افغانستان

د ملي اردو د عسکر په ډزو لږ تر لږه درې تنه استرالي عسکر وژل شوي دوه نور ټپیان دي

australian soldierنن ټکی آسیا: ایساف وايي چي د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو په یونیفارم کي یو تن د ایساف درې تنه عسکر په ډزو سره ووژل.

نن سهار د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کي وويل شول، چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې یو تن چي د ملي اردو یونیفارم یې په تن وو، د ایساف پر عسکرو ډزي وکړي، چي له کبله یې درې تنه بهرني عسکر ووژل شول.

په خبرپاڼه کې د پيښي دقیق ځای او نور جزئیات نه دي څرګند شوي. او نه هم د بریدګر د برخه لیک په اړه معلومات ورکړه شوي، خو ویل شوي چي پيښه تر تحقیقاتو لاندي ده.

بل خوا د استرالیا فوځي چارواکي وايي چي په افغانستان کې یو افغان عسکر د هغوی درې تنه عسکر ووژل او دوه یې نور ټپيان کړل.

ګمان کیږي چي پيښه به د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ګډو ځواکونو په یوه مرکز کې را منځته شوې وي، خو تر اوسه یې د کوم رسمي سرچیني څخه تصدیق نه دی شوی.

د برید ګر په اړه ویل کیږي چي د پيښي وروسته په تیښته بریالي شوی دی.

باید وویل شي چي تر دې پيښي دوه ورځي وړاندي 27-8-2012 د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې هم د ملي اردو یوه عسکر دوه بهرني عسکر ووژل شول.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي آسیا ته د پيښي تصدیق وکړ، او زیاته کړې چي پيښه د روزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې را منځته شوې، او قربانیان تر دې زیات دي ، نومړي وویل: ((تیره ورځ دترینکوټ مراباد  دبنو څي په سیمه کي په یوه سرای کي دننه دچاپې پر مهال دیوه افغان با احساسه افغان بریدمن  پر استرالیا فوځیانو دټوپک خوله ور واړوله او لس تنه یې مړه او ژوبل کړل او نوموړی غازي روغ رمټ له دپیښې له ځایه و ووت )).

نومړي همدا راز وویل چي تیره ورځ مازیګر د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه عسکر یو برتانوی عسکر په چاړه مړ کړ، دوه یې نور ټپیان کړل.

چي بیا وروسته دغه عسکر هم د بهرنیانو له لوري په ډزو ووژل شو، او د حیدر اباد او سنګین تر منځ د امان الله کاریز په سیمه کې چیرته چي دا پيښه را منځته شوې وه، د ملي اردو قرارګاه امریکایانو ویجاړه کړه، او د قرار ګاه قومندان او ۳ تنه نور مسئولین یې له ځانه سره اسیر کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x