ورزش

د افغانستان غوره لیګ: د میوند اتلان او طوفان هریرود لوبه مساوي پای ته ورسیده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۷مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان غوره لیګ درییمه لوبه د میوند اتلان او طوفان هریرود لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه له ۲-۲ ګولونو سره مساوي پای ته ورسیده.

د هریرود لوبډلې د لوبې د پیل په ۲۰ دقیقو کې ډیره چټکه او پیاوړې لوبه وکړه. هریرود لوبډلې د لوبې په پیل کې د ګول ترسره کولو زیات فرصتونه ترلاسه کړل او د لوبې په ۹مه دقیقه کې د دغې لوبډلې لوبغاړی محمد رفیع بارکزی یوې ازادې ضربې سره د ګول په وهلو بریالی شو.

له ۲۰ دقیقو وروسته لوبه په مکمل ډول د میوند اتلانو د لوبډلې په واک کې شوه. د لوبې په ۴۲مه دقیقه کې د میوند اتلانو لوبډلې لوبډل مشر سید باقر میرسالمي د سر په یوه ښکلې ضربې سره د ګول په وهلو بریالی شو او لوبه يي مساوي کړه.

د لوبې په پاتې دریو دقیقو کې کومه ځانګړې پیښه رامنځ ته نشوه او په دې ډول د لوبې لومړۍ نیمايي د ۱-۱ ګول سره مساوي پای ته ورسیده.

د لوبې د دوهمې نیمايي د پیل په شیبو کې د میوند اتلانو لوبډلې لوبغاړی فیض عطايي د لوبې په ۵۷مه دقیقه کې د سر له یوې بلې ښکلې ضربې سره خپلې لوبډلې لپاره د دوهم ګول په وهلو بریالی شو او په دې ډول د میوند اتلانو لوبډلې د طوفان هریرود له لوبډلې څخه یو ګول مخکې شو.

د میوند اتلانو له دوهم ګول وروسته د طوفان هریرود لوبډلې نه ستړي کیدوونکي هڅې پیل کړې تر څو وکولی شي دغه لوبه یو ځل بیا مساوي کړي. د دوامدارو هڅو په پایله کې د هریرود لوبډلې لوبغاړی بشیر احمد ازاداني له یوې تنګې زاويي څخه د ګول په وهلو بریالی شو او دغه لوبه يي یو ځل بیا مساوي کړه.

دغې لوبې کې د لوبڅار له خوا دواړو لوبډلو ته پنځه ژیړ کارتونه ورکړل شو. د میوند اتلانو دوه او د طوفان هریرود لوبډلې درې ژیړ کارتونه ترلاسه کړل.

د لوبې په پاتې شیبو کې هیڅ یوې لوبډلې د بریا ګول په وهلو بریالي نه شوه او په دې ډول دغه لوبه د ۲-۲ ګولونو سره مساوي پاي ته ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x