د نن سرلیکنه

افغانان ولي له خپل هیواده په تیښته کې دي؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله (يکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): په هیواد کې د روانې بي ثباتي ، بیکاري ، او نا آمني له وجې له افغانستان څخه د تښتیدونکو افغانانو شمیر مخ په زیاتیدو دی .

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست د څرګندونو له مخې روزانه ۲۰۰۰ هیواد وال چې ډیری یې ځوانان او تعلیم یافته کسان وي بهر ته د تللو په غرض له یاد ریاست څخه پاسپورتونه تر لاسه کوي.

دغه تعلیم یافته ځوانان د پاسپورت په اخیستلو سره لومړی تر ایران او ترکیې پوري ځان رسوي او له هغه وروسته په قاچاقي ډول د اروپا په لور مخه کوي چې ډیری یې خپل هدف ته تر رسیدو وړاندې په سمندر کې د ډوبیدو له امله ژوند له لاسه ورکوي او یاهم په نا قانونه ډول اروپايي هیوادونو ته د ورتللو په جرم نیول کیږي.

په دې وروستیو کې نړیوالو رسنیو هغه ویډیویې تصویرونه خپاره کړل چې یو زیات شمیر افغان کډوال د یونان په کوش ټاپو کې د ژوند په تر ټولو ناوړه شرائطو کې تر نظارت لاندې ساتل کیږي.

هغوی له رسنیو سره په څرګندونو کې وايي چې په هیواد کې د جګړو ، نا امنیو او بیکاري له امله یې کډوالي ته مخه کړې او د مهاجرت ناخوالې او ستونزې یې پرځان منلې.

په کابل کې د ګډ حکومت چارواکي چې په هیواد کې د میشتو هیواد والو د ستونزو په حل کولو کې پاتې راغلی له هیواده په زرګونو کیلو میټره لیري د یونان په کوش جزیره کې له اواره افغان کډوالو سره د مرستې کولو لپاره هیڅ پروګرام نه لري.

د ګډ حکومت چارواکو چې د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په مهال یې خلګو ته د ژوند ښه کولو او امنیت راوستلو ژمنې ورکولې اوس په خپل منځي اختلافاتو کې د بوختیا له امله یې هرڅه له یاده وتلي.

اوس چې د یاد حکومت له تیریدو څخه یو کال پوره کیږي په جګړو ، نا امنیو او بي ثباتي کې ډیر زیاتوب راغلی چې ورسره د افغانانو معیشتي او اقتصادي وضعیت سخت متأثر شوی.

همدا لامل دی چې افغانان د یوه احتمالي ژوند ښه کیدو په هیله له هیواد څخه تښتي ، د مهاجرت ټولې ناخوالې پر ځان مني او ورځ تر بلې یې په شمیر کې زیاتوالی راځي.

په هیواد کې د سولې ټینګښت او د هیواد والو په ژوند کې مثبت تغیر راوستل په یوې ملي او افغاني ارادې پوري تړلی کار دی ، له ګډ حکومت څخه چې نه د افغانانو په خوښه او نه هم د هغوی په حمایت منځته راغلی په افغانستان کې د نیابتې جګړې له جاري ساتلو پرته نه د ولس د هوسايي توقع کیدای شي او نه هم د افغانانو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستلو صلاحیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دادو جبارخیل

ډیر ښکلې مقاله خدای مو په قلم بر کت کړه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x