افغانستان

کندوز: خان اباد کې له ګڼو سیمو امنیتي ځواکونه تښتېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز په خان اباد کې تېره شپه له خونړۍ جګړې وروسته امنیتي ځواکونه له پراخو سیمو تښتېدلي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دې جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې، خو دم ګړۍ سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

وسله والو طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې په دې جګړه کې يې له پنځو کلیو نه دولتي ځواکونه په شا کړي دي.

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې، طالبانو د شپږو ګډو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی او ويلي يې دي چې د دوی یو ملګری ټپی او یو بل وژل شوی دی.

دغه جګړه چې نن تر نهو بجو روانه وه طالبانو د پنځو کلیو د نیولو خبر ورکړی دی، د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دیوانه قشلاق، معلم صاحب الدین، نورخان، یمچکي او حاجي مرجان کليو نه يې اربکيان شړلي او د ولس په ملاتړ يې دغه سیمې د دوی له وجوده پاکې کړې دي.

د سیمو د اوسېدونکو په قول په خان اباد کې اربکيانو د سیمو ټول واک په لاس کې اخیستی و، ان هیچا نه شوای کولی چې د خپلې کورنۍ پېغله د اربکيانو له خوښې پرته واده کړي.

تر دې وړاندې هم ځينو ازادو سرچينو د خان اباد اربکيانو په اړه راپورونه ورکړل، چې ګڼ ښوونځي يې تړلي او د ښوونکو معاشونه يې اربکي قومندانان په جېبونو کې اچوي.

تر اوسه دولتي سرچينو د پورته څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x