افغانستان

امريکا له يوولسم سپټمبر وروسته پر افغانستان د اتومي بريد پلان درلود

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): امريکا ۲۰۰۱ کال کې پر نيويارک او پينټاګان له بريد وروسته پر افغانستان د اتومي بريد پلان درلود.

د المان معتبرې جريدې شپيګل په خپل تازه راپور کې د پخواني جرمني لوړپوړي چارواکي مايکل سټينر له قوله ليکلي، چې، پر نيويارک او واشنګټن له بريد وروسته امريکا پر افغانستان د اتومي بريد پلان درلود.

د سټينر په وينا د جرمني هغه مهال چانسلر شروډر دا وېره درلوده، چې کېدای شي امريکا د زياتې غوسې او خپلې ناکامۍ د پټولو په موخه پر افغانستان اتومي بريد وکړي او په پراخه کچه تل پاتې مالي او ځاني زيانونه واړوي.

د شروډر پخواني سلاکار سټينر شپيګل ته ويلي، چې شروډر د امريکايي ولسمشر بوش هغه غوښتنه رد کړې وه، چې بې قيد او شرطه دې د امريکا ملاتړ وکړي.

پر عراق د امريکايي يرغل پر مهال شروډر امريکايي ايتلاف کې له ګډون کولو په انکار د المان او امريکا تر منځ ستونزې او بې باورۍ زياتې شوې وې.

۲۰۰۱ ز کال کې د يوولسم سپټمبر له پېښې وروسته امريکا پر افغانستان د يرغل پلان درلود او له هر ډول خبرو اترو پرته يې پخواني ولسمشر بوش اعلان وکړ، چې د نړۍ ولسونه به يا له امريکا سره دريږي او يا هم له «تروريستانو» سره، چې بالاخره هغه کال د اکتوبر پر اوومه نېټه امريکا پر افغانستان هوايي بمبار پيل کړ.

له يوې مياشتې پرله پسې بمباريو او کيميايي بمونو د غورځولو سربېره هم امريکا او نړيوال ايتلاف کوم پام وړ پرمختګ ونه کړ، نو يو شمېر کارپوهانو وويل، چې د امريکا په تاريخ کې دا تر ټولو لويه ناکامي ده، چې د دومره پرله پسې درنو بمباريو سربېره هم پرمختګ نه شي کولای، نو امريکا به اړ شي، چې پر افغانستان اتومي توغنديز بريد وکړي.

هغه مهال د طالبانو حکومت پرېکړه وکړه، چې حکومت پرېږدي، تر څو افغانستان د امريکا له اتومي بريده خوندي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صلاح الدین خان

له نن ټکی آسیا نه په مننه چې دخپل د راپور په ورستی فقره کې دا جمله رواستی (… بمباريو او کيميايي بمونو د غورځولو…) ځکه عنوان دا بیانوی چې د اتمی برید پلان یې درلود خو عملی یې نه کړ، سمه ده چې د هیروشیما او ناکازاکی په شان بمونه یې پر افغان ولس راونغورځول، خو په نړیواله کچه محرم او رنګارنګ زهریله بمونو یې زمونږ مظلوم هیواد وال شیهدان کړل، او دا دی دهماغه محرمو او زهریله بمونو اثرات او ناروغیانې او سرطانونه د هیواد په ګوټ ګوټ کی په وطنوالو راښکاره کیږی ، خاصکر په هغو سیمو… نور لوستل »

Hikh wikh

دامريكا تاريخ ته كه نظر وشي دهر جنايت انتظار ترى كيږي . د انديانو نسل چى دامريكا اصلي اوسيدونكي وو په جنايتكارانه تو ګه له منځه و ړل ، په جاپان د ا تومي بمونو استعمال ، په ويتنام كى عام و ژ نه ، په لاتينه امريكا ، افريقا ، اسيا كى بشري ضد جنايتونه كړي دي او فى الحال په افغانستان ، وزيرستان ، عراق ، سوريه ، ليبا ، سومالي ، مصر ، سودان ، يمن ، اوكرايين ، ګرجستان او ……… نورو ملكونو كى وحشيانه نظامي تجاوزونه او دتنظيم شوي دولتي ترور بربريتي پاليسي په مخ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x