ټولنیزه برخه

انګریزي او که د ښکیلاک ژبه

لیکوال: اسدالله رزین

انګریزي ژبه نن سبا زموږ په هیواد کې د یوې ژبې په کچه کې نه بلکې د یوه پیاوړي ، سور سترګې او غاصب ځواک په بڼه کې د حیاء ټولې پولې ګډوي. د ژوند په هر اړخ کې د اغیز شندلو په هڅو لګیا ده، په چټکې سره حالات تر سینه لاندي کوي. او ښئ چې انګریزي نور د یوې ژبې په سیمه کې نه بلکې له ښکیلاکي کړیو یوه کړۍ ده چې د یوې ژبې په کلا بندو پولو کې په هیڅ ډول ځان لیدل نه مني.

او چې لیږ هم پام ورته وسي، نو بیا سړی پوهیږي چې انګریزې اوس د ژبې په سیمه کې نه اوسیږي، او د ژبې ځانګړنې هم نه لري.

او له خوا سره یی یو ځای پردی پالي واکداران هم لګیا دي چې د خپل ولس ژبې ور ګونګۍ کړي، د پر مختګ پیاوړی عامل چې په خپله ژبه زده کړې دې و رټي، خوار یی کړي، د ښکیلاکي بلدوزورو په لوریدنو کې یی تر خرورو خاورو لاندي خښ کړي، خپلې ژبې یوه د بلې په وړاندې سیالیو ته را وبولې او د بادار ژبه ملکه کړي. تر څو د ادب او سائنس تخلیقي احساس ړوند، د آرمان ختو په لاره کې یی د اوسپنو او سیمټو دیوالونه ووهي. او موږ د تل لپاره د جهل په تیارو او نیستي په کنډوالو کې وساتي.

انګریزې ژبه اوس یوه ځواکمنه اداره ده او د ښکیلاکي موخو د ترسره کولو لپاره تر دموکراسې کمه نه او د سیالي ږغ پری کوي. او ښکیلاک چې کله له یوه هیواده وزي او یا په وتلو اړ ایستل سي، نو هغه بیا په خپل ځای انګریزې ژبه پریږدې تر څو د ولسونو د محکومیت پالیسې لکه چې وړ ده په مخ بوزې او د غلامي کړۍ یی نورې هم په غاړو کې ورټینګې کړې.

د انساني نړۍ هر ګوټ ته چې ور وګوری پورته منظر به مو لیدو ته را مخ کې سي، خو یا د منظر تر هرځای ډیر ښه پخپل ګاونډ او سیمه کې لیدلای سئ.

له هغوی انګریزان ووتل ، خو انګریزې ژبه یی خپل ځای نا ستې پری ښوده او هغې هلته هغه څه وکړل چې له هیچا هم نه د ي پټ.

هغوی له اتومي ځواکه سره سره غلامان دي. او په دی دلیل چې هلته ښکیلاک د یوې اوږدې مودې لپاره په یوه او بله بڼه کې پاته سو، نو اوس هلته غلامي ده په واک کې ادارو د مزاج برخه ده. عار خو نه بلکې افتخار ورته ښکاریږي.

هلته تل څیرې بدلیږي نظام نه بدلیږي . او په ډیر افسوس سره وینو چې غلام ذهنیتي اوس په مزه مزه کې کلیو او بانډو ته هم د را کښته کیدو په لاره کې دی.

دا خبره د منلو ده چې انګریزې یوه ډیره لو ژبه ده، د پرمختګ رازونه ورسره دي او د ماډرن مدنیت ممثله ژبه هم بلله کیږې، خو زموږ ځني دوکه سوي له همدغه کبله تندي نه ورته لګوي . بلکې له دی کبله چې دوی نوي له ښکیلا کي مکاریو سره چې د حق پټولو په موخه په کار لویدلي دی مخامخ کیږي. او د برسیرن جل او بل په لمبو کې یی سوځي. او د هغه خیالي جل او بل پته هم یواځې انګریزې ژبه ورښئ. او زموږ یا د زلموټي او کړۍ یی په پټو سترګو دا یرغلیزه کړنه د پرمختګ او نوي والي ترسرلیک لاندي مني.

