افغانستان

هلمند: دولتي ځواکونه د موسی کلا د نیولو دعوه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴): وروسته له هغه چې تېره چهارشنبه د هلمند له مهمې ولسوالۍ موسی کلا نه دولتي ځواکونه وتښتېدل، په تازه څرګندونو کې د بېرته نیولو دعوه کوي.

له دفاع وزارت رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت لوی درستيز د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او په وينا يې دغه ولسوالي يې له وسله والو طالبانو خالي کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې دولتي ځواکونو په تېره یوه شپه کې دغه ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیوله او درانه تلفات يې اړولي.

وسله والو طالبانو د دفاع وزارت دغه څرګندونې ناسمي بللې او ويلي يې دي چې د ولسوالۍ واک له دوی سره دی او دوی ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.

طالبانو د دولتي سرچينو پورته څرګندونې د « خپلو بادارانو» د خوشالۍ لپاره تشې لافې بللې او ويلي يې دي چې د دوی ملګري تر دم ګړۍ روغ دي.

پوځي کارپوهان هم ورته تبصرې کوي او په وينا يې که دولتي ځواکونو دومره وس درلودلی چې دغه ولسوالي په یوه شپه کې ونیسي، نو باید وړاندې يې هم مقاومت کړی وای.

وړاندې تر دې ولسې جرګې د دې ولسوالۍ سقوط د بشپړ هلمند سقوط بللی و، چې وسله والو طالبانو يې هم د نیولو لپاره پوره يوه اوونۍ جګړه وکړه، چې امنیتتي ځواکونو ته يې درانده مالي او ځاني تلفات واړول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x