نړۍ

مرسي دخپل کوربه ایران غوسه راوپاروله

دمصر منتخب ولسمشر  محمد مرسي له ایران څخه دخپلې لومړنۍ لیندنې په مهال ددې هیواد چارواکي غوسه کړي دي  ، له تهران څخه راپور وایي چې مصري ولسمشر  د ناپېيلو هیوداونو په سرمشریزه کې  چې په  ایران کې روانه ده ، دخپلې وینا په مهال وویل چې نړۍ باید  دسوریې له  مخالفو پاڅونوالو څخه ملاتړ وکړي .

محمد مرسي وویل چې  دسوري پاڅون کوونکو ملاتړ یې یوه اخلاقي اوستراتیژیکه وجیبه ده چې باید ټول حکومتونه یې پرځای کړي  .

مرسي دغه راز وویل چې دبشار الاسد مستبد حکومت  په بشپړه توګه مشروعیت له لاسه ورکړی او زر ده چې نسکور شي  .

په داسې حال کې چې مرسي لا خپله وینا پای ته نه وه رسولې دسوریې دحکومت  پلاوی داعتراض په توګه  دسرمشریزې له تالاره ووت  ، او په دې ډول یې د ډاکټر مرسي په خلاف خپل غبرګون په ډاګه کړ.

دراپورونو له مخې د مصري ولسمشر دې  ډاګیزې وینا دسوري پلاوي غوندې ایراني چارواکي هم غوسه کړي  دي ، چې دبشارالاسد دحکومت کلک ملاتړي بلل کیږي .

باید ووایو چې تیره ورځ  له ایراني روحاني مشر خامنه ای سره دکتنې په مهال  دملګرو ملتونو دسرمنشي  بانکي مون اظهاراتو هم  دایراني چارواکو غوسه پارولې وه .

او همدا راز د مرسي د خپل بیان په لومړیو کي د ایران په پلازمینه کي چیري چي د حضرت ابو بکر صدیق او حضرت عمر رضی الله تعالی عنهم باندي (نعوذ بالله) لعنتونه ویل کیږي، په واضحه توګه پر دغو صحابه کرامو درود ووایه او دعا یې ورته وکړه، چي په دې توګه هغه خپل مخالفین چي د نومړي ایران ته د سفر څخه سخت خواشیني وه، خوشحاله کړه، نومړي خپل د وینا پر مهال وویل: اللهم صلِّ وسلِّم عليه وعلى آل بيته وصحبه، وارض اللهم عن سادتنا أبي بكر وعمر وعثمان وعلي وعن الصحابة أجمعين، وعن التابعين وتابعيهم بإحسان إلى يوم الدين”.

په مصر کې ددې سفر مخالفینو وویل چي دوی په طهران کې دداسي کلماتو اوریدلو سره ډیر خوشحاله سول.

{youtube}F49Z9tXPmcM{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x