
هند له افغان چارواکو سره د ناستې وخت نه لري
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان حکومت هغه غوښتني پرلپسې ردوي چې افغان حکومت یې د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه له څه مودي راهیسي کوي.
دواړو هیوادونو په ۲۰۱۱ کې د ستراتیژیک تړون امضا کړی، خو اوس هندوستان دې ته نه تیاریږي چې د افغانستان سره پر دغه موضوع باندي غونډه وکړي.
د هندوستان د رسنیو په قول افغانستان په دې ورستیو کې له هندوستانه پرلپسې غوښتي چې په دې اړه دي د هند حکومت د افغان حکومت سره غونډې جوړې کړي، خو د هند حکومت دغه غوښتني ردوي.
رسنۍ وايي چې د هند حکومت د خپل ناراضيت د ښکاره کولو په موخه قصدا نه غواړي چې د ستراتیژيک تړون په اړه د افغان حکومت سره کښيني، ځکه چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ نوي حکومت د هندوستان پر ځای پاکستان ته ترجیح ورکړې او هغې خواته یې د هند د ګټو پر ضد میلان زیات شوی.
بل خواته د هندوستان حکومت د دې غوښتنو د ردولو په پلمه ویلي چې د دوی د بهرنیو چارو وزیره سوشما ساوراج له دې کبله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره نه شي کتلای چې د هغې وخت له مخکې څخه د نورو بوختیاو لپاره پلان شوی، اوس لپاره هغه فارغ وخت نه لري.
بل خوا ته د هندوستان مشهورې ورځپاڼې «دي هندو» ویلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیره به په کابل کې د سیمه يیزو هیوادونو له خوا د افغانستان د اقتصادي مرستو په هغه غونډه کې هم ګډون ونه کړي چې د روان کال د سپتمبر میاشتي پر ۴ او ۵ مه په کابل کې دایریږي، بلکي په دغه غونډه کې چې افغان حکومت ورپورې ډېرې تمې تړلې، یوازي د دې هیواد یو ټیټ رتبه هیئت د ګډون هوډ لري، په داسې حال کې چې د ایران او افغانستان لوړ رتبه هیئتونه به د کابل په غونډه کې ګډون کوي.
باید وویل شي چې د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وورسته هندوستان د افغانستان سره تر اوسه ۲.۳ بلیونه ډالره مرسته کړې او په کابل کې د هندوستان سفیر ښاغلي راکیش سوډ ویلي چې د نوي ولسمشر اشرف غني له خوا د پاکستان پوځ سره نږدې اړیکي دوی د افغان حکومت سره همکاري ته نه تشویقوي.
واوا اشفزغنی نه دفنجاف نه دهندشوی فرخره به سپورشي لیوني ګرزه بیینه
د سیاف قواره او ناشولته جثه هسي هم سک (سردارسنگ) ته ورته ده د مفکر صيب حکومت ته پکار ده چی استاز سیاف وروليژي.
وايي فكه دادي لا بله سفكه
مه شوره وه چی نوریی هم سپک کی