افغانستان

کندوزچارواکي: د طالبانو تر لاس لاندې ښوونیز نظام غښتلی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دوی ډېره برخه ښوونځي په هغو ساحو کې دي چې واک يې د وسله والو طالبانو په لاس کې دی، خو په وينا يې ښوونیز نظام يې غښتلی دی.

کابل مېشتی خبريال عزيز احمد تسل وايي چې د کندوز د پوهنې رییس محمد ظاهر نظم ورته ويلي چې د دولت تر واک لاندې ساحو په پرتله د طالبانو په ساحو کې يې د ښوونې او روزنې بهیر ډېر منظم دی.

سرچينه وړاندې د نمونې په توګه د چهاردرې او ارچې ولسوالۍ يادوي چې بشپړې د طالبانو په واک کې دي چې خو د ښوونې او روزنې بهیر ګړندی، منظم او پوهنې ریاست ته د راتلونکو ټولو مکتوبونو پر سر يې « د افغانستان اسلامي امارت » لیکلی وي.

په مقابل کې د خان اباد ولسوالۍ چې پراخه سیمه يې د اربکيانو تر لاس لاندې ده، ګڼ ښوونځي پکې تړلي دي، د تسل په خبره « اربکي له انسانیته اخوا ظلمونه کوي. »

د کندوز د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې د دوی له ۵۰۰ ښوونځیو نه ۳۰۰ په هغو ساحو کې فعالي دي چې طالبان پرې واکمن دي، د دوی په خبره طالبان د ښوونځیو حال اخلي او دندې ته نه ژمن ښوونکي د دوی له لوري غیر حاضرېږي.

د کندوز د پوهنې ریاست د رییس له قوله طالبانو په ښوونځيو کې « حرفه » مضمون لوستل بند کړي، چې پکې ډول، رباب او د موسيقۍ نور الې او نڅا ور ښوودل کېږي.

د هغه په خبره د قلعه زال له ۳۶ ښوونځیو ۲۴ بابه ښوونځي د طالبانو په لاس کې دي، په ورته توګه د امام صاحب ولسوالۍ له ۸۸ ښوونځيو نه ۴۵ هغه د طالبانو تر لاس لاندې دي.

وسله والو طالبانو تل پخپلو رسمي بیانونو کې د ښوونې او روزنې له مخالفته انکار کړی، خو په خپلو تر لاس لاندې سیمو کې يې د ښوونیز سیستم د سمون هڅې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x