نړۍ

يمن: صنعا کې د امريکا سفارت مخته چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د يمن پلازمېنه صنعا کې د امريکا سفارت مخته چاودنه شوې ده.
پلازمېنه صنعا د حوثي ملېشو په کنټرول کې ده او د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلافي الوتکې پرې بمبارۍ کوي.

يمن پريس د عيني شاهدانو له قوله ليکلي، چې تېره شپه ناوخته د امريکا سفارت مخته درنه چاودنه وشوه او له چاودنې وروسته د ډزو پرله پسې غږونه هم اورېدل شوي دي.

د چاودنې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي او نه هم د چاودنې مسؤوليت تر اوسه چا منلی دی.

په عين وخت کې يمني رسنۍ وايي، چې د عربي ايتلافي الوتکو په بمباريو کې يوولس حوثي ملېشې وژل شوي او شاوخوا دېر نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x