نظــر

د شلګر د پاڅون په مېله د میراتې ډول وډنګېد

لیکوال: حسان شلګری

تیره شپه طالب زمریانو د شلګر د اربکیانو وروستی د تورې بنګړۍ سلطان جاسوس مشهور په کومندان عبدالله د منار په کلي کې په ژړه بوشکه سپور  د تاترین په خوا رخصت کړ.

سلطان مشهور په عبدالله هغه کس و چې په لومړیو کې یې د طالبانو په منځ کې د جاسوس په حیث فعالیت کاوو، خو وروسته یې د اسدالله خالد د اربکیزم په پروژه کې ځان داخل کړ، نوموړی تر دې وړاندې  له ګڼو مرګونو بریدونو روغ وتلی و، چې ایله بیګا د ژړې بوشکې ګوزار ته سیخ او له خپلې رینجرې او لغړزنو عسکرو سره  یوځای یې پنځمې هوا ته پورته کړ .

آسمان ته لار د ختو نشته
زه اربکی په بوشکه سپور ورخیږومه

د شلګر وروستی اربکی په داسې حال کې له دنیا څخه سفر کوي،چې د دې سیمې په ادعائي پاڅون څو کلونه وتلي  او اوس د اربکي پاڅون د هماغو پیلیزو شیبو په نسبت هرڅه به بل لټ اوښتي دي.

د ملاسلام اربک زیږونکې کورنۍ ټوله  د اسد خالد او پیټراییس له اربکۍ پروژې ځار شوې او اوس یې یوازې ګوډ رحمت الله مونډی لاس په کابل کې خړې سترګې لکه دګردلې لېوه دورې دورې ګرځي .

اسدالله خالد د طالبانو په یوه کاري برید کې له خپلو رئیسه اعضاوو مکمل ډي ډي آر شوی چې اوس خپلو او پردو ټول ترې مخ اړولی، په رواني ناروغیو اخته شوی او کله چې په کومو مراسمو کې د ټیلویزون په پرده راښکاره شي نو څیره یې یوه مزمن پوډري ته پاته کیږي.

د اربکیانو غور نیکه  جنرال ډیويډ پیټراییس  له هغې ورځې چې له خپلې یوې همکارې سره په بدکارۍ تور شوی بیا یي رسنیو نوم په خوله ندی اخیستی، معلومه نده چې نوموړی  به د خپل تقاعد په شیبو کې په شلګر او دافغانستان په نورو سیمو کې  د خپلو وچمورو  اولادونو  په اړه د کوم فکر اړتیاویني او کنه ؟

د کابل اربکیان لکه فیضان ، جبارشلګری،مجید قرار،سقیم ، سعید زابلی، همیم جلالزی او د غواوو ډاکټر غلام سرور ظهیر  داسې د خدای غضب وهلي چې دوه یې په یوه لاره سره نه ځي،څوک دعین په تخرګ ننوتي او څوک د غین په مردارۍ ټونګې وهي.

د شلګر وروستی اربکی په بم والوت ، مړ شو او خښ شو خو کابل میشتو ګوتمارانو یې ورباندې  حتی یوه فیسبوکي تبصره هم ونه کړه او نه یې پرې غمرازي ښکاره کړه.

اربکیانو او د پیټراییس زامنو!  همدا حالت مې له خدایه درته غوښت،تاسو چې خپل ټول اصالت ته شا کړه،خپل دین،خپل افغانیت او خپل انسانیت ته مو په ټیټه وکتل او یوازې مو د خرګاډۍ د خرو غوندې د پيټراییس او اسد خالد د ملیشه سازۍ شیطاني پروګرام ته اوږه ورکړه، د خپل سپیڅلي ولس او متدینو کلیوالو په خلاف مو وسله واخیسته  او خپل وروڼه او تربرونه مو یوازې د امریکا د ګټو لپاره ووژل، نو په همداسې انجام ارزئ .

وایي لوخې د قام سپکه وکړه  سر یې په دریاب کې وچ شو، تاسو هم الله تعالی همداسې وشرمولئ، که له یوې خوا په شلګر کې وژل کیږئ بله خوا مو په فاریاب کې دلۍ دلۍ مړي پراته دي، د موسی کلا د اربکیانو ډډوزې مو تر لشګرګاه ورسیدې او په کندز کې مو په لاوارثه جسدونو  سپیان او کجیران ماړه شول ، خو هغه رسنۍ چې یو وخت یي تاسو ملي پاڅونیان بللئ اوس درته یوازې غیر مسؤل وسله وال وایي، په مرګ مو ددښمنانو غوندې خپل پروني دوستان هم خوښۍ کوي، هیڅوک نشته چې ستاسو په مړي وژاړي، ستاسو جسد تر هدیرې ورسوي او ستاسو په  حق کې ددعا لاس پورته کړي.

چا چې د شیطان منلې له هغو څخه په پای کې شیطان هم بیزاره وي، همدا قرآني وعده ده چې نن د هر چا په نسبت په تاسو اربکیانو ښه  صادقه ده، اولس او مجاهدین خومو دشمنان دي چې وژني مو مګر خپل دوستان امریکایي رسنۍ او کابل میشتي خواخوږي مو هم له مرګ وروسته درته غیرمسؤل او لاوارثه ټوپکیان وایي او خپل مو نه بولي.

د شلګر اربکیه عبدالله ! تا چې خپل پاک او سپیڅلي اندړ د پیټراییس په قومنده وژل، په نیمه شپه یې په کورونو وراوښتې،له غریبو کلیوالو دې په زور پیسې شکولې او د بې ګناه او شهیدو افغانانو مړي دې لوڅول  بیا دې دخپل موټر په بانټ تړل او د شلګر په کوڅو کې دي ګرځول نن راته ووایه چې ددې شرموونکو جنایاتو په مقابل کې کوم پاداش په لاس درغی؟

abdullah_arbakai
د موټر تر مخ عبد الله اربکی ښکاري د یو مړي افغان توهین کوي

تا چې د امریکا د ګټو لپاره  د خپل اولس په وړاندې تر امریکایانو ډیر وحشت او بي رحمۍ ته ملاتړلې وې دا راته ووایه چې نتیجه یي څه شوه؟  راوښیه هغه ګټه چې تاته په لاس درغله!

پوهیږم چې هیڅ په لاس درنغلل یوازې دې خپل دنیا او اخرت له لاسه ورکړل، په دنیا کې دې خپل قوم ته داسې تور تاریخ پریښود چې ترابده به دې خپلوان په نوم  او خپلوۍ شرمیږي، اندړ به تر ابده ستا په قبر توکاڼي توکي، په تا به لعنتونه وایي  او په قیامت کې خو به دې ځای ځکه د پيټراییس او هالبروک تر څنګ وي چې ددنیا ملګرتیا د آخرت د ملګرتیا لپاره مقدمه او دلیل دی .

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابن شهید ين
میلمه
ابن شهید ين

سم كا ورسره وشو ….خو دزر بختي زوي خيال امريكايي حركتي تاج محمد يي حسيني دي هير كري …

Back to top button
Close
Close