دغه څه چې موږ سلا بلا ورته عقیدت مند یو زموږ نه بلکې د هغو بدمرغه ولسونو برخه ده چې د ښکیلاک په لمن کې یی سقوط کړی وي. موږ خو له دغه ناورین سره دا رنګه مسته او اوږده مبارزه وکړه او لا روانه ده چې اوس د مړستون لپاره ځای نه سوای پیدا کولای.

او ښکیلاک هم د تابتانو په وړلو ، ټپیانو په ټپ کولو او د لیونیانو په شمیرلو پسې نه سې رسیدلای. او د تیښتې لارې اچارې لټوي.

کیدای سې چې د غلیم به لا اشتهاء وي چې موږ هم د ضمیر پلورونکو په لړ لیک کې ور ډیر کړي، خو دا دا رنګه بی خونده اشتهاء ده چې دوی یی هم د منلو په مهال کې وار خطا کیږي. ځکه د سرښندني دا اصل ته په کتو کې لړۍ خامخا اشتهاء سوځوي.

په موږ کې یو شمیرغلام طبعی وړې کړۍ او کسان سته چې دښکیلاک په ژبه کې یو غیر معمولي کشش محسوسوي . او د دودولو لپاره یی خولې وي. دوی انګریزې کلچر موږ ته د ډیر لوی ، د منلو وړ او اړین کلچر په بڼه کې را ښکاره کوي.

موږ له دی نه یو منکر چې په انګریزي کلچر کې به ښه څیزونه چورلټ وي هم نه، خو له خوا سره یی له دی هم نه یو منکرچې انګریزي زموږ لپاره هډو د کلچر ژبه نه ده.

په د ی دلیل چې د کلچر تړاو د یوه ولس له عقائیدو ، تاریخ او د اوسیدو له ډول سره وي، خو موږ له انګریزي سره دغه رنګه تړاو بندونه نه لرو. له پورته ټولو وضاحتونو سره سره چې کله یو څوک ووینو چې په انګریزي ژبه خبرې کوي موږ له یو جنوني حالته سره مخا مخ کیږو او بی اختیاره مو له خولې راوزې چې دا څومره باتهذیبه ، باکلتوره ، لائق او بختور انسان دی.

زموږ په ځینو بد نصیبه کسانو کې غلام ذهنیتي دومره په مخ تللې ده لکه دوی چې په کلو کلو غلامان پاته سوي وي.

د ځان منني خیال نه لري، لکه د ژوند چې حق دی ځان هغسې ژوندی نه ورته ښکاریږي، په ځان ویسا شرمیږي، په ځان کې د ستاینو هیڅ هم نه لري، د بادار په ستاینو ژبې ټکوي. او یوازې انګریزي ژبه د ذهانت تل پاتې نښه ګڼې.

د منلو ده چې د انګریزي ژبې ادب د اظهار له یوه لوړه ذهانته برخه من ده. او دغه ذهانت یی د بغاوت دلیل هم ګرزیدلی ده چې په لړۍ کې یی دا اوس اوس زموږ ستونو ته هم لاس را غزوي.

خو له بده مرغه زموږ انګریز مینانو تر اوسه هم داسې څه نه دي تر لاسه کړي چې هغه دی په یو ډول د دوی په ګومان له انګریزي ذهانت سره لری او یا نیژدی تړاو او ورته والی ولري. البته له ځان غولوني او ځان پلورني پرته.

