ټولنیزه برخه

د كابل شاه تاج او تخت په كعبه كي

لیکوال: عبدالمالک همت

له ډېر پخوا څخه دا دود وو چي مسلمانو واكمنو او امراوو ته چي به د تاريخي ارزښت لرونكي، ډېر بيي، ښكلي او نادر شيان، لكه د پاچهانو تختونه، تاجونه، د  جواهرو، ياقوتو، زمروتو، زبرجدو، سرو او سپينو زرو زينتي اسباب، سايوانونه، مجسمي، قنديلونه، فانوسونه او داسي نورپه لاس ورتلل هغه به يې كعبې شريفي ته هديه كول او ورلېږل. اوس له دغو شيانو څخه په كعبه شريفه كي يوازي يو څوو شيان سته او نور ټول له منځه تللي دي. خو ځيني وايي چي ځيني نادر شيان باب عمرې ته په نژدې زېر زميني كي خوندي سوي دي.

په دغو شيانو كي دوه ارزښت لرونكي توكي  د مهراب بني دومي په نامه د كابل شاه ( زموږ د  هيواد د اوسنۍ پلازمېني له كابل شاهانو څخه د يوه واكمن ) تخت او تاج وه.

د تاريخ مكه او نورو تاريخونو له پاڼو څخه څرګنديږي چي هارون الرشيد  د ۱۸۶س.كال د ذي الحجې په مياشت كي، په مكه مكرمه كي د ده او د ده د زامنو او نورو متعلقينو د  حج پر مهال د خپلو دوو زامنو محمد امين او عبد الله مامون څخه دوې ليكلي عهدنامې اخيستي وې  چي د ده تر مړيني وروسته به د وا ك پر سر شخړي نه سره كوي او لومړى به امين واكمن وي  او د  امين تر مړيني وروسته به مامون واكمن كيږي. هارون پر دغو دوو ژمن ليكونو باندي د مكې او نورو ځايونو قاضيان او فقها، ملكي او پوځي مشران، وزيران، د دوى  ډېر خپلوان او د مكې او نورو ځايونو  مخور  شاهدان كړل او بيا يې د  ډېر ټينګار او پر دغو ژمنو باندي د دوى د درېدو لپاره  هغه د سرو  زرو په دوو قوطيو كي چي په ياقوتو، زبرجدو او مرغلرو پسولل سوي وې، د كعبې شريفي دننه وځړول. خو كله چي هارون مړ سو  او امين الرشيد  د وا ك پر ګدۍ كښېني، دوه كاله وروسته فضل بن ربيع چي د منصور له دورې څخه د  امين تر وختو له سترو سړيو څخه وو د كعبې كلي ساتونكي محمد بن عبد الله حجبي ته لارښوونه وكړه   چي دغه ژمن ليكونه هغه ته واستوي. فضل دغه ليكونه څيري كړل او ويې سوځل. بيا د مامون طاهر نومى جنرال بغداد د اوږدې مودې لپاره محاصره كړ ، پاى د ۱۹۸س.كال د حسن حسين د مياشتي پر ۲۴مه امين ووژل سو او مامون واك ته ورسېد. مامون فضل بن سهل سرخسي ذوالرياستين د مشرق ( ستر او تاريخي خراسان ) والي او د سپرو سرتېرو مشر ( وزير  ) ټاكلى وو. هغه پركابل بريد وكړ، مهراب بني دومي كابل شاه يې اېل سوى او خپل تخت او تاج يې فضل ته سپارلي وه ،  چي بيا فضل دغه تخت او تاج مامون ته چي د  خراسان په مرو كي اوسېدى استولي وه او ور پسې  د كابل دغه پاچا او د  هغه مطيع افراد په مرو كي د مامون پر لاس مسلمانان سوي وه. بيا مامون لومړى لارښوونه كړې وه  چي تخت دي د مشرق زېرمتون ته وسپارل سي او  تاج دي ذوالرياستين مكې ته ولېږي او د كعبې د ننه دي وځړول سي. وروسته يې امر و كړ  چي ذوالرياستين دي دغه تخت هم  له خراسان څخه بيت الله الحرام ته ولېږي. چي تاج په ۱۹۹س.