fbpx

ځوانه تاته وایم

لیکوال: حمیدالله کامران

ځواني د ژوند ارزښتمنه برخه او د پاک پروردګار ځانګړې لوریینه ده لکه چې وایي دځوانۍ عبادت او په ځوانۍ کې نیک او دخیر کار کول په شان د سروزرو دي ځکه ځواني د ژوند داسې مرحله ده چې یو څوک کولای شي په دي وخت کې هر ډول بد او فاحش کار ته لاس واچوي او تر سره یي کړي ځکه قوت لري او تر وسه یي پوره وي کولای شي د خپل رب  ډول عبادت وکړي لکه بدني مالي او داسي نور او په پوره خوند سره یي کولای شي او د له بل لوري کولای شي د خالق بندګانو ته هر ډول ګټه ورسوي په ښادۍ کې ورسره خوشحاله او په غم کې ورسره ځان شریک کړي له بي وظلو او اړمندو سره خواخوږي وکړي اود همکارۍ لاس ورته اوږد کړي  اوهم کولای شي خپل ځان کورنۍ او خپله ټولنه له هر ډول ګواه څخه لری وساتي او کورنۍ او ټولنه د پرمختګ سوکالۍ او ارامتیا تر بریده ورسوي ځکه هر کار یي له وسه پوره وي او په هر ډول شرایطو کې هرڅه کولای شي.

خو رابه شو خپلو ځوانانو ته کوم چې یواځې دی ته ځواني وایي چې هرډول نامشروع کارونه ترسره کړي ځان په نورو لوړ ګڼل او نورو ته په ټیټه سترګه کتل او یواځې دخپلو سترګو له لارې خپل ځان ته کتل زمونږ دځوانانو له ځانګړتیاو څخه دي که د یو ځوان ټوله فکري قوه په دی راټوله شوي وي چې زما دي له ټولو ښایسته لباس وي او ترټولو ښه تیل دی زه استعمال کړم او ښه سپري او عطر دی زما وي او ټول خلک دي ماته ګوري او دټولو خلکو سترګې دی زما په لور و‎ي او همدا زه دي یم چې دخلکو په منځ کې دي یادیږم او نور دي نه وي همدا زه دي یم په جومات کې دي خلک زما صفت کوي په بازار کې دی زه یادیږم دحجرو او دیرو دسرټکې دي زه یم ګودر او مازیګر دي په ما  ګرم وي او په لاره هم داسي روان وي لکه هغه د هوښیارانو خبره چې کشمیر یي ازاد کړی وي او یا دنیا په دي اباده وي او که دانه وي نو دنیا به ورانه شي او خبرې خو به دومره غټې کوي چې ته وایي د کوم نړیوال معتبر پوهنتون څخه یي دوکتورا کړي وي نو داسي ځوان به څه د خپلو خلکواو  کورنۍ په درد دوا شي اسلام هیواد او ټولنه خو لري خبره ده زه دا نه وایم چې ځوانان دي شایسته لباس نه اعوندي یادي ځان ته پاملرنه نه کوي او یادي دخلکوسره ناسته پاسته نه کوي بلکې هدف مي دادی چې په دي چارو کې دي  دومره بوخت کیږي نه چې بیا ترې خپل اصلي هدف هیر وي چې هغه دخپل دین ذده کړه اوفکر کول دي او خپل ځان په سمه او نیکه لاره برابرول دي اونور خلک هم دي لاري ته راوستول وي اوخپلو خلکو کورنۍ، ټولنې او هیواد ته کارکول هم ډیر ضروري دی چې دا ټولنه او خلک په مونږ حق هم لري باید یو څه ترسره کړو چې بیا خو سبا د زړښت په وخت کې خو یي خلکو ته ووایو کنه چې هغه کار مې په ځوانۍ کې ترسره کړی دی هغه بل مو په شریکه کړی دی مړه هغه وخت مې  ځوانې وه کولای مې شول له وسه مې پوره وو اوس ځواني لاړه نو څه به وکړو هغه توان راکې نه دی پاتي لاړو زاړه شو کاشکي اوس هم ځوانان وی خپلواولادونو ته به په ډیر ویاړسره وایو او لمسیانو ته به کیسې کوو هغوې به یي دکلې په کوڅو کې کوي چې زمونږبابا جان چې ځوان وو دا کار یي ترسره کړی او دایي کړی دایي کړي لمسیان به هم راباندي ویاړ کوي او کیسې به مو ترډیره پوري ژوندۍ وي که مونږپه دي دنیا هم نه یو خلکه به مو یادوي اودخلکو ترمنځ به ژوندي پاتي یو.

خو که داسي نه وي نو بیا چې کله زوړ شي نو لمسیان به درته وایي چې بابا چې کله ته هلک وې او ځوان وې نو تاسو به څه کول او کوم کار دی ځوانۍ کې  کړی بیا به څه وایو چې مونږ خوبه چې هندوستان کې د کوم فلم هلک کوم ډول ویښته جوړ کړل مونږبه دلته ورسره سیالې کوله او ځان به مو له هعې کم نه راوستو دترکانو سره خوبه څنګ په څنګ روان وو او ټول غربي او پردي کولتورونه او لباس مو خپل کړي وو مونږپه دي فکر کې وو چې څنګه ځان ددي خلکوسره په یو قطار کې ودروو او ځانونه د دوئ په څیر کړو ځکه دوئ خوپرمختګ کړی مونږ هم باید د دوئ پیښې وکړو نور به مو څه کړی وی همدامو  کول کنه نور مو څه کړی وی بیا به مواولادونه او لمیسان هم  د بل چا پسې روان وي او تل به د دبل چا د اثر لاندی وي نو پکار داده چې له ځوانۍ څخه سمه او ګټوره استفاده وکړو ترڅو ځان کورنۍ او ټولنې ته خدمت وکړو کنه نو وخت خو د یخ په څیر دی او تیریږی د هیڅ چا انتظار نه کوي او ځوانې خو بیا لږ وخت وي پکار ده د لږ وخت څخه ډیره ګټه پورته کړو که ځوانان د یو کار لپاره مټې رابډ وهي نو بي له شکه به هغه کار تر سره شي په دي شرط چې اتفاق مینه خلوص او فداکاري موجوده وي نوځوان هرڅه کولای شي خو چې وه یي کړي .

په پای کې بیاهم ځوانه دا درته وایم چې لومړی ځان او بیا خپل پروردګار وپیژنه او په دي ځان پوه کړه چې له تا څخه ستا دین خلک او ټولنه څه غواړي او تاته څه کول پکار دي خپل مسوولیت دي وپیژنه ځکه که ته وغواړي ډير څه کولای شي نور د پردیو پیښې پریږده خپل تاریخ او خپل مشرانو ته وګوره چې هغوی څه کړي کنه بیا به سبا ډير پښیمانه یي خو وخت به تیر وي داچې سبا به پښیمانه یي همدا اوس لاس په کار شه او دځان لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د