دیني، سیرت او تاریخ

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۴)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

۲: الکتابnasrani_books (4)

دا بل کتاب دی چي د کتاب دمخ په لیدو سره به هرمسلمان ووایي چي دابه ضرور یوعالم لیکلی وي خوپه اصل کي  داد عیسایانو پروپیګنډا ده اوبس ددې کتاب پرمخ باندی د ایاتونو په شان عربي توری د دایرې په شان لیکلی دي او په منځ کي یې (طوبی) لیکلې ده- کله چي کتاب پرانستل شي نو د قرآن کریم ایاتونه زښته پکښې ډیردي هغه څوک چي له اسلامي تعلیم سره نابلده وي هغه به ضرور ووایی چي داڅه ښکلی کتاب دی خوپه حقیقت کي دازهردي په ګوړه کي.

۳:Christian Witness among Muslims

nasrani_books (3) پردې کتاب باندی دیوه کس عکس دی چي لنګوټه یی تړلې ده اوتسپې یې په لاس کي دي او پردې عکس باندی دقرآن کریم داایات مبارک نویشته دی:

ان الله یبشرک بکلمة منه اسم المسیح عیسی ابن مریم

هر څوک چي دا وویني دابه ضرور فکر وکړي چي دایو مسلمان لیکلی دی اوپه ځانګړي ډول سره که یوعالم اویاعرب ورته وګوری نوضرور به دا فکروکړی چي داکیدای شي دحضرت عیسی علیه السلام په هکله داسلام له نظره هرڅه پکښې وي- زه همداسی خطاوتلم- هههه اوایاتونه هم پکښې دي خوپه حقیقت کي په لستوڼی کي ماردی او دا کتاب هم د مسلمانانودمرتد کیدلو په موخه لیکل شویدي اوبس.

nasrani_books (1)۴: کیف نصلی

ددې کتاب نوم (کیف نصلی) دی، هرمسلمان چي ودې کتاب ته وګوری نوضرور به په دې پوه شي چي (نماز) دی، داوداسه اود لمانځه ښودنه به پکښې وي او پرکتاب باندی هم داسی کارتون کښل شویدی لکه یوڅوک چي لمونځ کوي خوپه حقیقت کي داټوله کتاب پر دې باندی لیکلی شویدی چي په لمانځه سره رخشند او ملنډې وهي (العیاذبالله).

۵nasrani_books (2): بحث عن الیقین

ددې کتاب پرمخ باندی د یوه کس عکس دی چي شرعي څوڼې یې دي ښه ږره لري او هرڅه یې پرسنتو برابر دي- د کتاب د نامه دویلو څخه ولیدونکي ته داسی معلومیږی لکه داچي دعلم کلام کتاب وي، دایمان او دیقین څخه خبره پکښې کیږي خو داپه حقیقت کي یوه هندی مرتد (ک. ک. علوي) لیکلی دي چي ټول زهر اوهلاکت دی دي.

nasrani_books 6۶:الله محبه

دا کتاب هم دوی زښته ډیر نشرکړيدي  اونشرکوي یې دا ځکه هر لیدونکی به ووایي چي دا(الله محمد) دی خو داسی نه ده، که عرب اویاهم یوعالم په پوه شي چي داالله محبه دی وبل لورته بیانالوستی کسان به څه په پوه شی او یاهغه کسان چي اسلامی تعلیم یې لږ او یایې نه وي کړي هغه به یې ضرور مچ کړي او دقرآن کریم سره به یو ځای کښیږدي.

۷: How to Find the Road to Paradise

ټول هغه کتابونه چی عیسایي نړۍ یې په اسلامي امت کي خپروي دوی کوښښ کوي چی خپل تحریف شوي کتابونه په قرآن باندی ثابت کړي، لومړی یې دقرآن کریم ایاتونه راوړي وي لکه  په قرآن کریم کي چي د تورات، انجیل اوزبور نومونه ذکروي اوبیا دخپل په لاسونو دجوړشوو انجیلونو، تورات او زبور فقرې راوړي لکه په دې کتاب کي:
nasrani_books (5)
اوس امت مسلمه په دې څه دی خبر چي دا انجیلونه هغه انجیل نه دی چي پر حضرت عیسی علیه السلام باندی نازل شوی وو، داتورات هغه تورات نه دی چي پر حضرت موسی علیه السلام باندی نازل شوی وو، دازبور هغه زبورنه دی چي پرحضرت داؤد علیه السلام باندی نازل شوی وو بلکې دا دانسانانو په لاسونو لیکل شوی کتابونه دي او دهغو نومونه یې پرایښی دي- او دوی کوښښ کوي چی خلک دهمدې لاري مرتد کړي او خلکو ته وښایي چی که قرآن کریم دخدای کتاب دی نو اوسني انجیلونه، تورات اوزبوهم دخدای کتابونه دي- چي په حقیقت کي داسی نه ده. که تاسی ګران لوستونکی غواړی چي په دې پوه شي چی (ایا اوسني انجیلونه، تورات اوزبور دخدای کتابونه دی؟) نوتاسی کولای شی زما چاپ شوی کتاب (بایبل پیژندنه) درسره مطالعه کړي.

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x