كال او تخت په ۲۰۰س.كال د فضل د ورور حسن بن سهل سرخسي د جلا جلا ليكونو سره مكې مكرمې ته ولېږل سول. څنګه چي دغه تاج، تخت او ليكونه  د امام ازرقي رحمه الله په وختو كي په كعبه شريفه كي خوندي وه.  نو هغه د تخت په اړه ليك د خپل تاريخ مكه د لومړي ټوك په ۲۲۷ تر ۲۳۱مخونوكي خوندي كړى دى او  د تاج په اړه ليك يې د  همدغه كتاب په ۲۴۲تر ۲۴۴مخونو كي درج دى. خو له بده مرغه د دغو ليكونو  يو شمېر  الفاظ او نومونه په ناسم ډول چاپ سوي دي. زما سره د دغه كتاب دوې نسخې سته  چي يوه د رشدي الصالح ملحس په تحقيق په ۱۴۰۳س.كال د بيروت دارالاندلس چاپ كړې او بله د سعيد عبدالفتاح او څلورو تنو نورو پوهانو په تحقيق په ۱۴۲۰س.كال د مكې مكرمې المكتبة التجاريه  خپره كړې ده. په دغو دوو نسخو كي نوموړو محققينو د ليكونو د تېروتنو د سمون په اړه خپل وس كړى ان رشدي صالح ملحس د ليكونو متن د تصحيح لپاره له مكې مكرمې څخه د مصر نامتو څېړونكي احمد زكي پاشا او د  هند د اعظم ګړ د دارالمصنفين مشر ، نامتو عالم مولانا سيد سليمان ندوي ته لېږلى او د  هغو تصحيحات او نظريات يې هم په پام كي نيولي، خو بيا  هم د ليكونو متن په بشپړه او قناعت بخښونكې توګه نه دى تصحيح سوى. له بله پلوه دغه ليكونه يوازي د نجم الدين عمر ابن فهد ( په ۸۸۵س.كال مړ) د مكې په تاريخ”اتحاف الورٰى“ كي موندل سوي دي چي هغه هم د ازرقي له تاريخ مكه څخه كټ مټ د هماغو تېروتنو سره را اخيسي دي. عجيبه لا داده چي د مكې مكرمې د تاريخ په اړه  چي څه كتابونه ليكل سوي دي، لكه تاريخ القويم، تاريخ الكعبه، تاريخ المكة المكرمه او ډېرو نورو كعبې ته د لېږل سوو شيانو په اړه د امام ازرقي د اخبار مكه ټول معلومات را اخيستي دي. ان د تبت كوم پاچا چي مسلمان سوى او يو بت يې كعبې ته لېږلى وو د هغه په اړه معلومات يې لا  هم له اخبار مكه څخه را اخيستي دي،  خو د كابل شاه د تخت او تاج  د ليكونو متنونه چي په همدغه اخبار مكه كي د تبت د باچا د بت په هكله په  څرګندونو پسې راغلي دي، تر هغو يې پښه اړولې ده او نه يې دي را اخيستي. په هر صورت  څنګه چي له دغو ليكونو څخه يو يې زموږ د هيواد او د هغه د شاوخوا ځينو سيمو پوري اړه لري، موږ به كوشش وكړو چي هغه په پښتو وژباړو او بيا به  څه څرګندوني  پر وليكو . البته د تېروتني په صورت كي له درنو لوستونكو څخه د  معذرت منلو په  هيله :