سمه ده چې انګریزې د علومو او فنونو لو ذیرمه لري او د مهالي تخنیک کوربه هم ده ، خو افسوس چې زموږ مینان په یاد ذیرمتون کې هیڅ اړیکه او ونډه نه لري. او یواځې د یوې ړندې ، ګونګې او څاروي ‌‌ډوله پیروي په بڼه کې ځان ورته انګریز او امریکن ښکاریږي. او په ښاري سړکونو او کوڅو کې یی د شرابو په خیال د اوبو بوتل په کیڼ لاس کې نیولی وی کوڅې کچې او د زړو او تودو اوبو په یو یو غړپ یی هغه تصور تسلې کوي. د یاد بوتل عمر هم تر اونۍ اوړي ځکه چې د بل بوتل د را نیولو وس هم نه یی ورسره. دغه وږی، مسکین او په تصور کې امریکایی خپل د سر ویښتان هم په بلا او بد ککړ کړي وي او له دی پرته چې د ویښتانو لیونتوب یی وبولو بل نوم نه ورسره لګیږي او نه هم را معلوم ده. پښې یی تر ځنګونو پوري لوڅې وي، د ټیلې ځای ته ځان رسوي، په پښو درخیژي، د هیڅ ډول اخلاقو او حقوقو خیال نه ساتي او په ډیر ناتراشه او لوړ آواز خبرې کوي. اوس یی یو څه نور پرمختګ هم کړی او د انځوریزو مټو په ښکاره ولو سره یی له یوې ښځې سره لاس په لاس کې اچولی وي ، په هغه تصور هوا اخلي او کوڅې شماري، نو که په دغه باور ور وکتل سې بیا خو انګریزې زموږ او هیچا لپاره هیڅ اخلاقي ، ذهني او پوهنیز مفهوم نه لري.

د انګریزې منتر زموږ به حواسو او آندونو دا رنګه بد اغیز لرلی چې اوس ټولې نیکمرغی او بریالیتوبونه د انګریزې ژبې په لمن کې پراته بولو، نو که یو څوک د زده کړو په ډیره ټیټه کچه کې هم وي، خو چې د بیان ژبه یی انګریزې وي، نو بیا ډیر زر دغه ټیټه کچه په لوړه کچه بدلیږي، په زړه پورې دنده او تنخایی لاري ګوري، مالي حالت یی ډیر زر وده کوي او د ډاډ وړ ګرزي. د نورو علومو او فنونو د زده کړې شدیده اړتیا په ټوله بیرحمي او دښمني له دیوالو وهله کیږي. چې په پایله کې یی ټولنه او د باسواده لیسانسه او ماسټري تشه د غم په کمبله سره پا ته کیږي.

موږ خپلې ملي، رسمي او محلي ژبې څومره چې کیدای سوای د اغیار له بدو کتو خوندې ساتلې وې، زموږ له ټول ژوند سره یو ځای او اوږه په اوږه مخ په وړاندې په حرکت کې وې، اصالت یی اصالت پاته ؤ، د هیڅ پردۍ ژبې نا روا سیوری یی په سر نه ؤ پروت، غیري اړینو پردو اصطلاحاتو د راتګ زړه نه سوای ورته ښه کولای، پخپله ښکلا ښکلې وې، زموږ د احساساتو د ښه تره بیان ډیر لوړ واک ورسره ؤ، د غلیم په وړاندي یی حماسه یی غرور درلود، زموږ تاریخ یی ډیر ښه ساتلی ؤ، زموږ ښوونیز او روزه نیز نظام ته یی هر څه لرل، له تعدده سره سره یی موږ یو موټی ساتلي ؤ او له ټولو وړاندیتوبونو سره یو ځای دوی هم دغنی په لور رغنده ګامونه پورته کول.

له بده مرغه غربي ښکیلاک پخپل د ګوتو شمیر عمر کې زموږ ژبو ته د ګواښ دا رنګه سرې سترګې ور واړولې لکه زموږ شتون ته .

