نظــر

اربکی اړو دوړ، او په اړه یې دریځونه!

arbakianدافغان کړیدلی مظلوم ولس قسم خوړلي دښمنان په هېڅ ډول نه غواړي چې افغان ولس په آرامه توګه ژوند وکړي، د یو ځواکمن او غښتلي ریښتینی اسلامي نظام په سیوري کې پر مختګ وکړي، خپل برخلیک په خپله وټاکي، دا چې دهر ریښتیني افغان په رګونو کې دخپلواکۍ او آزادۍ وینې څپې وهي، کله یې هم پردیو ته د مریتوب سر نه دی ټيټ کړی، دا هسې هوايي خبره نه ده، یو منلی حقیقت او ریښتینی واقعیت دی چې تاریخ ګواهي پرې ورکوي، له انګریزانو را نیولي بیا تر روسانو او اوس تر امریکایانو او ور سره څه باندې څلویښتو اشرګړیو یې.

په دې ټول پوهېږې او ټول یې مني آن چې خپل امریکایان یې هم مني، چې ددوی په وړاندې دغه یوولس کاله افغان ولس کلک او ټینګ ولاړ دی، دا دي اوس دوی خپله سهار او بیګاه په مړو او خړو سترګو خپله تاریخي ماتې دګڼو خبري رسنیو لخوا خپروي او مني يي.

هو په دې کې شک نشته چې دیرغلګر دښمن دملا تير درز کړی، الله تعالی ته لاسونه پورته کوو چې دملا تیر یې بوټ ور مات کړي، نور له ښې وتلی، ددې نه دی چې له افغان باتور او سرلوړي ولس سره مخامخ ډغرې ووهي، اوس یې سد سر ته ورغی، ماغزه یې په ځای شوي، پوهېدلی چې نور نو يې دشرمېدلې ماتې پیلامه ده، ځکه خو پښې سپکوي.
 

مګر یو کار خامخا کوي، کوم چې یوازې ده نه، بلکې له ده مخکې کرغېړنو انګریزانو او ورپسې سرو روسانو هم وکړ، دوی شرمېدلې وتښتېدل مګر افغان ولس یې په خپلو کې سره واچولو، اوس امریکایانو او ورسره یارانو یې دهمداسې یوې بلې نوې ناولې لوبې پلي کولو ته مټې رانغښتې دي، که څه هم چې پلانونه خو یې له ډېر مخکې نه ورته برابر کړي خو اوس یې عملا پلي کوي، دا چې دغه شومه او ناولې لوبه به یې تر کومه او څومره کامیابه وي داسې ښکاري چې تر ډېره به مطلوبې لاسته راوړنې ونه شي لرلی.

دیادونې ده چې امریکایان دغه لوبه دناولو پاکستاني استخباراتي کړیو په مټ پر مخ بیايي،  ماده پرست او څو مخه پاکستان اوس غواړي چې یو ځل بیا له افغان ولس نه دځینو پاټکیانو په مستولو خپل غچ واخلي، بیا په تېره کله چې طالبانو دپاکستان دتورمخي سیاست په اړه خپله تګلاره بدله کړه، پاکستان تر اوسه داسې انګیرله چې له طالبانو نه به دخپلو شومو موخو لپاره کار واخلي، خو کله چې پوه شو چې زهر او منتر یې پر هغوی اغیز نه کوي نو یې بیرته دزړو یارانو په لوري مخه کړه، هغوی ته یې امکانات برابر کړل، په شا یې وټپول، او دنوې یارانې جوړولو شنه څراغان یې ورته ولګول، سړی نه پوهېږي چې دا ځل لیلا بیا څه رنګه دجعلي مجنون په ژمنو چې په حقیقت کې هغه خپله دبل لیوني مجنون لیلا ده باور کولی شي!

پرون مې دګلبدین حکمتیار دشهادت ورځ پاڼې په تبصره هسې سترګې ولګېدې، تبصرې دامریکې په ابتکار او د آی اس آی په مټ جوړ شوي اربکي پاټکیان داسې انځور کړي وو چې ګواکي دوی د نړیوالو ځواکونو پر خلاف را پورته شوي، نه یوازې دا بلکې دکابل د ادارې پر خلاف او همدا رنګه ددې تر څنګ یې دمجاهدینو پر خلاف هم بللي وو، تبصره داسې وايي: ( ويل کيږي چي کابل اداره، بهرني ځواکونه او طالب ځواکونه ددې پاڅونونو سخت مخالف دي ) او بیا یې خپل دريځ داسې څرګند کړی: (  د حزب اسلامي جهادي گوند او مجاهدين يې د هر هغه ولسي پاڅون مرسته او ملاتړ کوي چې د اسلام او اسلامي حکومت د رامنځ ته کېدو په خلاف نه وي. د هر هغه پاڅون په ټينگه ملاتړ کوي چې د هر ډول ظلم د غلام رژيم او د بهرنيو اشغالگرو ځواکونو د شتون او واکمنۍ په خلاف وي ).

پورتنیو ټکو ته په کتو سره باید وویل شي چې تر اوسه خو هېچا نه دي اورېدلي چې دغه اربکي پاټکیانو دې داشغالګرو خلاف یوه ناره هم پورته کړې وي، په هر ځای کې چې را پورته شوي لومړی ناره یې دجهاد او مجاهدینو پر خلاف پورته کړې، نو بیا دهمدوی په تعبیر بهرني ځواکونه څه رنګه ددغه اربکیانو مخالف کېدای شي، په داسې حال کې چې دا ابتکار دلومړي ځل لپاره پیټرایس خان کړی او آی اس آی یې دعملي کېدو ټټر ورته وهلی! او تر اوسه پورې خپله بهرنیو هم ددغه اربکیانو په وړاندې کوم منفي عکس العمل نه دی ښودلی.

