طنــزونه

په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی (طنز)

په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلیچې انټرنیټ مې خلاص کړ ، عجیب خبر مې ترسترګو شو ، پژواک اژانس لیکلي وو ( عاجل خبر : دهلمند په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی ) ژر مې ټیلفون ته لاس کړ ، دپژواک اژانس دمشر دانش کړوخېل نمبر تیار راسره په مبایل کې محفوظ وو ، نمبر مې وواهه ، چې له واره زنګ ورتېر شو .
ـــ دانش صیب سلامونه
ـــ  وعلیکم السلام . . . ښه یاست
ـــ  شکر دی . . . ستاسو دروغتیا په هیله  . . .  یوه خبره مې کوله
ـــ ولې نه مهرباني وکړئ

ـــ ستاسو  د اژانس په ویب سایټ مې یو خبر ولید چې ویل یې په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی ، آیا دارښتیا ده ؟

ـــ هو بالکل رښتیا ده ، ځکه ماپه  خپله  څو   شیبې وړاندې په هلمند کې له چارواکو سره خبرې وکړې  ، هغوی ویل چې داخبره سل فیصده  واقعیت لري .

ـــ ښه تاسو په خپله تماس ورسره ونیو ، هان ؟؟

ـــ هو هو لومړی داخبر زموږ سیمیز خبریال راولیږه ، چې ویل یې دهلمند دوالي ویاند داود أحمدي داسې ادعا کوي ، خو وروسته ما خپله  له داوداحمدي سره خبرې وکړې ، هغه ویل چې زموږ منابعو راته ویلي دي ، چې پرون سهار پاو باندې اته بجې د هلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ  دغریب اباد په سیمه کې له اسمانه یو تک شین خر راغورځیدلی  دی .

ــ  ښه نو تاسې دا ترې ونه پوښتل ، چې داخبره څنګه امکان لري ، او په کوم اساس دعوه کوي چې دا خبر رښتینی دی ؟؟

ــ  وروره  زموږ دومره چیړ چاړ  نه دی زده ، خو نوموړي وویل چې زموږ منابعو داخبره کړې ده ، او همدا دهلمند دولایت دمقام نننۍ  رسمي خبرپاڼه ده ، چې باید پژواک یې نشر کړي .

ــ  ښه ښه  ، هسې  زما مطلب داوو چې ستاسو دویب پاڼې په لومړي مخ لیکل شوي دي ، چې ( دپيښو رښتیني هنداره ) مطلب داچې ستاسو په پاڼه کې چې څه راځي هغه به ضرور رښتیا وي ، زه ستاسو دپاڼې اکثره خبرونه په پټو سترګو منم ، خو په دې خبره کې لږ شک رالویده ما ویل هسې خپل شک ختم کړم .

ــ ورور جانه  که رښتیا درته ووایم یو په دې خبر یو څه زما هم زړه غل دی  ، ځکه خبر په ژورنالیستیک معیار برابر نه دی  ، کجکي ولسوالي هغه سیمه ده چې نه په کې یو خبریال شته ، نه په کې تیلفون کار کوي ، او نه دمعلوماتو بله سرچینه هلته وجود لري ، دا خبر که له یوې خوا عجیبه دی ، له بلې خوا یوازې دیوه تن  ( دهلمند دوالي ویاند داود احمدي ) لخوا مطبوعاتو ته لیږل شوی دی ، چې په ژورنالیستیک مسلک کې  نهایتا  ادعا بلل کیدای شي ، او داچې موږ  نشر کړی دی ، دایې درښتیا والي دلیل نه شي کیدلی ، ځکه موږ هم تړلي چرګان یو ، دهلمند والي دامریکایانو ډیر سکنی دی ، که موږ یې خبرپاڼې همداسې بې سانسوره نشر نه کړو ، بیا امریکایي سفارت کله میاشتنی فنډ راکوي ،  پوه شوې وروره ، که زما منې په دې خبرو پسې سر مه ګرځوه .

بې واره  مې ټیلفون کټ کړ ، ځکه دکړوخېل ګډو وډو بیخي ګنګس کړم ، دپژواک ویب سایټ مې  وتاړه ، او بي بي سي پښتو ډاټ کام مې راخلاص کړ ، هلته هم ټاپ خبر همدا وو ، بي بي سي والو د پښتو لیکدود په خپل ممتاز سبک لیکلي وو (  دکجکي اسمان خر را ورولی دی ) حیران پاته شوم ، دټیلفون ګوشۍ مې راوخیسته ، دنومونو په لست کې مې د ( ع ) توری کلیک کړ ، دعزیز احمد شفیع نوم راواوښت ، چې په هلمند کې دبي بي سي لپاره کار کوي ، دوه دری ځله مې ټیلفون ورته وکړ ، خوپورته یې نه کړ ، څلورم ځل یې چې پورته کړ ، نو خورا په غوسه وو .

