افغانستان

ميدان وردګ: د ملي اردو توغنديز بريد د یوې کورنۍ ۱۳ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو په توغندیز بريد کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي ځای پر ځای وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې پېښه نن تر غرمې وړاندې د سید اباد ولسوالۍ د سالارو سیمه کې په یوسف خېل کلي کې رامنځ ته شوه.

د دوی په قول د ملي اردو له نږدې پوستې توغول شوي توغندي د یو بزګر په کور ولګيدل چې د کورنۍ ټول غړي يې ووژل شول.

په سیمه کې د نن ټکی اسیا خبريال د قومي مخورو له خولې وايي چې دوی په سالارو کې د ملي اردو د مېشت ځای قومندان ته شکايتونه وکړل، خو هغه يې په ځواب کې ورته ويلي، چې د دوی له سیمې د پنډغالي په لوري ډزې ور شوې دي.

د قومي مخورو په وينا که څه هم د دوی له سیمې چا د ملي اردو د قرارګاه په لوري ډزې نه دي کړې، خو د اردو قومندان ورته ویلي چې دوی خپلو عسکرو ته امر کړی، چې له هر کلي ډز پرې وشي، کلی دې له خاورو سره برابر کړي.

وژل شوي چې پکې مېرمنې او ماشومان هم موجود و، نن ماسپښين خاورو ته وسپارل شول، چې د سیمې د اوسېدونکو توند غبرګونونه يې راوپارول او ځينو يې د غج ژمنې کړې دي.

د میدان وردګو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د ملي اردو د توغنديز بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو په یاده سیمه کې تر دې وړاندې هم په ورته بريدونو کې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د پوځي کارپوهانو په وينا ورته کړنې په پوځ کې د ناسمې روزنې له امله رامنځته کېږي، چې له ولس سره يې فاصله لا پراخېږي او ولس د خپل ځان د خونديتوب په خاطر هم د وسله والو طالبانو ملاتړ ته زړه ښه کوي.

ياده دې وي د يوناما له لوري د ملکي مرګ ـ ژوبلې د روان کال د لومړيو شپږو میاشتو په راپور کې د ملکي تلفاتو ډېره سلنه وسله والو طالبانو ته منسوبه وه، خو دا ډول پېښې د کال په اوږدو کې په هلمند، لوګر او غزني کې هم ترسره شوې دي، چې په ملکي تلفاتو کې د امنیتي ځواکونو تله درنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x