افغانستان

ایساف: د الوتکي دغورځېدو په پيښه کې دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول

ch47 chinookنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د هلیکوپتر الوتکي د غورځېدو له کبله لږ تر لږه دوه تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي د افغانستان په جنوبي برخه کې ددوی یوه هلیکوپتر الوتکه وغورځېده، چي له امله یې دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول.

په خبرپاڼه کې نور هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړه شوي، خو ویل شوي چي د پيښي پر مهال په سیمه کې د مخالفینو فعالیت نه دی لیدل شوی، ایساف دا خبره همیشه ددې لپاره کوي، تر څو د الوتکي د لویدلو علت تخنیکي ستونږه وښيي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یو خبرپاڼه کې چي نن ټکی اسیا ته یې هم کاپي را لیږلې ویلي: (( تیره شپه دهلمند ولایت دباغران ولسوالي ددرې بازار کښته سمې جنجایي کاریز کي له خارجیانوسره دیوې  خونړۍ جګړې په جریان  کي داسلامي امارت دمجاهدینو له لوري یوه لویه اکمالاتي هلیکوفتر په راکیټ وویشتل شوه او پر ځمکه را پریوتله چي ګڼ شمیر خارجي یرغلګر پکي ووژل شول لکه څرنګه چي روانه جګړه  نن ورځې ته وغځیدله نو سهار مهال نوموړې الوتکه دمجاهدینو له لوري دوهم ځل په هشتاد دو راکیټ وویشتل شوه چي اور یې واخست او لولپه شوه دیاد ولو وړده چي په نوموړې سیمه کي اوس هم له خارجي اشغالګروسره سخته جګړه روانه ده چي تر اوسه یې ډیری عسکرو پکي سرونه خوړلي مجاهدین الحمدلله تر اوسه کوم تلفات نه لري ))

باید وویل شي چي نن بهرنیانو ومنل چي ددوی درې تنه بهرني عسکر تیره ورځ د افغان ملي اردو په ډزو ووژل شول، او دوه نور ټپيان شول، او همداسي نن د ګریشک ولسوالۍ څخه چارواکو خبر ورکړ چي تیره ورځ درې تنه برتانوي عسکر د طالبانو په یوه برید کې ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x