ــ داڅوک یې چې درګرده ژنګونه وهې  . . .

ــ ها هاها  شفیع صیب زه یم ولې داسې په غوسه یې په کور کې خوبه دې جنګ نه وي کړی . . .

ــ او هو بښنه غواړم ، ماویل داڅوک دی چې داسې بې وخته راته  زنګونه وهي ، ښه څه خبره مو کوله  ؟

ــ هو همدا اوس مې په بي بي سي پښتو ډاټ کام کې ولیدل چې په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی ، داکیسه څنګه ده ؟

ــ  خر دې خدای تباه کړي لا له هغو خرو سره چې دا ډول ادعاګانې کوي ، تو خدای دا خبره به خر ومني  .

ــ یاره نو  موږ ته ولې   برګ برګ  کیږي ، خو ستاسو راډیو همدا خبره کوي ، او ستاسو له خولې یې کوي  چې په هلمند کې یې استازی یاست .

ــ وروره خپه نه شې ، داچې نن مې خبرې داسې ګډوډې دي او اعصاب مې ګنګس دي ، همدا دکجکي دخره  او د لښکرګاه او لندن دڅو نورو خرو له لاسه  ، سهار وختي راته دوالي ویاند ټیلفون وکړ ، چې ژر ځان راورسوه چې خبري کانفرانس دی ، ماویل سمه ده ، خبري کانفرانس ته  چې ورغلم چې ګورم دوالي ویاند داود احمدي چې تازه یې په پڅه چاړه مخ شین کړی وو ، په سټیج راښکاره شو ، لومړی یې په خبریالانو زیری وکړ ، چې نن یې دخپلو بي نومه منابعو په توسط یو خورا جالب خبر ورته موندلی دی ، ژورنالیستا ن ټول په هیله شول ، په دې وخت کې داود احمدي  دوالي ګلاب منګل مطبوعاتي خبرپاڼه پرانیسته او  ویې ویل چې  دهلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له  اسمانه یو تک شین خر را لویدلی دی .

ددې خبرې په اوریدو چې ژورنالیستان له یوه بل سره وموسیدل او کړسنده خندا ته یې ځان جوړاوه ، دوالي ویاند ټنډه تروشه کړه او له ژورنالیستانو یې وغوښتل چې دخبرپاڼې پاتې برخې ته غوږ کیږي او له ځانه سره یې په خپلو ریکارډرانو کې ثبت کړي .

دوالي ویاند وویل  دا ډیر دافتخار ځای دی ، چې دغه پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي ، چې په هلمند کې دګلاب منګل غوندې یو مسلکي او په چارو پوه شخصیت دنده اجراء کوي ، نوموړي وویل په هلمند کې دخره  رالویدل داپه ډاګه کوي ، چې دهلمند والي له ځانه سره ترکومې کچې دامریکا دولسمشر بارک اوباما ملاتړ لري ، ځکه  خر دبارک اوباما  ددیموکرات ګوند انتخاباتي سمبول دی ، او داچې نن همدغه خر په هلمند کې رالویږي معلومه ده ، چې دافغانستان دبلې هرې سیمې په نسبت دهلمند والي له ځانه سره ډیر امریکایي ملاتړ لري .

داود احمدي همدا وویل ، او نور پرته له دې چې دژورنالیستانو پوښتنې او ذهني سوالیې ځواب کړي ، له غونډې روان شو ، نوموړي په دروازه کې یوځل بیا شاته راوکتل او ژورنالیستان یې په امرانه لهجه مخاطب کړل چې نور تاسو پوه شوئ او کار مو . . .

