د عشق منار

عرفان الله عرفان

کلی بد ښکاري مسافر دی جانان

خدای خبر چانه مرور دی جانان

د انځر ګل شو څوک يې نشي ليدی

ورک دی چې لر دی او بر دی جانان

ټول غمازان يې هم پوښتنه کوي

د مينې ښکلی ماز ديګر دی جانان

دمين زړه راز به مې چاته وايم

د عشق منار دعشق منبر دی جانان

ور پسې ځمه هغه پو رې غره ته

چنار چنار نښتر نښتر دی جانان

خپله مني خو د بل چا نه مني

دا سې سر شار دی زور دی جانان

ساده هم نه دی خو بيا هم داسې کړي

هو ښيار شهکار ډک له هنر دی جانان

عرفاني خدای دې له نظره ساتي

په ګو تو جوړ لکه څادر دی جانان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د