دیني، سیرت او تاریخ

د الله جل جلاله یاد او فکر

قاري ښایسته خان

د اسمانونو او ځمکي پیدایښت کې د هغو هوښيارو خلکو له پاره د الله د واک او ځواک نښي پرتې دي چې په مختلفو حالاتو کې الله یادوي، او د الله په خلقتونو کې غور او فکر کوي. د الله د قدرت او د هغه د واک د وسعتونو د پيژندني له پاره انسان باید له عقل کاروني او تفکیر نه کار واخلي، په شریعت کې ځکه دا دواړه کارونه د لوی ثواب او اجر کارونه بلل شوي دي، د الله ډېر یاد او د الله په خلقتونو کې غور او فکر.

په دې اړه د ال عمران سورة دوه ایتونه را اخلو او ژباړو یې: إِنَّ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلٰفِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَءَايٰتٍ لِّأُولِى الْأَلْبٰبِ. الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيٰمًا وَقُعُودًا وَعَلٰى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هٰذَا بٰطِلًا سُبْحٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان :190/ 191].

ژباړه: د اسمانونو او ځمکي په پيدايښت او د شپې او ورځي په تګ راتګ کښي د هغو پوهانو لپاره ډيري نښانې دي: چي په ولاړي، ناستي او ملاستي، هر حالت کښي خداى يادوي. او د اسمانونو او ځمکي په پيدايښت کښي غور او فكر كوي (هغوى په غير ارادي توګه غږ كوي چي:) “آې زموږ ربه! دا ټول شيان تا بابيزه او بې مقصده نه دي پیدا کړي، ته له دې څخه پاك یې چي عبث كار وکړې؛ نو اې ربه! موږ د دوږخ له عذابه وژغوره.

نو د الله د معرفت له پاره دوه کارونه مهم شول: د الله ډېر یاد او ذکر، او د الله په خلقتونو کې غور او فکر، دلته موږ د انسان له پاره د دې دوو کارونو اهمیت ښه پيژندلي شو، د الله یاد شرعاً لوی ذهني عبادت ده او دا عبادت دومره مهم او ګټور دی چې د الله د معرفت او پيژندني سبب ګرځي، دا راز د الله په مخلوقاتو کې فکر کول هم لوی او مهم عبادت دی او دا عبادت هم دومره مهم او ګټور دی چې د الله د معرفت په لاره کې له ده پرته پرمختګ نه شي کیدلی.

د دې ایتونو په رڼا کې لیږ زموږ حالت ته تم کیږو، نن سبا د الله د یاد او ذکر او د هغه د خلقتونو په اړه فکر او غور هیڅکله په داسې طریقه نه کیږي چې هغه دې د الله د معرفت او پيژندني سبب وګرځي، ځکه دا دواړه مهم کارونه اصلاً څوک نه کوي، د ذکر او د الله د یاد په نوم رسمي ډوله اوراد او وظایف دي چې اکثره یې له صحي اثارو او کره روایاتو سره سمون نه خوري، لکه ځیني مشقونه او تمرينونه غوندي په ناپوهي او بې علمي سره ترسره کیږي، نو ځکه په دې اورادو او وظایفو سره اصلي موخه ( د الله معرفت) نه ترلاسه کیږي.

بلکي دا اوراد او وظایف داسې چوکاټونو او خاصو شرایطو ته لویدلي دي چې یواځي د اړوند مرشد او لارښود په پیژندنه کې مرسته کولی شي. العباذ بالله. نو ځکه نن سبا د خاصو اشخاصو حلقات او کړۍ دي بیا یې خپل منځي مخالفتونه او شخړي دي، له یوه شریعته شریعتونه جوړ شوي دي او که حقیقت ووایو د دین خپل اصول او پرنسيپونه شاته خورځول شوي دي او دین په اشخاصو پوري تړل شوی دی. د هغو اشخاصو په مینه او له هغو سره په اړیکو کې غلو او افراط دې حد ته رسیدلی ده چې له پیروانو یې اصلي هدف لکه هېر داسې ده. د الله له پیژندني د الله د دین او قران او حدیث له کره پوهي ځیني فرعي او آن ناسم او مشکوک او اختلافي شیان مخکي کړل شوي دي.

د الله د پیژندلو او معرفت له پاره دویم مهم کار یا دویم عبادت او یا دویمه دیني وجیبه د الله په خلقتونو کې فکر او غور کول دي، په دې ایتونو کې د دې کار اهمیت روښانه شو، متاسفانه دا کار چې څومره مهم دی همدومره زیات زموږ له توجه لویدلی دی، دا کار لکه یو لورته د الله په معرفت کې پوره مرسته کوي له دې سره د الله د مخلوقاتو په پیژندنه او له هغو نه ګټه اخیستنه کې هم ډېر ګټور ده، موجوده ساینس همدا د الله د مخلوقاتو په څیړنه بوخت ده، په فضا، اسمانونو، ځمکو او اوبو کې پلټني او څيړني کوي، څرنګه چې دا کار د اسلام له لارښوونو پرته روان ده نو پخپله د ساينسپوهانو ګروهو ته که څه هم ګټور نه ده خو انسانیت ته یې رسېدلې ګټي هر چاته ښکاره دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

سلام علیکم ورحمت الله و برکاته
وروره دلیکنی په متن کښی دا جمله(د ال عمران سورة دوه ایتونه رااخلو او پښتو کوو یې) که داسی لیکل شوی وای چی چی په پښتو یی ژباړو نو معنی یی صحیحه راتله ۰ او دا چی تاسو لیکلی چی پښتو کوو یی نو کیداشی چی د سزا وړ هم وی او یوه ادبی غلطی هم حسابیږی ځکه چی د قران کریم ایاتونه پښتو کیدلای نشی بلکی پښتو ته ترجمه کیدلای شی

عبد الله

مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close