له خبري کانفرانسه په داسې مهال راپاڅیدلم ، چې یوه دنیا تشویشونو په مخه کړی وم ، په لاره مې  دازادۍ رادیو خبریال الیاس داعي او پژواک خبریال ښاغلی شمس څنګ ته کړل ، او له واره مې ورته ورته کړل چې ( څه په کې وایاست ؟؟)
هغوی هم چې ترشونډو لاندې موسېدل وویل ، چې موږ عاجزان به څه په کې ووایو ، په دا ډول خبرپاڼو کې خو یوازې هغه مهال څه ویل کیدای شي چې لا دولایت په ماڼۍ کې ترتیب شوي نه وي ،  اوس چې دګلاب منګل له توشیح  او داود احمدي لخوا ابلاغ شوې ده نو لکه چې وایي ( په سُر ناچي یې یوازې  پُو دی ) په موږ یې هم یوازې لندن او پراګ ته پارسلول دي .

ما ورته وویل   همداسې ده داخبره چې ښایي دخره ماغزه یې هم ونه مني اوس چې دګلاب منګل په دماغ کې راګرځیدلې باید راپورونه ورباندې ولیکو ، او کنه  نو باید  دبولان دهدېرې انتظار وباسو . . .

عزیزاحمد شفیع ترهمدې ځایه خبره ورسوله  چې زه یې په مطلب ترپایه ورسیدم نو مې ورته کړل

ـــ  ښه ښه نو ستاسو عاجزانو دې هم خدای غور وکړي ، چې هغه څه راباندې منئ ، چې خپله ورپورې خاندئ ، او شنه دروغ درته ښکاري .

ـــ وروره والله نو څنګه وکړو ، دا یوګوله ډوډۍ مو ترهمدې  مزدورۍ پورې تړلې ده ، که په همدې دروغو دلندن او لښکرګاه دصاحبانو زړونه ونه ساتو ، نو همدا راشن هم راباندې دریدلی بویه

له همدې سره مې له عزیزاحمدشفیع نه خدای پاماني واخیسته تیلفون مې کټ کړ ، او ژر ژر دنورو ویب پاڼو په کتلو بوخت شوم ، له الجزیرې نیولې تر رویټر پورې ، او له  دویچه وله  راډیو نیولې ، تر پریس ټي وي پورې ټولو همدا خبر ددهلمند والي دویاند داود احمدي لخوا رانقل کړی وو ، دغه راز مې چې پښتو ویب پاڼې رااړولې هم ټولو په لومړي مخ همدا خبر درلود .

خو په مختلفو ویب پاڼو کې ددې خبر دبیا بیا مطالعې په مهال څو ټکو ته متوجه شوم ، لومړی داچې دټولو خبري ادارو  منبع یوازې  دهلمند دوالي ویاند داود احمدي وو ، مطلب داچې داخبر  یې په خپلو مستقلو او مباشرو معلوماتو نه وه بناء ، حتی ډير رسنیو ویلي وو  چې پیښه په داسې ځای کې رامنځته شوې ، چې هلته هیڅ ارتباطي وسیله نه کاریږي  ، او داخبر هم یوازې حکومتي سرچینو خپور کړی ، چې دخلکو او عیني شاهدانو تصدیق نلري .

بله داچې دخبر یوازینۍ منبع  ( داود احمدي ) مختلفو رسنیو ته دخبر جزیات په مختلفو ډولونو ورکړي وو چې دې څورنګۍ سړي ته دخبر په اړه نور شک هم وراچاوه .

دبیلګې په ډول داود احمدي دازادۍ راډیو حمید مومند ته په مرکه کې ویلي وو ، چې راغورځیدلی خر په کجکي کې دامریکایانو دیوه بیس له څنګ سره راغورځیدلی دی، چې ډير ژر زموږ دمتحدینو امریکایي سرتیرو لخوا په ډیر عزت خپلې قرارګاه ته بیول شوی دی ، او ډير ژر ده چې دیوې ځانګړې چورلکې په واسطه مرکز لښکر ګاه ته رانقل شي ، ترڅو خبریالان ورسره عکسونه واخلي  .

خو تاند ویب پاڼې ته داود احمدي بیا ویلي وو چې خر دکجکي په مربوطاتو کې دهلمند په څپاند سیند کې غورځیدلی دی و چې تراوسه یې موږ ته جسد په لاس نه دی راغلی ، دغه راز دا هم نه ده معلومه چې نوموړی خر به مړ وي او که ژوندی ، خو مهمه داده چې دا خر رالویدلی اوزموږ په ولایت کې  داپیښه رامنځته شوې ده .

