افغانستان

طالبانو بغلان کې له دېرشو زيات عسکر محاصره کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان ولايت پلخمري ولسوالۍ کې لسګونو عسکر شکايت کوي، چې دوی ته مرستې او خوراکي توکي نه دي رسول شوي او دمګړۍ د طالبانو له لوري محاصره شوي دي.

راپورونه وايي، چې د پلخمري بازار ته څېرمه قرغان تيپه سيمه کې له دېرشو زيات پوليس او اربکيان د طالبانو له لوري محاصره شوي او د وتلو لار نه لري.

د محاصره شوو پوستو قوماندان عبدالرحيم وايي، چې له تېرې سه شنبې له طالبانو سره جګړې کوي او له چارواکو د نظامي او خوراکي توکو مرسته غواړي، مګر امنيه قوماندان تر اوسه د دوی مرسته نه ده کړې او نه هم د دوی خبره اوري.

دغه قوماندان ګواښ وکړ، چې طالبان مخ پر وړاندې ور روان دي او که امنيه قوماندانۍ ژر تر ژره د دوی مرسته ونه کړي، نو طالبان به دوی ژوندي ونيسي او يا به يې هم ووژني.

د بغلان ولايتي شورا غړی بسم الله عطاش هم پر امنيتي چارواکو نيوکه کوي، چې خپلو امنيتي ځواکونو ته مرسته نه شي رسولی او دغه عسکر د طالبانو له لوري په داسې حال کې محاصره دي، چې يو شمېر ټپيان هم لري.

ښاغلی عطاش وايي، چې په هر صورت وي، بايد د دغو محاصره شوو عسکرو مرسته وشي، کنه کېدای شي يو ځل بيا د بدخشان د پېښې په څېر يوه خونړۍ پېښې ووينو.

بل پلو د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي وايي، محاصره شوو عسکرو ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي، نورې مرستې هم ور روانې دي او له هېڅ ډول ستونزو سره نه دي مخ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د يادې ولسوالۍ قرغان تيپه سيمه کې يې يوه قرارګاه کې لسګونو عسکر محاصره کړي دي.

د مجاهد په وينا دولتي عسکر د محاصرې د ماتولو په موخه ورغلي وو، مګر د دوی له لوري له سخت مقاومت سره مخ شول او د یو شمېر تلفاتو په ليدو له سيمه په شا شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x