شعـــــرونه

مناجات – محمد خان محب

پرسپيرو خاورو تندی درته ايږدمه
ذوالجلاله ژوند لوګی درته ايږدمه

بيله ستا کرمه تور کاڼی دی زړه مي
ستا په رحم زړه غمی درته ايږدمه

ستا رضا غواړم چي ته راڅه راضي سي
په تناب کي خپل مغزی درته ايږدمه

له اورونو عذابونو پنا را کړې
سوي ساندي اسويلی درته ايږدمه

دنړئ له باچاهانو بي پروا سر
په سجدو يي هر ګړی درته ايږدمه

لويه خدايه زه محب ډير ګناهګار يم
عاجزئ باندي زړګی درته ايږدمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x