دغه راز بیا له خدمتګار ورځپاڼې سره په مرکه کې داود احمدي ویلي وو چې خر دکجکي په غریب آبادسیمه  کې زموږ دمحلي پولیسو ( اربکیانو ) دیوه قومندان په کور کې رالویدلی او ددې لپاره چې دا مهم خر کومه خوا ونه تښتي تراوسه پورې نوموړي قومندان دغه خر دوربل ساتلی ، او ډير ژر ده چې داخرد خارجي دوستانو لخوا امریکا ته نقل شي ترڅو اوباما له دې تاریخي خره څخه په خپل ټاکنیز کمپاین کې کار واخلي  .

ما دخره په اړه همدا دمختلفو پاڼو مختلف راپورونه او دهلمند دوالي دویاند له خولې مختلف اقوال تحلیلول او توحیدول ، چې ناڅاپه  مو دسپارلي ۳۰۳ بس جمپ وخوړ ، او زه یې له درانه خوبه راویښ کړم ، سوړاسویلی مې وکیښ ، یوې بلې خوا ته مې په حیرانۍ سترګې وغړولې ، چې دڅنګ دسیټ ملګري راباندې غږ کړل ، لکه چې دموټر جمپ په خوب کې وویرلې ، ماورته کړل ، ښه شوه چې راویښ یې کړم ډیر جنجالي خوب مې لید چې سخت په کې سرګردانه وم .

ـــ څنګه ؟

ـــ خوب مې لید چې راډیوګانې وایي چې دهلمند په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی دی ، زه تلاش کوم او له هرچا پوښتنه کوم چې داخبره رښتیا ده که دروغ ، خو هیڅ مې سرنه پرې خلاصیږي

ـــ  ښه ، ههههه  دکجکي غوندې سیمو په اړه داډول خوب لیدل عجیبه مه بوله ، که داخبره دې اوس په خوب کې لیدلې ده کیدای شي یو وخت یې په ویښه هم واورې .

ـــ څنګه وروره ؟

ـــ کیسه داسې ده چې زه خپله هم دکجکي ولسوالۍ یم ، کجکي ولسوالۍ دافغانستان د ډیرو لرو پرتو سیمو غوندې هغه سیمه ده ، چې نه په کې تیلفون شته ، نه بله داړیکو اسانتیا او نه هم دکومې راډیو خبریال شته ، نو چې دچارواکو او خبریالانو هره خبره په زړه را وګرځي په همدې سیمو یې ورتپي ، چې بیا یې دچا پلار هم نه شي سپینولی .

زه دکجکي دروشن اباد دکلي یم ، څو ورځې وړاندې ټولو راډیوګانو  دهلمند دوالي دویاند داود احمدي له خولې اوازه ګډه کړه ، چې د کجکي ولسوالۍ دروشن اباد په کلي کې طالبانو له ۱۷ کسانو سرونه پریکړي دي ، زموږ کلیوالو چې دا خبر واورید ، که له یوې خوا مو له خندا پښتورګي په درد شول له بلې خواحیران پاته وو چې اوس یې په چا سپینوې ، ځکه په هغه ورځ زموږ په کلي کې په والله کې ۱۷ میږیان لا مړه وو پاته انسانان شول ، نو مو همداسې  راډیوګانو ته غوږ نیولی وو او حیران پاته وو .

ـــ  ههههه  تا دهلمند دوالي دویاند داود احمدي نوم یاد کړ ، ماچې په خوب کې له اسمانه دخره  درالویدو خبر لید هغه هم  دهمدې سړي له خولې نقل شوی وو ،  چې داڅوک دی ؟

ـــ نه یې پیژنم خو خلک وایي دوالي ګلاب منګل پخوانی ملګری دی ، چې کیدای شي دهغه غوندې به خلقی وي .

په دې وخت کې  یوه سپين ږیرې له شاتنۍ چوکۍ نه سر راوږد کړل او ویې ویل ، تاسو په ګلاب منګل او داود احمدي کې غږیدئ ، زه دوی پیژنم ، چې دواړه پخواني خلقیان دي ، چې اوس یي امریکایي پوست اغوستی .

ـــ ښه ته یې پیژنې ! نو دا ولې داسې دروغ وايي ؟

ـــ دوی چې دې څوکۍ ته رسیدلي په همدې دروغو رسیدلي بل خو کوم کمال نلري ، ځکه دامریکایانو دویاندۍ وظیفه خو صادق مسلمان نه شي کولای خو همداسې یو دروغجن به ورته ګوري ، ستاسو مجلس ته زما غوږ وو تاچې کوم خوب لیدلی کیسه کټ مټ همداسې ده ، ځیني خوبونه خورا واقعي وي .

لیکوال: ذره بین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x