ورزش

سپین غر د بست لوبډلې ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۷مه ۱۳۹۴ل): د الکوزی- احمد شاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو په لړ کې سپین غر د بست لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې د سپین غر لوبډلې د بست لوبډلې ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او د بست لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د بست لوبډلې په ۶۹.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۹ منډې جوړې کړې.

د بست لوبډلې لپاره رحیم الله خان په ۱۲۳ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ او محمد مجتبی په ۵۶ توپونو د پنځو څلورویزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره غوره توپ وهنه وکړه.

د سپین غر لوبډلې لپاره لومړی وار توپ وهنې کې فرید احمد، کریم صادق، باطن شاه او سمیع الله شینواري دوه دوه ویکټې او شبیر نوري او ضمیر خان یوه یوه ویکټه واخیسته.

د سپین غر لوبډلې خپل لومړی وار توپ وهنې کې د سمیع الله شینواري او شبیر نوري غوره توپ وهنې په مرسته په ۸۲.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۹ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره لومړی وار توپ وهنې کې سمیع الله شینواري په ۱۱۳ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۶ او شبیر نوري په ۱۶۵ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۷۴ منډو جوړولو سره غوره توپ وهنه وکړه.

د بست لوبډلې لپاره محمد نسیم پنځه، یمین احمدزی څلور او نجات خان یوه ویکټه واخیسته. د بست لوبډلې په توپ اچوونکو کې یمین احمدزی تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۲۰.۱ اورونو کې یوازې ۵۳ منډې ورکړې.

بست لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې په ۶۸.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۸۸ منډې جوړې کړې او د سپین غر لوبډلې ته يي د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه.

د بست لوبډلې لپاره دوهم وار توپ وهنې کې محمد مجتبی په ۹۰ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۹ او فضل ځاځی په ۴۶ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۱ منډو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د سپین غر لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچونې کې شبیر نوري او ضمیر خان درې درې، سمیع الله شینواري دوه او فرید احمد او کریم صادق یوه یوه ویکټه واخیسته.

د سپین غر لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف په ۲۵.۱ اورونو کې یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره د نجیب ترکی او شبیر نوري غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

د سپین غر لوبډلې لپاره دوهم وار توپ وهنې کې شبیر نوري په ۸۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې جوړې کړې. نجیب ترکی دوهم وار توپ وهنې کې په ۷۱ توپونو د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۸۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x