افغانستان

طالب ویاند: په پنجوايي کې د ماشوم دسرغوڅونې پېښه په سختو ټکو وغندله

taliban interviewنن ټکی اسیا/ نن ( ۳۱/۰۸/۲۰۱۲)  د کندهار ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلی چې د کندهارپه پنجوايي کې له یوه دوولس کلن ماشوم نه د نامعلومو وسله والو له لورې سر غوڅ شوي دي.

دکندهار دوالي له دفتر نه په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي((سرپرې سوى ١٢ کلن هلک د خپل پلار له لوري د سپېروان سيمي د ريګي کلي ته د خپل يوه باغدار څخه د قرض اخستلو لپاره لېږل سوى و، هلته د کوربه سره د ليدني پرمهال پرې وسلوال طالبان راغلي او د کوروالا د زيات مخالفت سره سره يې هلک له سيمي بېولى دى

.))

نوموړي د تیر په څېر دپیښې پړه په وسله والوطالبانو واچوله، خو د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي دیادې پیښې په سختو ټکو کې غندنه وکړه او پېښه کې  یې هر ډول لاس درلودل رد کړل.

قاري محمد یوسف احمدي نوموړې پېښه  یو وحشیانه او غیر اسلامي عمل وباله .

دیادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د په یاده ولسوالۍ کې د ۱۷ تنو نه دسرغوڅونې راپورونه ورکړل شوي و، خو له پلټنو نه ورسته ثابته شوه چې نوموړي خبر کوم حقیقت نه درلود او هسی یو مطبوعاتي خبر وبلل شو.

عابر مسافر 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x