ورزش

مس عینک د نور علي ځدران په مټ بند امیر ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۷مه ۱۳۹۴ل): د الکوزی- احمد شاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو په لړ کې د مس عینک لوبډلې د بند امیر لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغه څلور ورځنۍ لوبه چې د اګست د میاشتې په ۲۸مه پیل شوې وه نن د مس عینک په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې بند امیر لوبډلې د مس عینک لوبډلې په وړاندې په ۲۳۸ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د مس عینک لوبډلې ګټلې وه او د ډګر ساتنې پریکړه يي کړې وه. د مس عینک لوبډلې توپ اچوونکو خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه غوره او بریالۍ پریکړه ثابته کړه.

د بند امیر لوبدلې په ۵۰.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د نورالحق غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۱۴۱ منډې جوړې کړې.

د بند امیر لوبډلې لپاره نورالحق تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. نورالحق په ۷۳ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۷ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لوبډلې لپاره لومړی وار توپ اچونې کې عبید کونړی خونړی ثابت شو او د سیالې لوبدلې ۷ لوبغاړي يي له مخې لرې کړ. له عبید کونړی سربیره روښان، رحمت شاه او ظاهر خان هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د مس عینک لوبډلې په ۱۰۰ اورونو کې یوازې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د نور علي ځدران پیاوړې او حیرانوونکې توپ وهنې په مرسته ۴۹۷ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لوبډلې لپاره ګلبدین نایب په ۱۰۳ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۷ منډې جوړې کړې. نور علي ځدران غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. نور علي ځدران دغې لوبې کې د ۲۴ څلوریزو او پنځه شپږیزو په مرسته ۲۲۹ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د بند امیر لوبډلې لپاره انعام الله خان درې، یوسف ځاځی دوه او امیر حمزه یوه ویکټه واخیسته. امیر حمزه د بند امیر په توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۳۱ اورونو کې یوازې ۸۷ منډې ورکړې.

د بند امیر لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې یو ځل بیا د مس عینک پیاوړو توپ اچوونکو ښکار شول او د هغوي په وړاندې پاتې راغلل. د بند امیر لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې د نور الحق غوره توپ وهنې سره په ۳۴.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۲۳۸ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د مس عینک لوبډلې لپاره دوهم وار توپ وهنې کې عبید کونړی او روښان درې درې ویکټې، رحمت شاه دوه او ظاهر خان یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x