افغانستان

فارياب: قومي مخور وايي پر ناموسونو يې تېري شوي، عدالت غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): نن په پلازمېنه کابل کې د فارياب د قیصار او المار ولسواليو ګڼو قومي مخورو په دې ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو د کسانو له لوري د دوی پر ناموسونو د تېري شکايتونه او اسناد وړاندې کړل.

دې قومي مخورو وویل چې په سیمه کې د دوستم له لوري فعاله شوې ملېشې او اربکيان چې دولتي چارواکي يې « غیرمسوول وسله وال » بولي، د دوی پر ناموسونو تېري کړي دي، کورونه يې ور سوځلي او له سیمو يې شړلي دي.

د دې قومي مخورو په استازيتوب ارباب سرور په سیمه کې مېشت اربکيان د قیصار د سرپرست ولسوال رحمت الله او سرپرست امنیه قومندان نظام کسان وبلل او ويې ويل، چې دوی د خپلو کورونو د لوټ، سوځولو او پر ناموسونو کره شواهد لري.

ارباب سرور وویل چې د سیمې اربکيانو د دوی پر ناموسونو هم تېری کړی: «زموږ کورونه يې راوسوځول، ولاکه به یا طالب و، یا شی و، د مظلومانو په ښځو يې تېري وکړل.»، د هغه په خبره خلک د دوی له وحشتونو هرات او ګڼو نورو ولایتونو ته مهاجر شول.

دې قومي مخورو چې نن په مطبوعاتي ناسته کې خبرې کولې، هغه ويډيوګانې او تصویرونه هم له رسنیو سره شریک کړل، چې پکې د دوستم ملېشې او د سیمې اربکيان د دوی کورونه سوځي.

وړاندې تر دې هم د ګډ حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم د ملېشو او سیمه ییزو اربکيانو له لوري د قیصار، المار او فارياب اوسېدونکو ورته شکایتونه کړي و، خو دولتي سرچنو دا د طالبانو له لوري « تورونه » وبلل.

دې قومي مخورو چې د « عدالت غوښتنې » لپاره پلازمېنې کابل ته راغلي و، وویل چې وړاندې يې هم ولسمشر اشرف غني ته د دوستم د عملياتو د څار لپاره لیک لېږلی و، خو د ګډ حکومت مشرانو يې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.

ارباب سرور وویل چې په یادو سیمو کې دغه ټول وحشتونه د قومي تعصباتو له امله کېږي، چې د هغه په خبره که يې دولت غږ وانه وري دوی به يې غچ ته اړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله خان

دا هماغه دوستم دی او هماغه ګلم جم ملیشې دي چې د شر او فساد په دور کې یې د کابل په مکرویانو کې د خلکو په ناموسونو تیرئ کولو، او نجونو د خپل پت د ساتلو لپاره د مکرویانو له بلاکونه ځانونه لاندی غورځول. افسوس چې اوس همدا وحشی دوستم د اوسني حکومت دوهم مرستیال دی او دادئ د همدې دولت د سیوري لاندې لاهم پر مسلمانانو ظلم او تیرئ کوي.

صادقی

ډیر ژربه که دالله رضا وه (دسوک کامیابی پر توره ووینو).
هغه دپردو غلامان چی دبادارانو په په اشاره دامظلوم ملت ځوروی انشاء الله په حیدری توره به یی ډیر ژر اورمیږونه له تن څخه جدا شی.

حامد

زنده باد طالبان مجاهدين. يوازني عدالت راوستونكي زواك او قوت جه انشاالله دالله فه مرسته به دا شرميدلي وهل سوي نامتحد او تقسيم سوي غلام حكومت به دير زر نسكور سي بيابه دهمدغو مظلومانو فه لاس دعدالت توره او ددوي مري به وي دجهان وحشي صفتوامريكايانو فه لاس داد فساد مجموعه جه فه هيواد والو فه زور او جبر سره تحميل شوي زر به دعمومي اولسي جهادي حركتونو له لاري له منزه لاره شي ددوي وحشي صفتو ظلمونه دزغم نه دي اولس. ته بله لاره نه ده ورفاتي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x