دیني، سیرت او تاریخ

حج او عمره

لیکوال: احمدالله عاطفي

عبادات دری ډوله دي ، بدني لکه لمونځ ،روژه…، مالي لکه زکات، سر سایه…او مشترک لکه حج…

که څه هم ځیني لویان په حج کې مالي عبادت دحج جز نه بلکه شرط بولي او حج په ځانګړی ډول بدني عبادت بولي.

په عمومی ډول حج په دوه وعنوانو یادول کیږې، اول حج اکبر یعنی حج اسلام ،چې همدا  داسلام له پنځو بناوو څخه  دی او دویم يې حج اصغر  یعني عمره.

حج داسلام له ارکانو څخه یو رکن دی او فرضیت يې دالله جل جلاله په حکم او درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې شوی.

الله جل جلاله فرمايې:

وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (ال عمران: ۹۷)

ژباړه: پر خلکو دالله داحق دی که څوک دهغه کور ته درسیدو وس ولري دهغه حج دې وکړي اوچاچې کفر وکړ نو الله  له نړیوالو بې نیازدئ.

همدا راز دمسلم شریف حدیث دی،وعن ابی هریرةَ قال: خطبنا

رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: ایهاالناس! قد فرض علیکم الحج فحجوا(مسلم شریف)

ژباړه: له حضرت ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی چې وايې. خطبه فر مایلی رسول الله صلی الله علیه وسلم، وې فر مایل:  ای خلکو! یقیناً حج پرتاسو فرض کړی شوی ،حج وکړئ.

همدا رازپه بل حدیث مبارکه کې حج داسلام له پنځو بناوو څخه شمیرل شوی،عن أبي عبد الرحمن عبد الله بن عمر بن الخطاب رضي الله عنهما قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: “بُني الإسلام على خمس: شهادة أن لا إله إلاَّ الله، وأنَّ محمداً رسول الله، وإقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، وحجِّ البيت، وصوم رمضان” رواه البخاري ومسلم .

حج داسلام له ارکانو څخه یو رکن دی ، چې دقرانکریم په حکم ، داحادیثو په رڼا او داجماع په عمل ثابت دی څوک چې يې له فرضیته منکر شئ کافر داسلام له دایری بهر دی!

بیت الله

دبیت الله وجود او جوړښت په اړوند اختلاف موجود دی،چې ایا دامبارکه خونه ادم عیه السلام ودانه کړی وه ؟ یا له دینه وړاندی ملایکوو؟ ځینو بزرګانو قول دی چې ددنیا له اوسنی جوړښت له جوړیدا وړاندی کعبه دابو یوپو قانۍ په شکل موجود و،چې له همدی ځایه دزمکې جوړښت پیل او وغزیده!

ترغیب المنذر یو حدیث نقلوی، لیکې:کله چې ادم علیه السلام له جنته کوز کړاي شو  ورسره يې بیت الله هم کوزه کړه  تر څوحضرت ادم له دی مبارکې خونی طواف وکړي! ، بیا دنوح علیه السلام په طوفان کې دا ودانې بیرته پورته کړی شوه، خو په کومه محدوده کې چې دا ودانې ایښودل شوی وه وروستنو پيغمبرانو له هغه ځایه طواف کاوه، تر هغې چې ابراهیم علیه السلا دوباره ودانه کړه.

دځینو مفسرینو رایه ده،چې کعبه دتاریخ په اوږ دوکې  لس ځله  چې دبیلا بیلو وجوهاتو لامله زیان منه شوي وه ، بیا جوړه شوي ده، او هم دځینو مفسرینورایه دی،چې ابراهیم خلیل الله دکعبی لمړني بانی نه دی ،خو ځینی  مفسرین کرام بیا دکعبی لمړنی باني سیدنا حضرت ابراهیم خلیل الله بولي.

څرنګه چې پدی موضوع نه کوم شرعی حکم  تړل شوی دی اونه په بحث کې ثواب ، غوره دی چې پر خپل حال يې پریږ دو !
کوم چې منل شوی  حقیقت دی هغه دادی چې،   الله سبحانه وتعالی دالبقری سورت په ۲۷ ایت کې فر مايې:  وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ.

ژباړه :کله چې ابراهیم او اسمعیل ددې کور بنسټونه جګول،( او ویل ئې:) اې زمونږ ربه! له موږ ئې قبول کړه، بې شکه چې ته ښه پوه اوریدونکی يې.

ددي مبارک ایت ددي جملی (يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ ) څخه په ظاهره څرګند یږي چې حضرت ابراهیم علیه السلام دکعبی اولنی معمارنه بلکه په پخوانیو بنسټونو يې  دیوال اوچت کړی او کعبه يې پری ودانه کړي ده، والله اعلم.

دکعبی شریفی دغه جوړښت چې حضرت ابراهیم خلیل الله يې په بنیادونو ودانی جوړه کړه،د سنن النسايې د مبارک حدیث په رڼاکې : اوسنی حطیم هم په خونې کې شامل او دوه دړی درلودی  تقریباً دزمکی له سطحی سره برابر،چې یوه دړه يې ختیځ لورته او بله دړه يې لودیځ لورته وه ، زیارت کونکې به اسانی کولای شول له یوي دړي ننوځي ،لمونځونه او عبادات تر سره او له بلی دړې ووځي.

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x