بسم الله ارحمن الرحيم

د لوى څښتن بنده امام مامون امير المومنين چي لوى څښتن دې په عزت لري، د هجرت په دوه سوم كال امر و كړ چي ذوالرياستين فضل بن سهل دغه تخت له خراسان څخه بيت الله الحرام ته ولېږي. دا د سپهبد كابل شاه مهراب بني دومي تخت دى. تاج يې دمخه مكې ته لېږل سوى دى او دغه تخت يې چي اوس بيت الله الحرام ته لېږل كيږي له ۱۹۷هـ كال څخه د مشرق (  خراسان ) په زېرمتون كي خوندي وو . د دغه سپهبد په اړه معلومات دركول كيږي چي هغه د كابل او قندهار خراج او فديه وركول دوه چنده ومنل او منبرونه او مسجدونه يې ودان كړل،له خپل دغه تخته  لوى  څښتن ته د تواضع او تسليمۍ په دود را كوز سو . ان چي د كابل او تخارستان له پولو  را ووت او لاس يې د  خراسان د غرونو د واكمن ذوالرياستين په لاس كي وركړ او  دين او  امام المسلمين ته يې د اطاعت غاړه كښېښوول.  بيا يې له قندهار څه تر باميان پوري د پوستې لېږل را لېږل جاري كړل. د كابل او قندهار سيمي يې په  خراسان پوري وتړلې او ويې منل چي د خپلو لښكرو سره به د  خراسان د والي مطيع وي، او په داسي حال كي چي د لوى څښتن او اسلام حدود او احكام به مني او پلي كوي،او  د مسلمانانو  ټاكلي واكمن ته به اېل وي  پر خپل هيواد به واك چلوي.

امام مامون چي لوى څښتن دې په عزت لري زرغونه رپي ( بيرغونه ) د ذي الرياستين پر لاس كشمير او تبت ته ولېږدول. لوى څښتن د بلور د سيمي پر بوخان او راور  باندي  چي د خاقان او تبت د غرونو د واكمن په واك كي وه بريمن كړ او هغه يې د تبت د سپرو سره عراق ته ولېږى. د تربد، فاراب، شاوغر، زاول او اطراز سيمي يې هم ونيولې. د  دغو سيمو  مشر يې وواژه او څنګه چي جبغويه خرلخي پخپله د كيماك سيمي ته وتښتېدى اولادونه او ښځي يې په اسارت ونيول سوې. بيا چي دغه  جبغويه د كاسان ښار ونيو  د  فرغانې د كلاوو  كيلۍ يې عربو ته ولېږلې.

نو څوك چي دغه ليك ولولي بايد په قول او عمل د اسلام د عزت او د شرك د خوارۍ  لپاره هڅي وكړي ځكه چي دا د دين د عزت لپاره پر هر چا واجب دي، په تېره چي د دين امامان دغسي چاره تر سره كړي او هر څوك بايد د  دغسي عزت او وياړ  د لاس ته راوړلو لپاره اسلام ته په مرسته كولو كي زهد، جهاد او د  خير ښېګڼي كارونه وكړي.

دغه ليك موږ د مهراب بني دومي كابل شاه د تاج له هغي لوحې څخه و ليكى چي په يوسل اووه نوي كال ليكل سوى وو. هر څوك چي د لوى  څښتن د دين مرسته كوي لوى  څښتن مرسته ورسره كوي. لكه چي لوى څښتن فرمايلي دي:﴿ وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (40)﴾ [الحج : ۲۲ : ۴۰]( لوى څښتن به هرو مرو  د  هغو وګړو سره مرسته وكړي  چي د هغه سره مرسته وكړي. لوى څښتن ډېر زورور او بر لاسى دى ). او  دا ليك د  ذوالرياستين ورور  حسن بن سهل په دوه سوم كال وليكى.

د پورتني ليك د ځينو نومونو او الفاظو په اړه څرګندوني :

1.    سپهبد له ”سپه “او” بد “ څخه مركبه دري كلمه ده چي معنا يې ده سپه سالار  او سر لښكر . په عربي كي يې دغه كلمه په اصفهبد او اصبهبد معربه كړې ده. رشدي ملحس د تاريخ مكه په لمن ليك كي وايي چي دا د كابل د پاچهانو لقب وو.

