
امریکايي پوځیانو یو ځل بیا جګړې ته مخه کړې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر، محمد اشرف غني د حکومت پر دویمه ورځ له امریکا سره هغه تړون لاسلیک کړ چې په پایله کې به یې شاوخوا لس زره امریکايي پوځیان د هېواد په نهو ستراتيژيکو سیمو کې د لسو راتلونکو کلونو لپاره پاتې کېږي؛ خو د یاد تړون پر بنسټ به دغه امریکايي پوځیان په جګړه کې برخه نه اخلي. د همدې تړون له مخې به پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان له افغان ځواکونو سره د مشورې، تمرین او تجهیز په برخو کې مرستې کوي.
د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر پر ۳۱مه په افغانستان کې د امریکا جګړه ییز ماموریت نور پای ته رسېدلی اعلان شو. د امنیتي تړون د لاسلیک پر مهال ولسمشر اشرف غني افغانانو ته ډاډ ورکړ چې له دې وروسته «ملي حاکمیت بشپړ شو». غني په ډاګه کړه چې نور به د وسلو کارولو مسوولیت یوازې د افغان پوځیانو په غاړه وي.
اوس رسنۍ راپورونه ورکوي، چې شاوخوا سل تنه امریکايي پوځیان یو ځل بیا هلمند ولایت ته د جګړې لپاره تللي دي. امریکایان وايي چې د دغو ځای پر ځای کولو موخه په دغه ولایت کې د طالبانو د پرمختګونو مخنیوی دی.
څه موده وړاندې ویسا ورځپاڼې په ډاګه کړې وه چې په بګرام کې هم امریکایانو یو ځل بیا تر خپلې ولکې لاندې زندانونه فعاله کړي دي.
امریکایان داسې مهال په هلمند کې د جګړې لیکو ته مخه کوي، چې طالبان توانېدلي چې په تېره یوه میاشت کې نوزاد او موسی کلا ولسوالۍ ونیسي. نن حکومت ادعا وکړه چې موسی کلا یې یو ځل بیا نیولې ده؛ خو طالبانو وویل: «د ولسوالۍ په مرکزي او مهمو نقطو کې مجاهدین قرار لري او په اوضاعو مسلط دي». طالبانو هم ادعا کړې چې د بهرنیانو الوتکو ځواکونه راکښته کړي، خو له مقاومت وروسته تېښتې ته اړ شوي دي.
د امریکا د دفاع وزیر د خپلو ځواکونو له بیاراګرځېدو سره وايي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو پلان کې کوم بدلون نه دی راغلی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان توانېدلي چې په روان اوړي کې د هېواد په شمال او سویل کې څو ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي. د کورنیو چارو وزارت د هلمند په جګړه کې د امریکايي پوځیانو د بیاراتګ هرکلی کړی.