ورزش

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې بیا هم توره وکړه، اماراتو ته يي شرموونکې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۸مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې افغانستان د اماراتو په وړاندې لوبه وکړه. دغه لوبه کې چې شیبه وړاندې پای ته ورسیده د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلې ته په لس ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۲۲۳ توپونه لا هم پاتې ول ماتې ورکړه.

د اماراتو ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه خو یو ځل بیا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پیاوړو توپ اچوونکو د اماراتو د لوبډلې دغه پریکړه تر ټولو غلطه پریکړه ثابته کړه او د لوبې له پیل څخه يي د سیالې لوبډلې د لوبغاړو ښکار پیل کړ.

د اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلې هیڅ یوې لوبغاړی د ملي لوبډلې د پیاوړو توپ اچوونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړای او ډیر ژر يي خپلې ویکټې يي له لاسه ورکړې. د اماراتو لوبډلې په ۳۰.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۸۸ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لوبډلې لپاره پرېرا تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. پرېرا په ۴۴ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې او د طارق په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ټولو توپ اچوونکو غوره او پیاوړې توپ اچونه وکړه خو طارق بیا د اماراتو په وړاندې خونړی ثابت شو. طارق خپل ۹.۵ اورونو کې یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره پنځه ویکټې ترلاسه کړې. له طارق سربیره ضیاءالرحمن او راشد خان دوه دوه او محمد ظاهر یوه ویکټه واخیسته.

د ملي لوبډلې پیاوړو توپ اچوونکو غوره او پیاوړې لوبه پیل کړه. د ملي لوبډلې لپاره حضرت الله او ناصر لوبه پیل او له بریا وروسته پای ته هم ورسوله.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په یوازې ۱۲.۵ اورونو کې د کوم لوبغاړی له لاسه ورکولو پرته د حضرت الله او ناصر په مټ ۹۰ منډو جوړولو سره د اماراتو لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره حضرت الله په ۳۹ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ او ناصر خان په ۳۹ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x