2.    مهراب : د ډېرو كابل شاهانو نومونه وه. يو مهراب چي د كابل له واكمنانو څخه وو  د عجمو د پاچا منوچهر معاصر او د رستم د مور رودابه پلار وو . دغه نوم په شهنامه كي  د رستم او د  هغه د كورنۍ او كابل شاهانو په افسانوي جګړو كي ډېر ذكر سوى دى، لكه چي د فردوسي د شهنامې ځيني سرليكونه دي : ” آمدن زال بنزد مهراب كابلي “، ” خشم ګرفتن مهراب بر سيندخت “ او داسي ډېر نور. دغه راز د شهنامې په متن كي هم  د مهراب نوم ډېر ياد سوى دى. د بېلګې په توګه د كابل چاپ د شهنامې په ۱/ ۵۹ مخ كي د ”رفتن سام بجنګ مهراب“ تر سر ليك لاندي يو شعر داسي لولو:

بر آمد همه شهر كابل بجوش
وز ايوان مهراب بر شد خروش

3.    بني دومي : ځيني پوهان په دې باور دي  چي : دغه كابل شاه مهراب  نومېدى او دومي يې د قبيلې نوم وو او په دغه ليك كي د بني دومي الفاظ د هغه قبيلې ته د نسبت وركولو لپاره ليكل سوي د ي، يعني مهراب كوم چي  دومي قبيلې ته منسوب  يا د دومي اولاد وو، او وايي چي د كوشانيانو له پنځه ګونو قبيلو څخه يوه  دومي Du- Mi نومېدل او سپهبد مهراب كابل شاه دغي قبيلې ته منسوب وو. خو زما په اند دا خبري د تامل وړ دي. ځكه كه  د مهراب قوم يا قبيله دومي واى، نو د عربي ليك د قاعدې سره سم يې ” الدومي “ ورته ليكل نه بني دومي. ځكه لكه چي پوهيږو په عربي كي يوه سړي ته چي بني هاشمو ته منسوب وي نه ليكي چي بني هاشمي، بلكي” الهاشمي “ ورته ليكي. دغه راز كه څوك بني اميه وو ته منسوب وي ” الاموي“ ورته ليكي نه بني اموي. زما په اند دغه كلمات مهراب بني دومي نه بلكي مهراب بن دومي دي. يعني مهراب د دومي زوى. يا مهراب بني دومي ټول يو نوم دى چي كېداى سي له آره بل ډول وو او يو څه به عربو د خپلي ژبي سره سم د هغه تلفظ ته تغير وركړى وي او يو څه به هم د اخبار مكه د كاتبانو لخوا تحريف سوى وي. والله اعلم.

په پاى كي بايد ووايو چي  د دغه ليك له متن څخه دوې نوي خبري په لاس راځي :

( الف ) موږ د دغه ليك په وسيله د يوه بل كابل شاه مهراب او د هغه د پلار دومي له نومونو څخه  يا مهراب بني دومي نومي او د  هغه له لقب ( سپهبد ) څخه خبر يږو.

( ب )  دمخه داسي فكر كېدى چي فتوح البلدان كوم چي په ۲۵۶س.كال ليكل سوى دى مخكنى كتاب دى چي د ”قندهار“ نوم پكښي راغلى دى. خو څنګه چي د امام ابوالوليد محمد بن عبد الله بن احمد الازرقي  تاريخ مكه كتاب د څېړونكو د څېړنو له مخي په ۲۴۴س.كال يا تر هغه د مخه ليكل سوى دى ( وګورئ د دغه كتاب د دار الاندلس او مكتبة التجاريه د چاپونو سريزي ) نو بايد دغه كتاب لومړنى متن وبلل سي كوم  چي د ” قندهار “ نوم پكښي راغلى دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x