نړۍ

ترکيې هم سوريه کې د داعش پر مرکزونو بمبارۍ پيل کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د اسلامي دولت ډلې داعش پر ضد ترکيې هم امريکايي ايتلاف کې له ګډون وروسته سوريه کې د داعش پر مرکزونو بمبارۍ پيل کړې.

د ترکيې بهرنيو چارو وزارت منلې، چې د ترکيې سرحد ته څېرمه يې سوريه کې د داعش پر مرکزونو بمبار کړی دی.

له تېرو څو اونيو راهيسې ترکيې د داعش پر ضد عمليات پيل کړي او د شام سرحدي سيمو کې امريکايي جنګي الوتکو يې ته د پرواز او عملياتو اجازه ورکړې ده.

د ترکيې بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکيې سرحد ته څېرمه د داعش فعاليتونه د ترکيې امنيت لپاره ګواښ دی او له همدې امله دوی د داعش پر ضد عملیاتو لپاره امريکايي ايتلاف کې د داعش پر ضد بمبارۍ پيل کړي.

د ترکي چارواکو په وينا داعش د ترکيې سرحدي سيمو کې چاودنې کړي او د نورو عملياتو هوډ لري او له همدې امله دوی پرېکړه کړې، چې د داعش مرکزونه ونړوي او خپل هېواد ته د ورپېښو ګواښونو مخه ونيسي.

تېره مياشت داعش د ترکيې سرحدي سيمه چاودنه کړې وه، چې له امله يې دوولس تنه وژل شوي وو.
له دغو چاودنو وروسته هم ترکيې د داعش پر مرکزونو بمبارۍ کړې وې، مګر دغه بمبارۍ د امريکايي ايتلاف برخه نه وه.

د ترکيې جنګي الوتکو د اوسنيو بريدونو په اړه رسنيو ته بشپړ معلومات نه دي رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x