د خبرو په منځ کې د انګریزې کلمو او کلام کارول د لوړو زده کړو د ثبوت او پرمختګ دلیل راته ښکاره سو، تر دوی موږ ډیرې خولې ورسره کږؤ، په آواز کې د غړمبی کیفیت پیدا کؤ، د پردی پالنې د هوس په کچو کې نه ځاییږو او اوس مو پخپلو مغلوبو عقلونو هم دا ښکیلاکي فرمان جاري کړی او منلی دی.

موږ په دغه ناروا کې دومره مخ ته ولاړو چې بلکل د یوې مذهبې عقیدې پڅیر یی د ګروهې وړ بولو، د نجات یوازنۍ وسیله یی منو، او یوازې د دی په مټه کولای سو
چې ښه او اسوده ژوند ته ورسیږو او د ژوند سټه پری ودانه کړو.

د انګلیسې ښوونځیو او کورسونو شمیر تر شمیر واوښت، انګریزې مو کور او کار ته را ننوته ، د کور میرمن او د کار مالګه سوه، زموږ ژبو ته یی له کور او کاره د وتلو حکم ورکړ. او موږ یی هم له کوره او کاره په تیښته کړو.

د ښکیلاک ژبه د نایی دکان ته هم ورننو ته او لکه چې غوښتل یی هغسې بدلون یی په کې را منځ ته کړ. اوس چې د ډیری نایانو دکانو ته ورننوزئ او په کورسۍ
کینئ دستې یو ټوکر چې ویلکم پری لیکلی او تری لاندې د یوې نجلۍ انځور وي په غاړه کې در اچوي.

د کار موندنې لپاره زموږ خپلې ژبې بسنه نه کوي، د کار موندنې ستونزه اوس تر پاسپورت اخستنې ستونزمنه سوې ده. هلته لا په پیل کې د سیوې او انټریو کلمې د کار موندنې اندیښنو ته زور ورکوي.

ډیری تلویزیوني چینلونه د انګریزې ژبې د ترویج او ترحیب په چوپړ کې دی ، د یرغلګرو په پانګونه د هغوی د لعنتې موخو د سرته رسولو لپاره را منځ ته سوي دي.
خپل رسنیز ماموریت یی تر پښو لاندي کړی ، د ولس د پوهاوي لو ذمه واري یی نه ده په یاد، د غلیم په واک کې لوبکۍ او د ولس په دښمني کې کاریږي.

د ولس د خیر لپاره هیڅ هم نه لري، د شر خپراوي مورچلونه دي. ډیری وګړي یی په هیڅ هم نه پوهیږي او نه تری ګټه اخستلای سې له دی کبله چې هلته د هیډ لاینز، بریکنګ ، اسټیبلیشمنټ او بیخې ډیرو د غه ډول نورو انګریزې اصطلاحاتو له تړپي وار نه کیږي.

انګریزې رښتیا هم یوه ژوندی کړاو وه او هستمنه ژبه ده. په کار ده چې زده سې او د علومو او فنونو له لویو لویو کوټو یی موږ هم لکه نور نړیوال لمنې را ډکې کړو.
چینایانو، جرمنیانو، فرانسویانو او نورو انګریزې ژبه د خپلو ولسونو په چوپړ کې سا تلې ده. او د علومو او فنونو له ذیرمو یی خپل ولسونه ښادوي.

نه خپلې ژبې تری جاروي، نه خپل عزت تر پښو ورته نسي ، نه د خپل کلتور په غاړه چاړه ورته ایږ دي او نه هم د خپل تا ریخ او ویاړنو پاڼې ور ته سوځوي.

دا بیخې سمه خبره ده چې ژبه د کلتور او هویت تر ټولو پیاوړې ساتونکې ده ، نو کله چې د یو چا په ژبه هم یرغل پیل سې بیا نو هغه یوازې په ژبه یرغل نه بلکې په کلتور ټولو ملي او دیني نوامیسو یرغل ده، نو ځکه باید ومنو چې زموږ په ژبو یرغل زموږ د بشپړې تباهې یرغل ده.

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x