شعـــــرونه

غزل – محمدخان محب

خدای راکړی دی ضمیر دخوږی مینی.
یار باچا زه یم فقیر دخوږی مینی.

په کړیو دښكلا كی چی قیدی وی.
څومره ښكلی دی اسیر دخوږی مینی.

دیار عشقه دغه ستره سرمایه ده.
وړم په غاړه چی ځنځیر دخوږی مینی .

دا می ویاړ دی چی ستی ستی زړګی سم.
خوښ په درد او په شبګیر دخوږی مینی.

نیک پالۍ به یی اقبال کوی هرکله.
چی روان څوک پر مسیر دخوږی مینی.

که ” محب ” دیار په مینه قربانی سو .
بیا نو هلته سو امیر دخوږی مینی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x