او دا چې دکابل اداره ددغه پاڅونونو خلاف ده نو تر کومه ځایه چې دکرزي خان درسمي ویاند څرګندونې دي د بې بې سي خبر یې په اړه داسې وايي: ( د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي افغان حکومت له هغو ټولو ولسي پاڅونونو نه چې د ظلم په وړاندې کیږي ملاتړ کوي: ” د افغانستان حکومت له هغو ټولو پاڅونونو نه چې د ظلم په وړاندې شوي په پوره توګه ملاتړ کوي. موږ هیله لرو چې حکومت دغو پاڅونکونکو سره په هغه برخه کې چې دوی د مرستې تمه لري، مرسته وشي کولای او په دې توګه د دولت مخالفو وسله والو ته دا موقع ورنه کړو چې زمونږ په ولس ظلم وکړي.” بې بې سي چهار شنبه، داګست ۲۹.
او که راشو خپله داربکي بنګیانو لونګ خان ته نو دبې بې سي خبر یې داسې بیانوي: ( ښاغلی فیضان الله فیضان وايي، وروسته له هغې یې چې خپلې سیمې د طالبانو له شتون نه پاکې کړي نو وسلې به دولت ته تسلیم او خپل عادي ژوند ته به ستانه شي ) بې بې سي، چهار شنبه، ۲۹ اګست.

اوس که وګورو نو ددغو امریکايي اربکي پاټکیانو په اړه دګلبدین حکمتیار او حامد کرزي دریځ یو دی، دوی دواړه ظاهرا په هغه صورت کې د امریکايي اربکیانو ملاتړ کوي چې ددوی پر ضد نه وي، او اربکیان هم ددوی دواړو پر وړاندې یو رنګه دريځ لري، تر اوسه پورې په هېڅ ځای کې یو اربکي هم نه دامریکا پر ضد غږ پورته کړی، نه یې د ګلبدین حکمتیار او نه یې هم دحامد کرزي، نو له دې معلومېږي چې دغه اربکیان یوازې او یوازې دافغان ولس دځورولو لپاره راپورته کړل شوي دي اوبس.

 یوه خبره شته هغه دا چې دوی درې واړه امریکا + کرزی + حکمتیار له یو شي نه ډارېږي، دوی وايي چې مونږ خو دا لوبه دافغان ولس پر ضد پیل کړې ده خو داسې نه چې که یې یو ځل زور ونیو چې بیرته پر مونږ مخ را وګرځوي، ځکه دوی درې واړه په دې باوري دي چې ولسي ملاتړ نه لري، او دغه لوبه به خامخا ولس ته تاوان کوي، او بل درې واړه په دې هم ښه پوهېږي چې په پاکستان باندې باور کول او بیا دا چې لوبه هم دهغه په لاس کې ده له اور سره لوبې کول دي، نو ځکه اوس داسې مشروطې او مقیدې څرګندونې کوي، کرزی هم وايي چې که زما پر خلاف نه شي، او دظلم پر خلاف وي نو زه یې ملاتړ کوم، حکمتیار هم وايي چې که زما پر خلاف نه شي او زما له کنترول نه ونه وزي یوازې دظلم په وړاندې وي نو زه یې هم ملاتړ کوم، دوی داسې ګومان کوي چې ګواکي دوی درحمت ملایکې دي، ظلم او ناروا بالکل ددوی کور او کلی نه پېژني!!!

 پاتې دې نه وي چې دوی په ښکاره داسې نه وايي چې که زمونږ پر خلاف نه وي نو منو یې او که  نه، نه یې منو، بلکې کرزی وايي چې که ددولت پر خلاف نه وي، ددې پر ځای چې ووايي زما پر خلاف ،وايي ددولت پر خلاف، او دحکمتیار دورځ پاڼې تبصره بیا وايي چې کله داسلامي نظام پر خلاف نه وي نو منو یې او که نه، نه یې منو، دوی خبره داسلامي نظام کوي مګر مطلب یې خپل ځان دی، ځکه ددوی په ګومان اسلامي نظام له دوی نه پرته بل څوک کله راوستلی شي؟
تر اوسه پورې یوازې طالبان دي چې په دې اړه یې واضح او څرګند دريځ خپل کړی هغوی وايي چې دا لوبه له اصل او اساس نه پردۍ ده، ابتکار یې امریکايي پيټرایسي دی، نقشه او عملي کول یې آی اس آيي دي، او وسیله یې پاټکي لنډغر، بنګیان، لونګیان او ګلپیان دي، ځکه خو باید ولس سر له اوس نه ورته متوجه اوسي.

زما خپله مشوره هغو ځینو کسانو ته چې یا دیو څو ډالرو په مقابل کې او یا هم ددرواغزنو ډنډوره چیانو دتبلیغاتو له وجې تېروتلي وي باید سر په خپل ګرېوان کې کښته کړي، له دنیا نه مخکې خپل آخرت وسنجوي، او په دې اړه فکر وکړي چې دده خپل ژوند او وینه خپله ده ته څومره اهمیت لري؟ باید له تعقل نه کار واخلي خپل ارزښتناک ژوند دنورو له سیاسي موخو نه قربان نه کړي، خپل راتلونکی وسنجوي، دخپل ولس او خپل دین دخدمت لپاره مټې را ونغاړي، ددې پر ځای چې دمسلمان لخوا د امریکايي تر څنګ ووژل شي غوره بلکې لازم نه ده چې د امریکايي لخوا دخپل مسلمان ورو تر څنګ شهید شي؟   

ایمل صادق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x