تشریح کړم یوه تمهیدي فقره درته وړاندي کوم هغه داچي له یوه کس نه چا وپوښتل چي که پالیز او تمباکو په یوه پټي کي وکرل شي نو څه نوم به یې وي ؟هغه جواب ورکړ – تمبالیز –

دا مرکب نوم که څه هم ظاهرا خندوونکی دۍ خو په حقیقت کي پر خپل مدلول ډیر په اسانۍ سره دلالت کوي

همداشان پورتنی نوم چي بي بي ګلتانده ده هم له دي قسم څخه بلل کیږي چي تشریح یې په لاندي ډول ده بي بي مانا BBCګل مانا ګلبدین تانده مانا تاند داچي مونث کلمه ورته کارول شوې ددې لپاره چي له بي بي سره یې مخالفت را نشي او یا په اعتبار دپاڼې سره (ه)ورته وکارول شوه دنوموړې بي بي دزوکړې ځای نامعلوم خو ګله ناکله دغزني په اندړوکي ولیدل شي دا ډیره بې حیا مکاره فاحشه بدلمنې بي بي ده هرچاته ځان ډیر ښائسته ،خپل ،معشوقه ،او دآرمان پوره کونکې معرفي کوي خوچي کله ناپوه او جاهل کس چي له خویونو اوعاداتو سره یې نابلده وي ددوستۍ لاس ورکړي دا ورته په جام کي دشربتو پرځای زهر ورکوي او وژني یې خو چي کله ورسره څوک خبرې کوي دا په ژبه ډیره خوږه وي او وایي چي ماهم یوازي مه بولۍ پلار مي یو وخت په دې سیمه کي واکدار تیرشوی هر چا چي به یې مخالفت کاوو نو هغه به یې دستر ګو په رپ کي وژلوچي نور بیا دداسي څه کولو جرئت ونکړي هغه په مرګونو تر هرچا ښاغلی وو او مور مي هم زما په شان ژبوره او چالاکه وه چي سپین یې تور او تور یې سپین خواږه یې تر خه او ترخه یې خواږه نومول او کمکی ورور مي بیا اوس زما هر څه مني چي زه کوم حه ورته وایم هغه مني زما بیډۍ ډیره پرې میره ده ځکه هغه بې تجربې ده ډیر په کم شي هم خوشحاله کیږي کله خو لا داسي هم وي چي ما هیڅ هم نوي ورته ویلي خوده هغه څه کړي وي چي زه ورڅخه راضي یم خوکله مې بیا دعمر دکموالي اونا پوهۍ او نه تجربې له امله خوارۍ په او بو لاهو کړي خو له ماسره اوس یوازینۍ اندیښنه دا ده چي پلار مور او دا تنکی ورور مي خلکو څه پیژندلي که دا پیژند ل نورهم روښتیا شي نو بیا به مي څوک په خوله تریخ پیاز هم ونه خوري

خو بیرته مي دخوښۍ ځای دادۍ هغه پلار مې چي اوس په تبعید کي شپې سباکوي لاهم دخپلو وفادارو په توسط راته ډاډ را کوي او وایي چي څه وخت لا نوره هم دالته پاتې شه زه هم درځم هغه وایي توره او ټوپک راسره نه دروړم چي بیا مي څوک ونه پیژني دا ځل به زهر دروړم چي بې ټک او ټوکه خپل غلیمان ووژنم او مور مې را ته په غبرګولاسونو دعاوې کوي او تنکی او کشری ورور مي دپلار ورک ملګري را ته پیدا کوي که یې کومک را سره کړ خو ډیره ښه کنه چي له دې دیاره مي وباسي هم غنیمت دۍ خو ویریږم چي تور دلي ته مې په نکاح نکړي ځکه ما اوریدلي چي پلار ،مور او کشري ورور مي ورسره هوکړه کړې !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x