پاڅون که بغاوت
دپاڅون کلمه عموما دهغه اولسي خوځښت لپاره کارول کیږي چي دموجوده ناخوښي نظام دله منځه وړلو لپاره راپورته شوی وي په اسلامي نړۍ کي ناخوښي نظامونه هغه بلل کیږي چي دپردیو په لاس جوړشوي وي خپلې ټولې فیصلې یې دپردیو دخوښې سره سمي اودخپلو ملي او اسلامي ارزښتونو خلاف وي نه داولس ساتنه کولای شي نه دځمکني تمامیت په غم کي وي خپل هر څه یې دنورو دګټو قرباني کړي وي اودبغاوت کلمه بیادهغه چا لپاره کارول کیږي چي دیوه اسلامي او شرعي نظام په خلاف را وپاڅیږي او دابغاوت یې یوازي او یوازي دشخصي ګټو او مادي امتیازاتو په خاطر وي او بس
داکسان نه داسلامي احکامو پابند وي نه ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن دخپل هیوادپه خلاف دپردیو دناولو ارمانونو دتحقق لپاره خپلې ناکامې هڅې کوي لکه دغزني په اندړوکي چيدګوتو په شمیر دپاڅون په نوم راپورته دامریکایانودګټو قرباني شوي بې هدفه اربکیان چي په خپل اولس کي منفور اوپردیو ته محبوب چي دمجاهد او غیرتي اولس له قهر او جدي عکس العمل نه دآیساف دچورلکو تر سیوري لاندي دخپل مرګ په انتظار دستړي ژوندشیبې شماري
او هغه اولس چي ددایه کندي په اجرستان ولسوالي باتور او لنګرخیلوسیموکي یې سپین ږیرو او ځوانانو په ګډه دمجاهدینو تر څنګ دیرغلګرو او دهغوی دداخلي مزدورانو خلاف سنګر نیولی پاڅون کونکي بللای شو چي د ۸ ورځو په مسلسله جګړه کي یې دغلامې ادارې دیوه قوماندان په شمول ۴۵جنګیالي وژلي ۳ټانګونه ۲رینجران یې له منځه وړي ۲دهشکې ۳لویې مخابرې او ګڼ شمیر سپکې اودرني اسلحې او جنګي مهمات یې په غنیمت نیولي او جګړه لا په شدت سره روانه ده ۰
قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند۲۰۱۲/۸/۳۱